1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تاجيکستان کې د بندي پاتې ميندواري افغاني پېلوټې کيسه

۱۴۰۰ مهر ۱۴, چهارشنبه

له هغه وروسته چې طالبانو کابل ونيو د امريکا له خوا روزل شوي ځيني افغان پېلوټان تاجيکستان ته واوښتل. د دغه پېلوټانو په ډله کې شامله يوه ميندواره پېلوټه اوس د خپل او خپل ماشوم د راتلونکي په اړه اندېښنه لري.

https://p.dw.com/p/41LMW
Afghanistan Pilotin Safia Ferozi
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

دغي ميندواري پيلوټې له کابله د وتلو پر وخت د نورو لږ شيانو ترڅنګ چې له ځانه سره يې وړي دي، د زيږون د مخه کاريدونکي ويتامينونه هم نه دي هير کړي. خو دغه ۲۹ کلنه د خپل او خپل ماشوم د ژوند د ژغورنې له پاره چې لا زيږيدلې نه دی، له افغانستانه تر وتلو وروسته تر اوسه نه هم کوم روغتون ته تللې او نه یې هم کومه معاينه شوې ده.

هغه ويره لري چې زوی به یې د تاجيکستان په يوه لیرې پرته سيمه کې يوه زندان ته ورته ځای کې نړۍ ته راشي چې د دې ترڅنګ د افغان پوځ ۱۴۰ تنه نور پوځي پرسونل هم پکې ژوند کوي چې زياتره یې نارينه دي. دوی ټول د افغانستان له شمالي پولې اوښتي ول او اوس هلته په يوه سناتوريم کې ساتل کيږي.

د افغانستان د هوايي ځواک دغه پېلوټې چې په اړه یې لومړی رپوټ رويترز خبري آژانس ورکړی وو، په خپلو لومړيو څرګندونو کې ويلي ول: «زه خپل ماشوم ته ډېره زياته اندېښنه لرم.»

هغې وويل په داسې حال کې د ماشوم د زيږيدنې وخت مې د نومبر مياشتې په نيمايي کې اټکل شوی دی خو تاجيک چارواکو مې دا غوښتنه چې روغتون ته نزدې يوې سیمې ته مې انتقال کړي، نه ده منلې.

هغې زياته کړه: «دوی راته وويل: «نه» کله چې د ماشوم د زيږيدو وخت رانزدې شو، موږ به دې روغتون ته انتقال کړو او بيا به دې بيرته دلته راولو.»

Afghanistan Luftwaffe
د افغان هوايي ځواک يو شمير الوتکې هم په تاجيکستان کې ديانځور: picture-alliance/dpa/C.-F. Röhrs

دا او ورسره مل د پېلوټانو ډله له کابو دوو مياشتو راهيسې د متحده ايالاتو له لوري د انتقاليدو په هيله په تاجيکستان کې ورځې او شپې سبا کوي، خو د نامعلومو دلايلو پر اساس دغه کار لا نه دی ترسره شوی. دوی وايي چې تاجيک چارواکي ورته د انتظار کولو لارښوونه کوي.

تېره اونۍ د کانګریس په استماعیه غونډه کې لوید آستن په مخاطب کولو سره د جمهوري غوښتونکو استازي آستن سکات له تاجیکستان څخه د دغو پیلوټانو د راایستلو په برخه کې د ځنډ په هکله ناهیلي څرګنده کړې ده.

آستن سکات چې په دې غونډه کې یې د ميندوارې پېلوټې قضيه هم راپورته کړې وه، وويل چې وزارت یې دفتر ته ويلي ول چې تاجيک چارواکي «د ميندوارې پېلوټې په وضعيت خبر دي» او هر څوک چې طبي مرستې ته اړتيا ولري هغه به يوه نزدې پراته روغتون ته ورسول شي.

سکات رويترز خبري آژانس ته وويل: «د دې سربيره له هيچا سره هم کومه مرسته نه ده شوې.»

د امريکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت يا پنتاګون وياند جان کیربي ويلي چې د امريکا د دفاع او بهرنيو چارو وزارتونه ژوره همکاري لري څو «د دغو پېلوټانو له پاره مناسب انتخابونه رامنځته شي.»

کيربي رويترز ته وويل: «موږ په دې آند يو چې د دغو باتورو کسانو او د هغو کورنيو ته پوروړي يو څو د هغو د ځای پر ځای کولو له پاره څه مو چې په وس پوره وي، هغه وکړو.»

يوه امريکايي چارواکي چې د نوم نه ښوولو په شرط یې خبرې کولې، وويل چې په سناتوريم کې له دغو افغانانو سره د تماس نیولو په برخه کې پيچلتيا موجوده ده.

د تاجيکستان د روغتيا وزارت د سناتوريم د وضعيت په اړه، رويترز خبري آژانس ته د ځينو ځانګړو پوښتنو له ځوابولو ډډه وکړه خو ویې ويل چې هلته په کافي اندازه طبي کارکوونکي موجود دي.

ستر هدفونه

د امريکا له خوا روزل شوي افغان پېلوټان چې په انګلسي ژبه خبرې کولی شي، د طالبانو د سترو هدفونو له جملې څخه وو. په تاجيکستان کې د افغانستان د پخواني هوايي ځواک دغه پرسونل وروستۍ ستره ډله ده چې تر اوس لا بند پاتي دي.

د سپتمبر په پېل کې د يوې هوکړې پر اساس افغان پېلوټانو او نور پوځي پرسونل ته له اربکستان څخه د پرواز اجازه ورکړل شوه.  له نيکه مرغه د ميندوارې پېلوټې مېړه چې په کابل کې یې له پخواني حکومت سره کار کاوه، هم له دې سره په وتلو بريالی شو خو دوی اوس داسې احساس لري چې دلته بند پاته دي.

هغې وويل چې ويره لري چې دلته د پلازمينې دوشنبې څخه د باندې پراته د دې سناتوريم پرسونل د میندوارۍ او زيږون په تړاو ډېره تجربه او وړتيا نه لري. هغې زياته کړه: «موږ دلته لکه د بنديانو په څېر يوو. د مهاجرو او يا کډوالو په څېر چلن راسره نه کيږي. موږ هیڅ قانوني اسناد نه لرو، نه هم د يوه څه د رانيولو له پاره.»

رويترز ته په دې وروستيو کې لاس ته د ورغلو معلوماتو په حواله امريکايي چارواکو د دې ډلې د غړيو د بايوميتريک اسنادو په راټولو پيل کړی دی څو یې هويت ثابت شي. ورته هڅې په ازبکستان کې هم د پېلوټانو د انتقال د مخه ليدل شوې وې.

ميندواره افغانه پېلوټه هم يو څه راحت ښکاريدله کله چې د يوې نړيوالې مرستندويه ټولنې له خوا په روانه اونۍ کې د ژمنيو کاليو د رسيدو په اړه غږيدله. يادې ټولنې د هغې د ماشوم له پاره هم يو شمير توکي او ګرمې جامې استولي دي.

خو دا څه هم د هغې له پاره دا معنا هم درلودلی شي چې ښايي ډېر وخت په تاجيکستان کې بايد پاته شي. هغې وويل: «هغوی موږ ته ډېر کالي او نور توکي راکړل نو دا به په دې معنا وي چې موږ ښايي دېر وخت دلته پاته شو.» هغې په اندېښمنه لهجه زياته کړه: «زه د راتلونکي په اړه هیڅ نه پوهيږم.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters)