د افغانستان مرکزي بانک لس میليونه ډالر ليلاموي
۱۴۰۰ آبان ۲۴, دوشنبهواک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د بهرنيو ځواکونو چټک وتلو د افغانستان اقتصاد مخ پر ځوړ شو چې د بانکونو سیسټم له سخت فشار سره مخ شوی او د بانکونو د چلولو له پاره په اوونۍ کې د پېسو را ايستلو ته اندازه وټاکل شوه.
همداراز د افغانستان د مرکزي بانک د کابو ۹ ميليونو ډالرو په ارزښت شتمنۍ د امريکا متحده ایالاتو له خوا کنګل کړل شوې چې د هېواد د اقتصادي بحران د حل په موخه یې په وار وار د آزاديدو غوښتنه هم شوې ده.
د کابل د اسعارو په بازار سرای شهزاده کې د اسعارو د يوه سوداګر په حواله يو ډالر د ۹۳،۸۰ افغانو په بدل کې تبادله شوی دی. څلور ورځې تر مخه يو ډالر په ۹۱،۲۰ افغانو پلورل شوی وو.
د دوو لسیزو په اوږدو کې افغانۍ خپلې تر ټولو ټیټې کچې ته لویدلې
د افغانستان مرکزي بانک په شرائطو پوره بانکونه او د بهرنيو اسعارو سوداګر د يوې ليلامۍ په موخه رابللي دي. ويل شوي چې ټولې موافقې داوطلبې بايد د ورځې په پای کې په بشپړه توګه سر ته رسيدلي او ادا شوي وي.
مرکزي بانک د يوې اعلامیې په ترڅ کې ويلي: «موږ خپلو درنو هيوادوالو ته ډاډ ورکوو چې د هيواد بانکي سيسټم به ډېر ژر فعاليت پيل کړي او دا چې د افغانۍ ثبات به پر ځای پاته وي.»
ب. ص/ ن. ز (Reuters)
زموږ له آرشيف څخه: