1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فضا ته د څو دقيقو سفر لپاره ۲۸ مليونه ډالره

۱۴۰۰ خرداد ۲۳, یکشنبه

يو سړي د امازون شرکت د مؤسس، جف بیزوس سره د يو لنډ فضايي سفر لپاره پر یوه ثانیه سفر ۴۵ زره ډالره ورکړې. د دې دپاره به د «نیوشپارد» هوايي بېړۍ ۳۷۰۰ کیلومتره في ساعت سرعت سره حرکت وکړي.

https://p.dw.com/p/3upPw
USA Blue Origin Jeff Bezos
انځور: picture alliance/dpa/Blue Origin/AP

د دنیا د تر ټولو موړ سړي او د امازون شرکت د مؤسس او رئیس، جف بیزوس سره په ګډه وفضا ته د يو لس دقيقه يي سفر دپاره د۲۸ ملیونو ډالرو قيمت کم نه دی. خو يو سړی دغه قيمت ادا کولو ته تيار دی. د دغه شخص، چي لا تر اوسه پوري یې هویت افشا سوی ندی، د یوه لیلام د پروګرام په جریان کي، کوم چي په ۴،۸ ملیونه ډالره سره شروع سوی ؤ، پردې باندي کامیابه سو، چي د بلو اوریجن «Blue Origin » په یوه کپسول کي د لمړني پرواز چانس پلاس راوړي. دا لمړنی فضايي کپسول هم دی، چي انسانان پکښي سفر کولای سي.  

دا لا تر اوسه پوري معلومه نده ، چي دغه کس څوک دی. د امازون د شرکت مؤسس، جف بیزوس چي د بلو اوریجن د فضايي کپسول مؤسس هم دی، غواړي د خپل ورور سره په دغه پرواز کي سفر وکړي. دغه پرواز به د راتلونکي کال د جنورۍ پر ۲۰ مه تر سره سی. 

Jeff Bezos Blue Origin
د امازون د شرکت او بلو اوریجن د فضايي کپسول مؤسس، جف بیزوس انځور: Blue Origin/ZumaPress/picture alliance

د دغه فضايي شرکت د فروشاتو د بخش د مدیري، اریانه کورنل په حواله په دغه کپسول کي یو څلورم کس هم سفر کوي، چي د هغه هویت هم تر اوسه پوري ندی افشأ سوی.

فضا ته د دغه کپسول تر توغولو وروسته انتظار کیږي، چي د هغه سرعت به په اولو دوو دقیقو کي په ساعت کي ۳۷۰۰ کیلومترو ته ورسیږي. د مځکي څخه تر سل کیلومتره لوړ وروسته به پسله درو دقیقو هغوی ته د بې وزنی احساس پیدا سي.

دا هم پداسي حال کي ده ، چي د ای اس اس بین المللی هوايي سټیشن د مځکي څخه ۴۰۰ کیلومتره لوړ پرواز کوي. په پلان کي دي، مخکي تر دې چي کپسول خپل اوج ته ورسیږي، بیرته د مځکي پر خوا حرکت راوکړي او د تکزاس په دښتو کي راکښته سي. مځکي ته د رارسیدو سره سم به د کپسول سرعت د غټو پراشوټونو پوسیله راکم سي.  

امتحاني پرواز بیله مسافرینو څخه

فضانوردانو د بلو اوریجن کپسول د اخرین وار دپاره په تیر اپریل میاشت کي امتحان کړ، چي مځکي ته تر رارسیدو دمخه یې ارتفاع۱۵۰ کیلومتره ته رسیدلې وه. په دغه امتحاني پرواز کي څوک سپاره نه وه. تر اوسه پوري « نیوشپارد» د سپرلیو سره پرواز ندی کړی.

آ./م.ق.ن./ا.ا.