1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ویست: افغانان د جګړې مخالفت او د خبرو اترو ملاتړ کوي

امید دیدار
۱۴۰۲ فروردین ۲۶, شنبه

د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ پر خپل ټویټر لیکلي، چې «د افغانستان د راتلونکي فکر فورم» غونډې ګډونوالو افغانستان کې د جګړې مخالفت او د خبرو اترو ملاتړ کړی دی.

https://p.dw.com/p/4Q86O
د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړی استازی
د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړی استازیانځور: Stian Lysberg Solum/NTB/AFP/Getty Images

د «افغانستان د راتلونکي فکر فورم» د افغانستان له بېلابېلو نرینه او ښځینه اقشارو جوړ فورم دی، چې د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اپريل ۱۴ نېټه ) دوحه کې جوړ شوی و.

 په دغې ناستې کې یو شمېر پخوانیو وزیرانو، قومي مشرانو، اقتصاد پوهانو، د بشري حقونو فعالینو او نورو ګډون کړی و او د توماست ویست په خبره، د غونډې ډېر ګډونوال له افغانستانه ورغلي وو.

د افغان سولې مذاکرات، د ارشیف انځور
د افغان سولې مذاکرات، د ارشیف انځورانځور: Media office of Afghanistan High Council for National Reconciliation

د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي توماست ویست لیکلي، چې په دغې ناستې کې د طالبانو پر کړنو نیوکې او د دغې ډلې په ملاتړ نظرونه تبادله شول او ټولو افغان استازو د جګړې مخالفت او دې هېواد کې د ننګونو او ستونزو هواري له پاره پر خبرو اترو ټینګار وکړ.

توماس وېسټ یو ځل بیا د افغانانو د خپل منځي خبرو غږ کړی

هغه لیکلي:« ما د طالبانو د کړنو غندل او ملاتړ واورېد. ما له ستونزو د نړیوالې ټولې د چلن د څرنګوالي په اړه متفاوتې توصیې واورېدې، مګر ټولو افغان ګډونوالو له وسله والې جګړې سره مخالفت او د ستونزو د حل له پاره یې د خبرو اترو ملاتړ وکړ.»

وروسته له هغې، چې د ۲۰۲۱ کال اګست کې طالبانو پر افغانستان ولکه وکړه، د دغې ډلې حکومت پر ښځو، رسنیو او د ټولنې په بېلابېلو پوړونو مختلف بندیزونه ولګول، چې دې چارې نړیواله ټولنه اندېښمنه کړې ده. تر اوسه د طالبانو حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

Twitter; tomas west, OD, AA