1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظر پوښتنه: ډېری المانان د خپل صدراعظم له مشرۍ راضي نه دي

۱۴۰۲ شهریور ۶, دوشنبه

د المان د سوسیال دیموکرات گوند مشر اولاف شولڅ په ۲۰۲۱کال کې د المان صدراعظم وټاکل شو. د شولڅ د محبوبیت په اړه د یوې تازه سروې پایلې ښيې چې اوس اکثریت المانان د شولڅ له مشرۍ څخه خوښ نه دي.

https://p.dw.com/p/4Vdzm
Deutschland | Bundeskanzler Olaf Scholz
انځور: Matthias Schrader/AP Photo/picture alliance

د المان د مشهورې تلویزوني شبکې ZDF له خوا د ترسره شوې سروې پایلې ښیې چې اکثریت المانان د سوسیال دیموکرات گوند (SPD) د رهبرۍ له کړنو خوښ نه دي.

د سروې په ترڅ کې ۵۱ سلنه المانانو د صدراعظم اولاف شولڅله کار څخه ناخوښي ښودلې ده. د پوښتل شويو کسانو یوازې ۴۳ سلنه د صدراعظم د تگلارو او کړنو په هکله رضایت څرگند کړی دی. په داسې حال کې چې ۶ سلنه د پوښتل شوو کسانو بیا د شولڅ په هکله له نظر ورکولو څخه ډډه کړې ده.

د اولاف شولڅ حکومت د سوسیال دیموکرات گوند (SPD)، آزاد دیموکرات گوند(FPD) او زرغونو ګوند (Grünen) له اتحاد څخه تشکیل شوی دی. د هغه حکومت په دې وروستیو کې د یوه قانوني مسودې په تائیدولو کې پاتې راغی دی.

دغه قانوني مسوده د میلیاردونو یورو په ارزښت د شرکتونو د مالیاتو د کمولو په اړه وه چې د زرغون گوند له خوا ویټو شوه. زرغون گوند د ماشومانو د لگښتونو له پاره د میلیاردونو یورو اضافي پیسو د تائیدولو په لټه کې دی.

خو سره له دې ټولو اولاف شولڅ په ولس کې د سیاستوالو د محبوبیت لیست په دویم مقام کې ځای لري. دا په داسې حال کې ده چې د المان د دفاع وزیر بورس پستوریوس اوس په دغه هیواد کې تر ټولو محبوب سیاستوال دی او له میاشتو راهیسې یې د سروې گانو په سر کې ځای نیولی دی.

د یادونې وړ ده چې یو کال وروسته له هغې چې پخوانۍ صدراعظمې انگلا میرکل له سیاست څخه لاس واخیست، په ۲۰۲۲م کال کې د ترسره شوې سروې پایلو وښودله چې اکثریت المانانو نه غوښتل چې میرکل دې بیرته د صدارت مقام ته ستنه شي.

د Funke رسنیزې ډلې له پاره د سیوی انیستیتوت له خوا د ۲۰۲۲م کال د نومبر مياشتي پر ۲۶ نیټه د خپرې شوې یوې سروې د پایلو پر اساس، د المانانو یو غوڅ اکثریت نه غوښتل چې میرکل دې یو وار بیا د المان د صدراعظمې مقام ته ستنه شي. ۷۱ سلنه المانانو ویلي وو چې نه غواړي د پاخه عمر سیاستوال دې دوباره پر خپلو دندو وگمارل شي.

انگلا میرکل د المان د صدراعظمې په توگه وروسته له ۱۶ کلن ماموریت څخه د ۲۰۲۱م کال د ټاکنو په پایله کې له خپل مقام څخه گوښه شوې وه.

خو په همدې سروې کې بیا د گډون کوونکو نږدې ۴۳ سلنو یې ویلي ول چې د دوی په نظر میرکل د اوسني صدراعظم اولاف شولڅ په پرتله خپل مسئولیتونه په ډیر ښه شکل سره ترسره کړي وو. البته ۴۱ سلنو بیا د دې برعکس نظر درلود او ۱۶ سلنو په دې اړه له نظر ورکولو څخه ډډه کړې وه.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب