په بروکسل کي د دوست-دښمن بريدونو په اړه خبري
۱۳۹۱ مهر ۱۸, سهشنبهپه پلان کې ده چې د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزيران به د اکتوبر د مياشتي پر ۹ او ۱۰نېټه په بروکسل کي سره راټول شي. په دغه غونډه کې به په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان او د امریکا د دفاع وزیر د دوست-دښمن بریدونو په اړه وغږیږي.
امریکايي او ناټو ځواکونو ویلي دي چې د ناټو غړي هیوادونه به په روانه اوونۍ کې په خپله غونډه کې یو ځل بیا له افغانستان سره خپله ژمنه تازه کړي خو داسي ښکاري چې دوست-دښمن بریدونو په افغانستان کې د میشته نړیوالو ځواکونو حوصله کمه کړي وي.
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیتا او د په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال جان الین به په روانه اوونۍ کې د ناټو په غونډه کې د دې ائتلاف غړو ته د افغانستان په اړه وینا وکړي.
الین او پنیتا به د ناټو غړو هیوادونو ته ډاډ ورکړي چې په افغانستان کې میشت د ناټو قوماندان به هر هغه څه وکړي چي د د دوست دښمن بریدونو مخه ونیسي.
د دوست-دښمن بریدونو په برڅ کې افغان سرتیري او یا هم یاغیان د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفورم کې پر خپلو بهرنیو ملگرو باندي يرغل کوي.
په روان کي دغه بريدونه دومره ډير سول چي په افغانستان کي مېشتو بهرنيو ځواکونو د لڼد وخت له پاره له افغان امنيتي ځواک سره د گډي گزمې پلانونه ودرول. او سخت غبرگونونه ئې را وپارول.
د دغه شان بریدونو له کبله په وروستیو کې د ولسمشر کرزي او د هغه د نړیوالو ملگرو تر منځ نوي ستونزي راپورته شوي دي.
تر دې دمخه د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا پر ولسمشر کرزي باندي نیوکه کړې وه چې پر نړیوالو ځواکونو باندي د نیوکو پر ځای بايد له هغوی څخه مننه وکړي.
کرزي تیره اوونۍ په یوه خبري کنفرانس کې پر امریکايي ځواکونو باندي نیوکه کړې وه چې د دې پر ځای چې په هغه ځایونو کې چي د ترهگرۍ ريښې دي جگړه وکړي، د افغانستان په کلیو کې جگړه کوي. د د ولسمشر کرزي په خبره دا د هغوی دوه مخی سیاست ښيي.
مسعود جهش (دویچه ویله، د فرانسې خبرې آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل