1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متقاعدین: له يوه کال راهېسې خپلو معاشونو ته په انتظار يو

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ مهر ۴, دوشنبه

د افغانستان یو شمېر متقاعدین شکایت کوي چې د طالبانو له واکمنېدو تر یو کال زیاته موده تیریږي خو لا هم د دوی قانوني حق نه ورکول کیږي او وايي چې غږ یې هم نه اوريدل کيږي. مسئولين یې په اړه څه وايي؟

https://p.dw.com/p/4HLur
آرشیف: متقاعدین د خپلو تنخوا پر صف ولاړ دي
آرشیف: متقاعدین د خپلو تنخوا پر صف ولاړ ديانځور: Petros Giannakouris/AP/picture alliance

د افغانستان تقاعد شوې مامورین واېي  له هغه راهیسې چې د طالبانو حکومت واک ته رسیدلې د دوی  د تقاعد معاشونه بند شوي  چې له امله ېې دوی  دا مهال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ يو تن  پخوانی  پوځي جنرال ډګرمن کریم دویچه ویله ته وویل: «د جمهوریت پر وخت مي د افغانستان پوځ په تندر قول اردو کي دنده تر سره کوله خو د وظیفوي خدمت د پاې ته رسیدو وروسته چې تقاعد ته سوق شوم او بیا طالبان واک ته ورسیدل اسناد مي بشپړ کړل. څو ځله د هرات مستوفیت ته ورغلی یم تر څو د تقاعد پیسې مي ترلاسه کړم خو نه راکول کیږي.»

اړوند:طالبانو بهر ته د استول شوو استادانو معاشونه بند کړي

دا یوازې د افغانستان پوځي مامورین نه دې چې د تقاعد پیسې ېې له څو میاشو راهیسې نه دې ترلاسه کړې بلکې ملکي مامورین هم له همدې برخلیک سره مخامخ دي.

د بادغیس ولایت اوسیدونکی رمضان چې کلونه ېې د دې ولایت په ښاروالۍ کي دنده تر سره کړي وايي په تیرو شپږو میاشتو کي دوه ځلې له بادغیس ولایت څخه کابل ته تللې، اسناد یې په لاس کي دي خو تر اوسه یې د تقاعد معاش د بادغیس مستوفیت ته نه دی حواله شوې او نه هم دا معلومه ده چې آیا معاش به یې ورکړل شې او که نه.

د نوموړي په خبره اقتصادي وضعیت یې تر بل هر وخت خراب دی. هغه زياتوي: «ما په ملکي اداره کي ۴۰ کاله خدمت کړی زه داسې یو شخص وم چې د تیرو پنځو حکومتونو مامور پاتې شوې یم. یوازنۍ هیله مي همدا معاش ته ده چې متاسفانه را باندي بند شوې او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان یم.»

ډیری متقاعدین وايي چې د تقاعد پرته د عايد بله سرچينه نه لري او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دى.

اړوند:یونیسف غواړي مستقیماً د افغانستان ښوونکو ته معاش ورکړي

خو د هرات ولایت مستوفې حافظ خلیل احمد دویچه ویله سره د خبرو پر مهال وویل: «تر ۱۹ ملیاره افغانیو اضافه بودیجې ته اړتیا ده څو د متقاعدینو معاشونه ورکړل شي خو اوس د څلور ملیاره په شاوخوا کي دې برخې ته بودیجه منظور شوې. پر داسې یو میکانیزم کار روان دی چې له مخې به یې لومړی هغه کسان مشخص شي چې په لومړیتوب کي واقع او ډیر ضرورت لري او وروسته به بيا هغوې ته معاشونه ورکړل شي.»

د یادونې وړ ده چې د طالبانو حکومت په رامینځ ته کیدو سره په افغانستان کې کي اقتصادي وضعیت تر ډیره بریده کړکیچن شوې دی. مامورین، د شهیدانو کورنۍ، متقاعدین او ګڼ شمیر نور وګړي چې د حکومت د معاش له لارې ېې کورنی اقتصاد چلیدی اوس د حقونو او امتيازاتو نه ورسېدو څخه شکايت کوي.

 

آرشیف: د مامورینو تنخوا
آرشیف: د مامورینو تنخواانځور: AP