1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستمنگولیا

منګوليا:د نیولودحکم په پام کې نیولو پرته له پوتین څخه هرکلی

۱۴۰۳ شهریور ۱۳, سه‌شنبه

ولسمشر پوتین د سه شنبه په ورځ په اولنباتور کي له خپل منګوليايي سیال سره ولیدل. دا له داسي یوه هیواد څخه د پوتین لومړنۍ لیدنه کتنه ده چي د جرمونو د نړیوالي محکمې غړی دی او دغې محکمې د پوتین د نیولو حکم صادر کړی دی.

https://p.dw.com/p/4kEBM
Mongolei Ulaanbaatar | Wladimir Putin und Ukhnaagiin Khurelsukh
انځور: Sofya Sandurskaya/Sputnik/Kremlin Pool/AP/picture alliance

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ماښام د منګوليا پایتخت اولنباتور ته ورسید او د دغه هیواد د تشریفاتي گارډ له خوا یې ځانگړی هرکلی وسو. د پوتین هرکلی د یوه نمایش په توگه د جرمونو نړیوالې محکمې  له خوا د پوتین د نیول کیدو له حکم څخه سرغړونه بلل کیږي. تر دغه سفر مخکي، کیف، لویدیځ او د بشري حقونو سازمانونو ته د نوموړي حکم له مخي د پوتین د نیول کیدوغوښتنه کړې وه.

پوتین  وروسته په اولنباتور کي د چنگیزخان په شانداره میدان کي چي د سوخباتور د میدان په نوم هم شهرت لري، د منګوليا د ولسمشر اوخناگین خورلسوخ سره ولیدل.

په داسي حال کي چي دواړه مشران په عنعنوي کالیو کي د منګوليا د سرتیرو څنگ ته ولاړ وه، یوې ډلې چي ځینې یې پر آسونو سپاره وه، د روسیې او منګوليا رزمي ترانې او ملي سرودونه ږغول.

 د روسیې  ولسمشر په لاهه کي د جرمونو د نړیوالې محکمې له خوا، په ۲۰۲۲م کال کي پر اوکراین باندي له یرغل راهیسي د اوکرایني کوچنیانو د غیرقانوني اخراج له امله تر تعقیب لاندی دی.  

اوکراین د دغه سفر پر وړاندي په غصې سره غبرگون ښودلی او منګوليا یې »د جنگي جنایتونو په مسئولیت کي په لاس لرلو« تورن کړی دی. دا ځکه چي د دغه هیواد چارواکو په هوايي ډگر کي پوتين و نه نیو.

کیف  له منګولیا څخه غوښتي ول چي د نیول کیدو حکم عملي کړي. د جرمونو نړیوالي محکمې هم تیره اونۍ اعلان وکړ چي ټول غړي یې مکلف دي، هغه کسان ونیسي چي د دغې محکمې تر تعقیب لاندي دي.

خو په عمل کي که اولانباتور دغه امر رعایت نه کړي، نو محکمه نه سي کولای د هغه پر وړاندي په ډیرو اقداماتو لاس پوري کړي.

Mongolei Ulaanbaatar | Wladimir Putin und Ukhnaagiin Khurelsukh
د روسیې او منگولیا ولسمشران د تشریفاتي مراسمو د ترسره کولو پروختانځور: Sofya Sandurskaya/Sputnik/Kremlin Pool/AP/picture alliance

منګوليا چي یو دیموکراټیک جمهوریت دی، د دوو لویو او مستبدو قدرتونو روسیې او چین په منځ کي موقعیت لري. دغه هیواد له مسکو سره له نیژدو کلتوري اړیکو او همدارنگه له پیکنگ سره له مهمو تجارتي اړیکو څخه برخمن دی.

د پخواني شوروی اتحاد پروخت، دغه هیواد د مسکو تر نفوذ لاندی وو.

په ۱۹۹۱م کال کي د شوروي اتحاد تر ړنگیدو وروسته، دغه هیواد له کریملن او پیکنگ سره د دوستانه اړیکو په لټه کي دی.

دغه هیواد پر اوکراین باندي د روسیې یرغل ونه غانده او په ملگرو ملتو کي یې داوکراین  د جگړې په اړه رایه اخیستنه کي ممتنع رایه ورکړه. کریملن تیره اونۍ اعلان وکړ چي د دغي لیدني کتني په ترڅ کي د پوتین د نیول کیدو په هکله اندیښمن نه دی.

له دې سفر څخه یوه ورځ مخکي د چنگیز خان په میدان کي کوچنۍ مظاهرې وسوې او ځینو مظاهره کوونکو داسي لوحې انتقالولې چي پکښي لیکل سوي وه «جنگي جنایتکار پوتین له دې ځایه وباسی.»

د پوتین سفر د جاپان د امپراطورۍ په وړاندي د منګوليا د ځواکونو د پریکړنده بري د ۸۵ می کالیزي په مناسبت ترسره کیږي.

پوتین تر دې سفر مخکی د منګوليا ورځپاڼي «Unuudur» سره مرکه وکړه او په هغې کي یې د دواړو هیوادونو ترمنځ «هیله بخښوونکو اقتصادي او صنعتي پروژو ته» اشاره وکړه.

هغه وویل چي له هغو څخه یوه پروژه د منګوليا د گازترانس د پایپلاین جوړول دي چي چین  اوروسیه   یو له بل سره نښلوي.

د روسیې  ولسمشر همدارنگه وویل: «د هغه او د منګوليا او چین له مشرانو سره د درې اړخیزي ناستي  له پاره «د اساسي کارونو تعقیب ته لیوال» دی.

د منګوليا حکومت د پوتین د نیولو له پاره د غوښتنو په هکله څه نه دي ویلي.

Russian President Putin visits Mongolia
د روسیې ولسمشر نگولیا ته د سفر پروختانځور: Natalia Gubernatorova/TASS/dpa/picture alliance

روسیه د جرمونو د نړیوالی محکمې صلاحیت په رسمیت نه پیژني

د بخښني نړیوال سازمان  د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چي د پوتین په نیولو کي د منګوليا پاته راتلل کولای سي د جرمونو د نړیوالی محکمې مشروعیت کمزوری کړي او په عین حال کي به پوتین چی تقریباً یو پرڅلرمه پیړۍ پر قدرت دی، لا پسي زړه ور کړي.

په مغولستان کي د بخښني نړیوال سازمان  اجرایوی مدیر آلتانتویا باتدورج، په یوې وینا کي وویل: «ولسمشر پوتین له عدالت څخه په تېښته کي دی.»

هغه زیاته کړې: «د جرمونو د نړیوالي محکمې غړو هیوادونو ته هر سفر چي د پوتین د نیول کیدو سبب نه سي، د ولسمشر پوتین اوسنۍ تگلاره هڅوي او باید د جرمونو د نړیوالي محکمې د کمزورتیا له پاره د ستراتیژیکو هلو ځلو د یوې برخې په توگه و انگیرل سي.»

GP/NZ/DW.Online