1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند او پاکستان د اتومي شتمنيو او بندیانو نوملړ تبادله کړې

۱۴۰۱ دی ۱۱, یکشنبه

هند او پاکستان ويلي دي چې د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د جنوري لومړۍ) ېې د خپلو اتومي شتمنیو او بندیانو لیستونه تبادله کړي دي. دغه اقدام دغو ګاونډیو هیوادونو تر منځ د ۱۹۸۸ کال یو تړون له مخې هر کال ترسره کیږي.

https://p.dw.com/p/4LcGP
Flaggen I Indien I Pakistan
انځور: Yann Tang/Zoonar/picture alliance

د  ۱۹۸۸ کال تړون دواړه هیوادونه د یو بل پر اټومي تاسیساتو له حملو څخه ممنوع کړي دي.

هند او پاکستان په ۱۹۴۷ کې د بریتانیا له استعمار څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو راهیسې د کشمیر پر جنجالي سېمې په خپلو کې ښه مناسبات نه لري.  

په دې منځ کې دوی درې ځله جګړې هم کړي دي. دواړه هیوادونو خپل پوځونه تقویه او اتومې وسلو ته ېې انکشاف ورکړی دی. هندوستان خپله لومړنۍ اټومي آزموینه په ۱۹۷۴ کې وکړه او پاکستان بېا په لومړي ځل په ۱۹۸۸ کال کې اتومي آزموينه ترسره کړه.

هند او پاکستان یو پر بل د ترهګرۍ تورونه لګولي دي

په ورته وخت کې اسلام آباد او نوي ډيلي خپلو ديپلوماتيکو اړيکو د درناوي په خاطر د خپلو اتومي شتمنيو نوملړونه یو بل ته سپارلي دي.

دواړو هېوادونو همدارنګه د ۲۰۰۸م کال ېوې توافق پر اساس د یو بل په توقیف کې د بنديانو لیست هم تبادله کړی دی.

پاکستان هندوستان ته د ۷۰۵ هندي وګړو لیست سپارلی چې ۵۱ ېې ملکيان او ۶۵۴ نور ېې کب نيونکي دي او هندوستان بېا په خپل توقیف کې د ۴۳۴ پاکستانيانو لیست سپارلی چې په ډله کې ېې ۳۳۹ ېې ملکیان او ۹۵ ېې کب نيونکي دي.

منیر په کشمیر کې: پوځ د هیواد هر انچ خاورې دفاع ته تیار دی

هند او پاکستان د یو بل کب نيونکي د دواړو هیوادونو ترمنځ له سمندري سرحدونو چې نخښې نه لري، د اوښتو په دلیل نیسي.

دغه کب نيونکي د دواړو هیوادونو د سمندري امنيتي ځواکونو له خوا نيول کيږي چې معمولا د دواړو هیوادونو تر منځ یوازې د مذاکراتو له لارې بېرته آزاد شوي دي. په نورماله توګه دغه افراد له کومې رسمي محکمې پرته خپل کلونه ژوند د زندانونو د میلو تر شا تېروي.

په ترهګري ضد کنفرانس کې پر پاکستان باندي د مودي غيرمستقيم بريد

هند او پاکستان د ۲۰۰۸م کال تړون له مخې هر کال په جنوري او جولای میاشتو کې د خپلو بندیانو لیستونه تبادله کوي.

(AP)mks/aa/

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب