1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
پوهههندوستان

هندوستان: فضايي بېړۍ مو په سپوږمۍ کې ګرځېدا بشپړه کړه

۱۴۰۲ شهریور ۱۲, یکشنبه

هندوستان وايي فضايي بېړۍ ېې د سپوږمۍ پر سطحه خپل ګرځېدل بشپړ کړي او اوس د استراحت حالت ته راوستل شوې ده. د هندوستان دغۍ فضايي بېړۍ څه کم دوه اوونۍ مخکې د سپوږمۍ پر جنوبي قطب خپله تاريخي ناسته وکړه.

https://p.dw.com/p/4VtLq
هندوستان وايي فضايي بېړۍ ېې د سپوږمۍ پر سطحه خپل ګرځېدل بشپړ کړي او اوس د استراحت حالت ته راوستل شوې ده
هندوستان وايي فضايي بېړۍ ېې د سپوږمۍ پر سطحه خپل ګرځېدل بشپړ کړي او اوس د استراحت حالت ته راوستل شوې دهانځور: Indian Space Research Organisation/AP/picture alliance

د هندوستاند فضايي تحقیقاتو سازمان د شنبې په ورځ ناوخته په یوه اعلاميه کې د سپوږمۍ په وروستۍ برخه کې د ورځې رڼا په ښودلو سره وويل چې د دوی فضايي «بېړۍ خپله دنده بشپړه کړه. هغه اوس په خوندي توګه درول شوې او د خوب په حالت کې راوستل شوې ده.»

اعلاميه زیاتوي چې د بېړۍ ماشينونه اوس ګل کړل شوي او راټول کړل شوي معلومات ېې د لندر په ‌ذريعه ځمکې ته لېږدول شوي دي.

په پام کې وه چې د هندوستان چندریان-۳ په نوم لندر او فضايي بېړۍ یوازې د سپوږمۍ د یوې ورځې له پاره فعاليت وکړي چې د ځمکې له ۱۴ ورځو سره برابر وخت دی.

تر راتلونکي ماموریت پورې دمه

په اعلامیه کې همدارنګه د بېړۍ برقي مواردو ته اشاره شوې ده: «حاضردمه د بيطريو چارچ فول دی. د سولر مخه د راتلونکې لمر خاته پر لور چې تمه کيږي د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر په ۲۲مه به وي، تاو کړل شوې ده. د یو بل ماموریت تنظيمولو له پاره د یوې بريالۍ بېرته راوېښېدا په هېله!»

په ترلاسه شوو تحقیقاتو کې د سپوږمۍ په سطحه کې د کنګل شوو اوبو د آثارو په هکله کوم ټکی نه دی ويل شوی، کومې چې کېدای شي په آينده کې ورڅخه په فضايي ماموریتونو کې د څښاک اوبو او یا د توغندي د سوند موادو د باالقوې زېرمې په توګه استفاده وشي.

د هندوستان چاندریان-۳ لندر د سپوږمۍ پر سطحه د ناستې پر مهال چې د ۲۰۲۳م کال د اګست په ۲۳مه په ژوندۍ بڼه ښودل کېده
د هندوستان چاندریان-۳ لندر د سپوږمۍ پر سطحه د ناستې پر مهال چې د ۲۰۲۳م کال د اګست په ۲۳مه په ژوندۍ بڼه ښودل کېدهانځور: Amit Dave/REUTERS

د فضايي بېړۍ بطريو ته اندېښنه

د هندوستان فضايي سازمان د روانې اوونۍ په سر کې ويلي وو چې فضايي بېړۍ ېې د سپوږمۍ پر سطحه د سلفر موجوديت تائید او زیاته ېې کړه چې د یو شمېر نورو عناصرو موجوديت ېې کشف کړی دی.

اندين ایکسپریس ورځپاڼې ويلي دي چې د سپوږمۍ ماموریت ته د جوړې بېړۍ بطرۍ داسې نه دي ډیزاین شوي چې د شپې له خوا په سپوږمۍ کې د سانتيګراد په ډېره ټېټه درجه، منفي ۱۲۰ درجو سوړوالي کې تاب راوړي. د ويلو ده چې په سپوږمۍ کې يوه شپه د ځمکې له څه باندې ۱۴ ورځو په اندازه اوږده ده.

پالاوا باګلاا چې د هندوستان د فضايي تحقیقاتو په هکله د ليکل شوو کتابونو له ليکوالانو څخه یو دی هم وايي چې سپوږمۍ ته تللې فضايي بېړۍ محدودې بېطرۍ لري. هغه وايي ځمکې ته استول شوي معلومات به د لومړۍ کتنې په توګه د هندي ساينسپوهانو او بیا به د نړيوالو ساينسپوهانو له خوا وارزول شي. باګلا وويل چې د سپوږمۍ فضا ډېره سړه ده او د لمر راتلونکې طلوع پر وخت کېدای شي بېړۍ بېرته راويښه او یا هم په احتمال سره هېڅ راوېښه نه شي، ځکه چې په دا ډول ساړه چاپېريال کې برقۍ بېطرۍ له منځه ځي.

د روسيې ناکامۍ د هند بريا

 سپوږمۍ ته د هندوستان فضايي ماموریت څه کم یوه میاشت مخکې پیل شو. د دغه ماموریت مالي مصرف کابو ۷۵ ميليونه امریکايي ډالر ښودل شوی دی. هندوستان په داسې حال کې په خپل دغه فضايي ماموریت کې بریالی شو چې تر هغه څو ورځې مخکې روسيه په خپل يو ورته ماموریت کې ناکام شو. روسيې هغه وخت وويل چې لونا-۲۵ بېړۍ ېې د سپوږمۍ پر سطحه کوم ځای کې ټکر وکړ او ارتباط ېې ورسره قطع شو.

هندوستان چې له ۱۹۶۰ راهيسې فعال دی، د خپل ځان او نورو هېوادونو له پاره سټلایټونه توغولي دي. هند په ۲۰۱۴م کې وتوانيد چې یو سټلایت په برياليتوب سره د مريخ مدار په اطرافو کې ځای پر ځای کړي. دغه هېواد پلان لري چې د امریکا متحده ایالاتو په همکارۍ راتلونکی کال په نړېوال فضايي ستيشن کې خپل لومړنی ماموریت پیل کړي.

 (AP)mks/mns

دلته له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: