1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هغه ورځ چې آلمان کې د مسجدونو دروازې د ټولو پر مخ خلاصې وي

۱۴۰۲ مهر ۱۱, سه‌شنبه

په آلمان کې د دغه هېواد د بیا يووالي په ورځ (د اکتوبر ۳مه) يو ځل بیا د مسجدونو دروازې د ټولو پر مخ خلاصیږي. په آلمان کې د مسلمانانو د همغږۍ شورا ويلي دي چې په دغه پروګرام کې شاوخوا ۱۰۰۰ مسجدونه شامل دي.

https://p.dw.com/p/4X4Eo
د المان په برلین کې مسجد
د المان په برلین کې مسجدانځور: picture-alliance/dpa/H. Hanschke

 هر کال د اکتوبر پر دریمه چې د آلمان د بیا يووالي ورځ او په دې مناسبت عمومي رخصتي وي، د «مسجدونو د پرانیستو دروازو» رسم په دغه هېواد کې ترسره کيږي. سږکال هم اسلامي ټولنو په دغه ورځ خلک د مسجدونو لیدو ته رابللي دي. 

د آلمان د مسلمانانو د همغږۍ شورا د معلوماتو پر اساس، سږکال هم په ټول آلمان کې شاوخوا ۱۰۰۰ مسجدونه په دغه پروګرام کې برخه اخلي تر څو پکې خلکو ته د اسلام دين په هکله معلومات ورکړي او خبرو اترو ته ېې دعوت کړي.

دغې شورا پر خپلې انټرنيټ پاڼه ويلي دي: «د [نظر] تبادله یوازې يو له بل سره د پيژندګلوۍ له طریقه امکان لري.» دغه ورځ خلکو ته په آلمان کې د مسلمانانو د ژوندانه د تنوع، د سوی تفاهمونو د رفع کولو او له مخکې قضاوت کولو په څېر مواردو په هکله د مشاهدې او تجربې فرصت برابروي.

سږکال د دغې ورځې له پاره ټاکل شوی شعار دا دی: «دعا: فکر ته واداره کوي، ځان ته تازه ګي وربخښي او وصلوي ېې.»

په آلمان کې د مسلمانانو د همغږۍ شورا چې له څو سازمانونو څخه جوړه او دغه پروګرام تنظیموي، ویلي دي: «زموږ نړۍ له امکاناتو او دوامداره اړیکو ډکه او د معلوماتو او شغلو یو سیل دی. دعاوې مومنانو ته فضا او داخلی سکون او فکر له پاره وخت ورکوي.»

په اسلام کې لمونځ محوري رول لري چې د عابد او معبود تر منځ د مستقیم ارتباط په توګه عمل کوي. په دې ورځ په مسجدونو کې خلکو ته د لارښوونو ترڅنګ، خوندور خوراکونه هم ورکول کيږي. په ځينو ځایونو کې ویناوې او نندارتونونه هم په نظر کې نیول شوي دي.

په آلمان کې د «مسجدونو د پرانیستې دروازو» ورځ، له ۱۹۹۷م کال راهیسې هر کال وي. د دغه پروګرام تنظیمونکي وايي چې د دغې ورځې د لمانځلو له پاره ځکه د آلمان د بیا يووالي ورځې په مناسبت د رخصتۍ دغه ورځ په هدفمندانه توګه انتخاب شوې ده تر څو د ټولنې اکثریت ته د ژمنې يوه نښه وي.

د آلمان په فدراليٍ جمهوريت کې د اټکل له مخې کابو پنځه نیم میلیونه مسلمانان ژوند کوي، چې درې څلورمه برخه ېې سني مذهبه دي. د دوی تر څنګ په دغه هېواد کې د شیعه مذهب، علویه، احمديه او د نورو مذهبي ډلو پیروان هم ژوند کوي.

د اټکل له مخې په آلمان کې شاوخوا ۲۸۰۰ مسجدونه فعال دي. ډېر مسجدونه په غیررسمي توګه د کورونو په ساختمانونو او یا د صنعتي سیمو په ګدامونو کې دي.

له ۱۹۹۰م کال راوروسته په آلمان کې ګنبد او منار لرونکي مسجدونه ډېر شوي. د بېلګې په توګه په بريمن، منهایم، دویسبورګ او کولن ښارونو کې د اسلامي ټولنو د هڅو په نتیجه کې دغه کارونه شوي دي. د آلمان په یو شمېر سيمو کې د مسجدونو له طریقه د آذان خپرول هم مجاز شوی دی.