1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

هند؛ د نړۍ تر ټولو ډېر نفوس لرونکې ډموکراسي ښځینه کیږي

۱۴۰۲ مهر ۱, شنبه

د هند ولسي جرګې د جنسیتي ونډي ډلبندي د ښځو په ګټه تصویب کړه. د دغه هیواد لومړي وزیر دا یو«تاریخي ګام» یاد کړ. ښايي د دغه قانون پلي کېدل څو کاله وخت وغواړي.

https://p.dw.com/p/4Wif8
Indien | Frauen spazieren an Indiens neuem Parlament in Neu-Delhi vorbei
انځور: Anushree Fadnavis/REUTERS

له دې وروسته به د هند، چي په نړۍ کي ډېر نفوس لري، د ولسي جرګې له دریو څوکیو څخه یوه ښځو ته ځانګړې وي.

د دغه هیواد د ولسي جرګې ۲۱۵ غړو له ۱۱ ساعته خبرو او بحث څخه وروسته د قانون بدلولو ته مثبته رايه ورکړه. د چهارشنبې په ورځ د دغه قانون لیکل سوې طرح يا مسوده د جرګې له خوا تصویب سوه.

اړوند مطلب: د هند کابېنې ښځو ته د ولسي جرګې دریمه برخه څوکيو د سهمې مسوده تصویب کړه

د هند پارلمان دوې برخی لري، چي يوه برخه يې مشرانو جرګه او بله یې ولسي جرګه ده. 

دغه اصلاحات او سمون پلی کول یوڅو کاله وخت غواړي. د غړو شمېر باید د هر ولایت د نفوسو پر بنسټ وټاکل سي. اوسمهال په ولسي جرګه کي د ښځو ونډه لږ ده.

د هند لومړي وزیر نراندرا مودي پر خپل ټویټر پاڼه دا یو «تاریخي ګام» بللی او دا ګام د دې ضمانت کوي چي د ښځو ږغ به په ډېر ښه ډول اورېدل کیږي.

اړوند مطلب: په هند کې د تابعيت د قانون نوې مسودې ولې جنجالونه رامنځ ته کړي؟

په دغه هیواد کي د ښځو د ونډي د ډلبندۍ وړانديز په ۱۹۹۶ مېلادي کال کي سوی و، خو هرمهال د پارلمان د محافظه کارو غړو له خوا ردېدی.

دا پرېکړه چي اوس سوې ده کېدلای سي، چي ډېري ښځي په واک کي د حاکمي محافظه کاري ډلي بهارتیا جاناتا «BJP » ملاتړ ته وهڅوي.

په راتلونکو میاشتو کي یوشمېر سیمه ییزي او راتلونکی کال د هند په کچه سراسري ټاکني کیږي.

هند په نړۍ کي د یو ملیارډ او ۴۰۰ میلون نفوس په لرلو سره د ډموکراسۍ په نړۍ کي یو ډېرمهم هیواد ګڼل کیږي. د دغه هیواد سیاسي سیسټم د بريټانیا د استعماري وخت په ډول د پراختیا په حال کي دی.

د هند ولسي جرګه ۵۵۰ او د مشرانو جرګه ۲۵۰ چوکۍ لري.