1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

کيف او مسکو د مذاکراتو غوښتونکي دي

۱۴۰۳ مرداد ۵, جمعه

د روسیې او اوکراين د تازه اعلاميو پر اساس د سولې د خبرو اترو په لار کې لا ډېر خنډونه پراته دي. خو دواړه غاړې خبرو اترو ته ليواله دي.

https://p.dw.com/p/4iluO
د روسیې او اوکراين ولسمشران
د روسیې او اوکراين د تازه اعلاميو پر اساس د سولې د خبرو اترو په لار کې لا ډېر خنډونه پراته دي. انځور: Russia/Ukraine Press Offices/AP/picture alliance

د اوکراين او روسيې د مشرانو د تازه اعلاميو په حواله د هغه تر مخه چې د مسکو له خوا د خپل ګاونډي د اشغال د ختمولو له پاره د دواړو لوريو ترمنځ د سولې خبرې اترې ترسره شي، ځيني د پام وړ خنډونه لا موجود دي.

د اوکراين د بهرنيو چارو وزارت ويلی دي چې که چېرې روسيه په جدي توګه خبرو اترو ته چمتو وي، نو اوکراين له دغه هېواد سره د خبرو اترو پروسې ته داخليدو ته چمتو دی. خو د اوکراين د بهرنيو چارو وزير دېمترو کوليبا، وويل چې د روسيې له لوري داسې کوم چمتووالی نه ترسترګو کيږي.

په مسکو کې د کريملن وياند ديمتري پېسکوف، وويل چې کيف يو شمير اعلامیې خپرې کړي دي چې په بشپړه توګه د درک وړ نه دي. نوموړي ټينګار وکړ چې د روسیې له نظره د خبرو اترو اصلي خنډ دا دی چې د اوکراين ولسمشر ولودیمير زيلنسکي، دا ډول مذاکرات د يوه فرمان پر اساس رد کړي دي.

د دواړو لوريو له خوا د مذاکراتو له پاره تړل شوي رسمي شرطونه ډېر سره مختلف دي. زیلنسکي غوښتنه کوي تر هغه د مخه چې له روسیې سره مذاکرات وشي، ټول روسي ځواکونه په بشپړه توګه بايد له اوکراين څخه ووځي.

چين ته د پوتین سفر؛ د چین-روسيې د څو کلونو اړېکو څومره وده کړې؟

خو د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، بيا پر اوکراين غږ کوي چې د خيرسون، زاپوريژيا، لوهانسک او دينڅک سيمو څخه لاس واخلي چې روسیې لا تر مخه الحاق کړي دي، که څه هم چې کيف لا د دې سيمو پر ډېرو برخو ولکه لري.

له چين څخه د اوکراين د سولې له پاره د لا ډېرو هلو ځلو غوښتنه

په دې منځ کې د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک، د چين پر حکومت غږ کړي دی چې په اوکراين کې د سولې له پاره لا ډېرې هلې ځلې وکړي.

بېربوک د آلمان په شمالي ښار فلېنسبورګ کې د وسلو جوړولو د « Flensburger Fahrzeugbau » شرکت څخه د ليدنې پر مهال وويل: «د امنيت شورا د يوه غړي په توګه [چين] نه يوازې د ویټو حق لري بلکې په لومړي سر کې دا دنده لري چې د سولې د تامينولو له پاره چې یې څه په وس پوره وي هغه وکړي.»

بېربوک د پيکنګ په مخاطبولو سره وويل: «دا به په دې معنا وي چې د هر څه دمخه:نور د اشغال ملاتړ نه او د روسیې ملاتړ نه.»

نوموړې دا چاره «مهمه او مرکزي» وبلله چې د اوکراين د بهرنيو چارو وزير ديمترو کوليبا، چين ته سفر کړی وو او له چينايي اړخ سره یې په دې اړه خبرې کړي چې څرنګه سوله راتلای شي.

د اوکراين د بهرنيو چارو وزير دېمترو کوليبا
چين ته د اوکراين د بهرنيو چارو د وزير د سفر پر وخت چين له امريکا سره پوځي مانورې ترسره کړيانځور: Yevhen Kotenko/Avalon/Photoshot/picture alliance

نوموړې وويل: «دا به يو نعمت وي که چېرې موږ د سولې پر دې لاره پرمختګ وکړای شو او دا چې چين په امنيت شورا کې خپل اړوند مسئوليتونه پر غاړه واخلي.»

د اوکراين د بهرنيو چارو وزير په دې وروستیو کې چين ته سفر کړی وو او له خپل چينايي سيال وانک يي ان ګوانګژو، سره یې ليدلي ول. کوليبا، په دې ترڅ کې ويلي ول چې که روسیه جدي وي، نو اوکراين ورسره خبرو اترو ته چمتو دی. دا چين ته چې د روسیې نږدې سياسي او اقتصادي متحد بلل کيږي، په اوکراين کې د جګړې له پېل راهېسې د کوليبا، لومړی سفر دی.

روسيې او چين ګډ پوځي تمرينات کړي

په همدې حال کې روسیې او چين د چهار شنبې په ورځ ناوخته الاسکا ته څيرمه ګډ پوځي تمرينات وکړل. دا خبره دواړو هېوادونو تائيد کړې ده. دوی وويل چې د دې مانورو هدف «دريمګړي هېوادونه» نه دي.

مسکو وويل چې د « Tu-95MS ستراتيژيک ميزايل ليږدونکو او د چين د هوايي ځواک Xian H-6 ستراتیژيک بمب غورځوونکو د چوکچي او بيرنګ سمندرګيو او شمالي پاسفيک سمندر پر سر ګزمي کړي.» دغه دوې ستراتیژيک بمب غورځوونکي الوتکي د اتومي وسلو د انتقال وړتيا هم لري.

د امريکا د شمالي امريکا د هوايي قلمرو د دفاع قوماندې « NORAD » ویلي دي چې امريکايي او کاناډايي جټ الوتکې د الاسکا د هوايي دفاع په ساحه کې د دغو چينايي او روسي الوتکو مانع ګرځيدلي دي.

زياته شوې ده چې روسي او چينايي الوتکې په نړیوال هوايي قلمرو کې پاته شوي او د امريکا او کاناډا خپلواکې فضايي ساحې ته نه دي داخلې شوي.

ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, dpa, Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب