1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مجاهد: افغان پيلوټان دي په هيواد کې پاته او خدمت وکړي

۱۴۰۰ آبان ۱۹, چهارشنبه

يوه لوړ پوړي طالب چارواکي افغان پيلوټانو ته په خطاب کې ويلي دي چې په هيواد کې دې پاته شي. زياته شوې چې هغوی په هيواد کې د عمومي بخښني له کبله خوندي دي او د نيولو هیڅ ډول پلان یې نشته.

https://p.dw.com/p/42pEa
Afghanistan Kabul | PK der Taliban: Sprecher Zabihullah Mujahid: Mullah Mohammad Hasan Akhundzada soll Taliban leiten
انځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images

د طالبانو حکومتي وياند ذبيح الله مجاهد دا څرګندونې د چهار شنبې په ورځ (د نوامبر ۱۰) په داسې حال کې کړي چې د رپوټونو پر اساس د امريکا له خوا روزل شوي تر ۱۴۰ ډېر پيلوټان، د سې شنبې په ورځ له تاجيکستان څخه ايستل شوي دي.

دغو پيلوټانو واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته له کابو دريو میاشتو راهيسې په تاجيکستان کې پناه اخيستې وه. اسوشيتد پريس خبري آژانس ليکلی چې دوی په سملاسي توګه ونه شو کړای د دې پيلوټانو د انتقال رپوټونه تائيد کړي.

د افغان هوايي ځواک پيلوټانو له خپلو امريکايي متحدينو سره په شريکه د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې د طالبانو پر ضد جګړه کې مهم نقش درلود. د افغان او امريکايي هوايي ځواک بريدونو طالبانو ته درانه تلفات اړولي او د هيواد په بېلا بېلو برخو کې یې هغوی له خپلو سيمو څخه شړلي دي.

کله چې د اګست مياشتې په نيمايي کې د امريکا له ملاتړه برخمن افغان حکومت وپاشل شو او طالبان واک ته ورسېدل، په لسونو پيلوټان تاجيکستان او ازبکستان ته وتښتیدل.

دا لا روښانه نه ده چې اوس څومره پوځي پيلوټان او د افغان هوايي ځواک نور غړي په افغانستان کې دي او دوی ته څومره خطر متوجه دی او يا دا چې پر طالبانو تر کومه حده باور کولی شي.

په تاجيکستان کې د بندي پاتې ميندواري افغاني پېلوټې کيسه

په تېرو دريو مياشتو کې د طالبانو له لوري د غچ اخیستنې ځيني رپوټونه ورکړل شوي دي خو په ستره کچه او منظم ډول داسې څه نه دي ليدل شوي.

د چهار شنبې ورځې په مطبوعاتي غونډه کې مجاهد د پيلوټانو او پخواني هوايي ځواک د نورو غړيو د تخلیې په اړه چې د نيويارک ټايمز په حواله عربي اماراتو ته انتقال شوي، وپوښتل شو. د رپوټونو په حواله دا پوځيان په تاجيکستان کې په زندان کې ول.

Afghanistan Pilotin Safia Ferozi
واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته يو شمير پېلوټانو تاجيکستان او ازبکستان ته پناه وړې وهانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

مجاهد وويل چې افغانستان پيلوټانو ته اړتيا لري او دوی ټول بخښل شوي دي. هغه زياته کړه: «زما پېغام دا دی چې هغوی [افغان پيلوټانو] ته په افغانستان کې هیڅ امنیتي خطر متوجه نه دی، د هغوی د نيول کیدو هیڅ پلان وجود نه لري ځکه چې عمومي بخښنه اعلان شوې.»

مجاهد همدا راز زیاته کړه چې پيلوټان کولی شي په پوځي او همدا راز ملکي برخه کې «خپل هيواد ته خدمت وکړي.» هغه وويل: «دا د تاسف ځای دی چې يو شمیر پيلوټان تللي دي او يا د تللو په حال کې دي.»

داعش تر کنترول لاندې دی

په يوه جلا مطبوعاتي غونډه کې د طالبانو د ملي امنيت وياند خليل همراز وويل چې په تیرو دريو مياشتو کې یې په خونړیو بريدونو کې ښکيل د داعش ډلې کابو ۶۰۰ جنګيالي نيولي دي. نوموړي زياته کړه چې په نيول شويو کې د داعش د مالي ملاتړ کوونکو ترڅنګ د دغي ډلې مهم غړي هم شامل دي.

همراز وويل چې له طالبانو سره په نښتو کې د داعش ۳۳ جنګيالي وژل شوي دي. نوموړي زياته کړه چې په چاوديدونکو توکو بار څو موټر او ځانمرګي واسکټونه تر چاودنو مخکې نيول شوي دي.

په کابل کې د امريکايي پېلوټانو د سترګو ليدلی حال

داعش ډلې په دې وروستيو کې په افغانستان کې خپلو بريدونه ته زور ورکړی دی او د کابل په شمول یې په يو شمیر سيمو کې د خونړيو بريدونو پړه منلې ده او د طالبانو هغه ادعا یې ناسمه ثابته کړې ده چې وايي په افغانستان کې یې سوله راوستلې ده.

ب. ص/ ن. ز (AP)