1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نورستان کې ترافیکي پېښې اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۲ فروردین ۲, چهارشنبه

نورستان کې په یوه ترافيکي پېښه کې درې تنه وژل شوي او پنځه تنه نور په دې ترڅ کې ټپيان شوي دي. په نورستان کې د طالبانو سیمه ايز چارواکي وایي دغه پیښه تیره شپه د نورګرام ولسوالۍ په کلتن سیمه کې شوې ده.

https://p.dw.com/p/4P3t4
Afghanistan Nationalpark Nooristan
انځور زموږ له آرشیفانځور: DW/O. Deedar

په نورستان کې د طالبانو ویاند سیف الدین لټون دویچه ویلې ته وویل: «پیښه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه موټر خپل ډیر سرعت کنټرول نه شو کړای او له سړکه ولوید.»

نوموړي وویل په دغې پیښه کې ۳ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د موټر چلوونکو نه احتیاط، ویجاړ سړکونه او د یو شمیر موټر چلوونکو له خوا د نشه یې توکو کارول افغانستان کې د ترافیکي پیښو لوی لامل ګڼل کیږي.

تخار: په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۶ کسان مړه شوي دي
په ټوله نړۍ کې د نورو ټولو پېښو په پرتله د ځوانانو او ماشومانو د مړينې يو لوې لامل ترافيکي پېښې ګڼل کیږي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په وروستیو کې ویلي چې په نړۍ کې هر کال ۳،۱ میلیونو خلک د ترافيکي پیښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او پنځوس میلیونه نور ژوبلیږي.