1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

توماس وېسټ یو ځل بیا د افغانانو د خپل منځي خبرو غږ کړی

۱۴۰۱ اسفند ۶, شنبه

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ، د افغانستان د مشرانو جرګې له پخواني مشر فضل هادي مسلمیار سره ټیلفونې خبري کړي.

https://p.dw.com/p/4NyNf
افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ
افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټانځور: Stian Lysberg Solum/NTB/AFP/Getty Images

ښاغلي وېسټ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «په خبرو کې د افغانستان له خلکو وغوښتل شول چې ښځې او نجونې باید بیرته ښوونځیو او زده کړو ته وروګرځي او د هغوی د هېواد راتلونکې لپاره د افغانانو ترمنځ د خبرو پر اړتیا خبرې وشوې.»

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د کړکیچ نړېوالې ډلې په خپل یوه وروستي رپوټ کې افغانستان کې د بشري مرستو له کمېدو خبرداری ورکړی.

د رپوټ په وینا د دې مرستو کمېدو ترټولو ستر زیان افغان ښځو ته اوړي او همدا اوس شاوخوا ۱۱،۶ میلیونه افغان میرمنې بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.