1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: په افغانستان کې امنيتی پېښې ۳۸ سلنه زیاتې شوي

۱۴۰۲ اسفند ۱۶, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان په خپل یو نوي رپوټ کې ويلي دي چې په افغانستان کې په تېرو دور میاشتو کې امنیتي پېښې ۳۸ سلنې ډېرې شوي دي.

https://p.dw.com/p/4dDcg
ملګري ملتونه وايي د تیر نومبر تر جنوري ۱مې پورې په افغانستان کې امنیتې پېښې د یو کال مخکې همدې مودې په پرتله، ۳۸ سلنه ډېرې شوي دي
ملګري ملتونه وايي د تیر نومبر تر جنوري ۱مې پورې په افغانستان کې امنیتې پېښې د یو کال مخکې همدې مودې په پرتله، ۳۸ سلنه ډېرې شوي ديانځور: Seth Wenig/AP Photo/picture alliance

د ملګرو ملتونو سازمان دغه رپوټ، «د افغانستان وضعیت او پر نړېوال امنیت او سوله ېې اغیز» تر عنوان لاندې خپور شوی دی، چې پکې په افغانستان کې د درو وروستیو میاشتو پېښې تر پوښښ لاندې نيول شوي دي.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ د ۲۰۲۴م کال د جنوري میاشتې تر ۱۰مې پورې، په افغانستان کې امنیتې پېښې د یو کال مخکې همدې مودې په پرتله، ۳۸ سلنه ډېرې شوي دي.

ملګرو ملتونو په دغه موده کې ۱۵۰۸ امنیتي پېښې ثبت کړي، خو په رپوټ کې راغلي دي چې «وسله وال مخالفتونه د طالبانو د حاکميت پر وړاندې کومه ستونزه نه رامنځ ته کوي.»

په رپوټ کې دا هم ويل شوي دي، چې د طالبانو د مخالفينو له لورې د اکثرو هغو حملو تائيد ډېر سخت دی چې په ټولنیزو رسنیو کې ېې ادعاوې کيږي.

د ملي مقاومت او د آزادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفې ډلې وخت ناوخت پر ټولنیزو رسنیو د طالبانو پر ضد د خپلو حملو ادعاوې خپروي.

د ملګرو ملتونو په تازه رپوټ کې د ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ د روان کال د جنوري تر ۱۰مې پورې د آزادي جبهې له لورې د لږ تر لږه ۲۴ حملو تائيد شوي دی. زیاته شوې چې د طالبانو دغې مخالفې ډلې په خپلو فعالیتونو کې د بدلون په راوستلو خپلې حملي په ښارونو کې ترسره کوي.

په رپوټ کې راغلي دي چې آزادي جبهې څلور حملې د بغلان په پلخمري، څلور حملې په کابل ښار، یوه حمله په کندهار، یوه حمله د سمنګانو په مرکز ایبک او یوه حمله د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې کړې ده.

رپوټ ويلي دي چې د مقاومت ملي جبهې تر ټولو ډېر فعالیت په پروان ولایت کې درولودلی، خو په پنجشیر ولایت کې ېې چې د دغه مقاومت اصلي ټاټوبی دی، هېڅ حمله نه ده کړې.

د داعش حملې

په دغه رپوټ کې راغلي دي، چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه د ۲۰۲۳م کال د نومبر له ۸مې د ۲۰۲۴م کال د جنوري تر ۱۰مې پورې درې حملې ترسره کړي دي. د دغه رپوټ پر اساس، په دغه موده کې د داعش ډلې حملې کمې شوي، ځکه د یو کال مخکې په همدې دوره کې داعش ۸ حملې ترسره کړې وې.

په رپوټ کې دغه راز راغلي دي چې داعش ډلې پر ملکي شیعه ګانو او پر اوسنیو شیعه چارواکو د خپلو حملو ادامه حفظ کړې او په خپلو تبلیغاتو کې ېې پر نړېوالې ټولنې له هغې جملې پر ملګرو ملتونو د حملو غوښتونکي شوي دي.

په رپوټ کې زیاته شوې: «د داعش خراسان څانګه همدارنګه د خپلو ځواکونو د جذب له پاره د سیمې په هېوادونو کې هڅې جارې ساتلي او په تبلیغاتو کې ېې په حملو کې د بهرنیو اتباعو د اشتراک خبر ورکوي.»

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل