1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: غزه کې مو بشري ماموریت له ګواښ سره مخامخ دی

۱۴۰۲ آبان ۳, چهارشنبه

ملګرو ملتونه خبردارې ورکړی که تر چهارشنبې شپې ورته نفتي مواد ور انتقال نسي، دوی به ممکن په غزه کې خپل بشري فعالیتونه ودروي. د فلسطین روغتیا وزارت وايي تر اوسه په غزه کې له ۵۷۰۰ ډېر فلسطینيان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4XzzN
Gaza Leben von Palästinensern im UNRWA-Lager in Khan Yunis
انځور: Ashraf Amr/AA/picture alliance

د فلسطيني مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو ادارې (UNRWA) د سه شنبې په ورځ خبردرای ورکړی که چېرته د چهارشنبې تر شپې ورته د سوند مواد ونه رسيږي نو دوی به ممکن په غزه تراډه کې خپل عملیات ودروي.

دغه ادارې پر ایکس شبکه چې پخوا په ټويټر یادېدله، ليکلي دي: «که تر [چهارشنبې] شپې پورې په فوري توګه د سوند مواد ترلاسه نه کړو، نو موږ به اړ شو چې په غزې تراډه کې خپل عملیات ودروو.»

په غزه کې مرستندوېې ډلې د نفتي موادو نه رسېدل د حياتي خدماتو د ادامې له پاره نهایت اړين بولي لکه د هغو روغتونونو برېښنايي سیستم له پاره چې په جنراتورونو چلیږي.

د ملګرو ملتونو د فلسطنيانو د مرستې ادارې د روابطو د څانګې مشرې، جولییت توما، د آلمان خبري آژانس ته وويل: «که د سوند مواد کوم چې موږ ته اجازه راکوي چې بشري مرستو ته ادامه ورکړو ونه رسيږي، موږ نه شوکړی له چهارشنبې شپې څخه اړمنو خلکو سره مرستو ته ادامه ورکړو.» هغې وويل چې ۶۰۰زره کسان په داخل کې بېځایه شوي چې په څه باندې ۱۵۰ سرپناو کې میشت دي چې د دغه ادارې پر مرستو تکیه کوي.

ملګرو ملتونه وايي په مرستو بار ۲۰ لارۍ چې د پلان مطابق له مصر څخه د رفح له لارې تر سه شنبې ورځې بايد د غزې تراډې ته رسېدلی وای، محاصره شوې سېمې ته نه دي رسيدلي.

تر دې مخکې له شنبې ورځې راهيسې ۵۴ لارۍ چې په خوراکي موادو، درملو او اوبو بار وې غزې ته داخل شوي دي.

د غزې ښار اوسېدونکي امن ځایونو ته د تېښتې پر مهال - د اکتوبر ۱۳مه ۲۰۲۳
د غزې ښار اوسېدونکي امن ځایونو ته د تېښتې پر مهال - د اکتوبر ۱۳مه ۲۰۲۳انځور: Ashraf Amra/Anadolu/picture alliance

اسرائيل د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سازمان د لوړپوړو چارواکو په یوه غونډه کې یو ځل بیا وویل چې دوی به حماس له منځه يوسي او ملګرو ملتونو له خوا، فلسطينیانو او ګڼ شمېر هېوادونو له خوا د اوربند غوښتنه ېې رد کړه. اسرائيل وويل چې په غزه کې روانه جګړه یوازې د دوی جګړه نه بلکې «د آزادې نړۍ جګړه» ده.

په غزې تراډه کې د اسرائيل او حماس تر منځ روانه جګړه د اکتوبر مياشتې له ۷مې هغه وخت پيل شوه چې د حماس ترهګرې ډلې جنګياليو په ناڅاپي توګه پر اسرائيل حمله وکړه چې د رپوټونو پر اساس ۱۴۰۰ کسان په کې ووژل شول. په عین وخت کې د غزې د عامې  روغتیا وزارت وايي چې له هغه وخت راهیسې له ۵۷۰۰ ډېر فلسطینیان هم په دغه جګړه کې وژل شوي دي.

آژانسونه/م.ک.ص./ب.ص.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب