1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

د المان د بهرنیو چارو وزیره هند ته رسېدلې ده

۱۴۰۱ آذر ۱۴, دوشنبه

د المان د بهرنیو چارو وزیره هند ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې د دوشنبې په ورځ نوي ډهلي ته رسېدلې ده. تمه کیږي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ به له اقلیمي کړکیچ سره د مقابلې او تګ راتګ اړوند یو شمیر تړونونه لاسلیک شي.

https://p.dw.com/p/4KTCg
G20 Bali | Bundesaußenministerin Baerbock
انځور: Thomas Imo/photothek/picture alliance

د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بېربوک نوي ډهلي ته تر رسیدو سمدستي وروسته له هغې ودانۍ څخه لیدنه وکړه چیرې چې مهاتما ګاندي وژل شوی و. تر دې وروسته بیربوک له هندي چارواکو سره ولیدل او له خپل هندي سیال ایس جی شنکر سره یي پر مختلفو موضوعاتو خبرې وکړې. تر غرمې وروسته به دواړه مشران یوه ګډ خبري کنفرانس ته وینا وکړي.

نوي ډهلي ته له روانیدو مخکې هغې په برلین کې وویل: «حقیقت دا دی چې هند د خپل نفوذ کارولو له پاره تیار دی، په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې یي په بالي کې د جي ۲۰ په سرمشریزه کې خپل دریځ روښانه کړ. د جی ۲۰ په سرمشریزه کې چې پر اوکراین د روسیې د برید په خلاف کوم موقف ونیول شو، هغه بالاخره د هند له امله ممکن وګرځید.»

هند به همدا راتلونکی کال چین شاته پریږدي او د نړۍ په تر ټولو ډیر نفوس لرونکي هیواد به بدل شي. بېربوک وویل: «په دې کې هیڅ شک نشته چې هند به په ۲۱ پیړۍ کې د نړیوال نظام په جوړښت کې په پریکړنده ډول اغیز ولري.»

اړوند:میرکل په هندوستان کې د اړیکو د پراخولو هڅه کوي

د دسمبر په لومړۍ نیټه هند په رسمي ډول د نړۍ د تر ټولو بډایه هیوادونو جي ۲۰ دوره يي مشري په غاړه واخیستله. خو هند د لویدیځو هیوادونو له خوا پر روسیې لګول شوو بندیزونو کې له برخه اخیستلو څخه انکار کړی دی او د اوکراین د جګړې پر مهال د ملګرو ملتونو له تړونونو څخه ځان ساتي.

ستراتیژیک مشارکت

بېربوک اعلان وکړ چې هغه به په نوي ډهلي کې د تګ راتګ په هکله یو تړون لاسلیک کړي. هغې وویل: «دا به د دې سبب شي چې زمونږ خلک به وکولی شي د یوه بل په هیواد کې تحصیل، څیړنې او کار وکړي».

هند او المان له ۲۰۰۰م کال راهیسی خپل ستراتیژیک مشارکت برقراره ساتلی دی او له ۲۰۱۱م کال راهیسې د دواړو هیوادونو ترمنځ په هرو دوو کلونو کې د حکومتي سلا مشورو لړۍ هم روانه ده.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص