1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند ته د المان د صدراعظم د سفر موخه څه ده؟

۱۴۰۱ اسفند ۶, شنبه

اولاف شولڅ د المان د صدراعظم په توګه د دندې تر سمبالولو وروسته د شنبې په ورځ د لومړي ځل له پاره هند ته سفر کړی دی. که څه هم هند او المان ډیرې ښې تجارتي اړیکې لري، خو له سیاسي پلوه بیا تر ډیره همنظره نه دي.

https://p.dw.com/p/4Ny9P
Bundeskanzler Scholz in Indien
انځور: Manish Swarup/AP

د المان صدراعظم اولاف شولڅ ته، د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د صدارت په ماڼۍ «راشتراپتي بهاون» کې د نظامي ګارد د درناوي مراتبو په وړاندې کولو سره هرکلی وویل شو. وروسته بیا هغه د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو اړیکو ستاېنه وکړه.

د المان د بهرنیو چارو وزیره هند ته رسېدلې ده

شولڅ وویل: «مونږ لا دمخه د هند او المان ترمنځ ډیرې ښې اړیکې لرو او زه هیله لرم چې مونږ به دغه ډیر ښه ارتباطات لا بهتره کړو. پر ټولو موضوعاتو به مفصلې خبرې وکړو، کوم چې زمونږ د هیوادونو د پرمختګ او همدارنګه په نړۍ کې د سولې له پاره ډیرې مهمې دي.»

له شولڅ سره په دې سفر کې یو لوړ رتبه سوداګریز پلاوی هم ملګرتیا کوي. هند په همدې منځ کې د نړۍ پنځم لوی اقتصاد او یو د تقاضا وړ سوداګریز او د پانګونې پاټنر یا شریک دی.

شولڅ د نورو تر څنګ د هند له لومړي وزیر نریندر مودي سره هم ولیدل. دواړه سیاستوال د تیر کال د څو ملاقاتو له امله یو بل سره پيژني. مودي د می په میاشت کې د هند-آلمان د حکومتي مشورو په ترڅ کې برلین ته راغلی و او د جون په میاشت کې بیا د جي ۷ سرمشریزې ته د شولڅ له خوا د میلمه په توګه بلل شوی و. دواړو د نومبر په میاشت کې په اندونیزیا کې د جي۲۰ په سرمشریزه کې یو وار بیا سره ولیدل.

میرکل په هندوستان کې د اړیکو د پراخولو هڅه کوي

د المان حکومت دغه ۱،۴ میلیارده نفوس درلودونکي هیواد ته د یوه ستراتیژیک پارټنر او د الماني شرکتونو د ښکیلتیا له پاره د یوه ښه فرصت په توګه ګوري، البته په سیاسي لحاظ اړیکې دومره ساده نه دي. هند د وسلو او تجهیزاتو او همدارنګه د انرژۍ په برخه کې تر ډیره پر روسیې تکیه کوي او تر اوسه پورې یې په اوکراین کې د روسیې تیری کوونکې جګړه نه ده غندلې.

د المان حکومت د شولڅ د سفر په دلیل د روسیې په ارتباط د هند په دریځ کې د کوم اساسي بدلون تمه نه لري. د اوکراین د جګړې په اړه د کومې ګډې اعلامیې خپرول نه دي پلان شوي.

د المان صدراعظم اولاف شولڅ به د یکشنبې په ورځ د هند په سویل کې بنګلور ته سفر وکړي، چیرې چې به د نورو ترڅنګ د SAP په نوم د المان د سافټویر جوړونکي شرکت له يوې څانګې څخه هم لیدنه وکړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص