1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې د ځمکې ښويېدنه؛ د مړو شمېر ۲۶ ته لوړ شوی

۱۴۰۲ تیر ۳۱, شنبه

د هند په مهاشترا ايالت کې د وړمې ورځې ځمکې ښوييدنې په پېښه کې د مړو شمېر د شنبې په ورځ ۲۶ ته لوړ شو. يوه چارواکي وويل د دې وېره شته چې په لسونو کسان لا هم تر خټو لاندې وي.

https://p.dw.com/p/4UGVL
د آرشیف انځور - په هندوستان کې د ۲۰۲۱م کال ځمکه ښوېدنه
د آرشیف انځور - په هندوستان کې د ۲۰۲۱م کال ځمکه ښوېدنهانځور: National Disaster Response Force/AFP

د ځمکې ښويېدنې دغه پېښه د پنجشنبې په شپه د ممبي ښار په شاوخوا ۶۰ کليومترۍ کې د ایرشالوادي په نوم يوې لرې پرتې غرنۍ سيمه کې رامنځ ته شوه.

ويل کيږي چې په دغه کوچني کلي کې لږ تر لږه ۲۲۵ کسانو ژوند کاوه چې له دې ډلې څه باندې ۸۰ تنو ېې ځانونه وښکلي دي. چارواکي وايي شاوخوا ۱۷ کورونه اغیزمن شوي او ډیری کورنۍ بې ځایه شوي دي.

هندي ورځپاڼې، ټایمز آف انډیا، د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې شاوخوا ۸۰ کسان لا هم لادرکه دي.

ورته نور ولولئ:  په هند کې د سختو بارانونو له امله تر ۶۰ ډېر کسان مړه شوي

د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې (NDRF) يوه چارواکي، ايس. بي. سینګ، رويټرز ته وويل: «موږ له خپلو تخنيکي وسايلو سره لګيا يو کار کوو، د خپلو د نجات له وسایلو سره.» سینګ زیاته کړه: «موږ له اوسه دا قضاوت نه شو کولی چې څومره کسان به لاهم تر خاور لاندې وي.» خو هغه وويل چې د شنبې په ورځ د څلورو نورو مړو جسدونه چې تر خټو لاندې ول، راوښکل شول.

پر خبري چینلونو خپرو شوو انځورونو کې ښکاري چې د نجات ټيمونه په داسې حال کې چې روښانه نارنجي رنګه بالاپوشونو ېې پر تن دي، د پېښې ځای ته د ځمکې کېندنې وسایل انتقالوي.

ورته نور ولولئ:  په هند او پاکستان کې د توپان ګواښ: سل زره انسانان تخليه شوي

خو سینګ وويل چې دوامداره باران، د لږ ليد وړ هوا او د تپه ېې ځمکو موجودیت د نجات عملیات له ستونزو سره مخ کړی دی.

له آرشیف څخه انځوریز البوم: