1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

له پولیو سره مبارزه؛ ولې ځينو رضاکارو مېرمنو دندې ترک کړي؟

۱۴۰۲ مهر ۲۴, دوشنبه

سره له دې چې په افغانستان کې د طالبانو په بيا واکمنۍ کې په طبي برخه کې د ښځو پر کار کوم بدیز نشته، خو بیا هم د پولیو ځينو راضکارو ښځینه واکسیناتورانو دندې پریښې دي. ولي؟

https://p.dw.com/p/4XaFz
BG I Frauen und Mädchen in Afghanistan
انځور: Javed Tanveer/AFP/Getty Images

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د میرمنو پر کار محدودیتونه وضع شوي دي، خو د طبابت په شمول په یو شمیر برخو کې د ښځو پر کار بندیز نه لیدل کیږي. یو له دې برخو د پولیو ښځینه کارمندانې او رضا کارانې دي چې په سختو شرایطو کې کار کوي. په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د پولیو د ښځینه کارمندانو په معاشاتو کې د زیاتوالي خبر ورکړی، خو بیا هم یو شمیر مېرمنې وايي چې د امتیازاتو د کمښت او د کار د ډېروالي له کبله دندې ترک کوي.

د معلوماتو له مخې، پخوا ۱۰۰۰ او یا هم ۲۰۰۰ افغانۍ ښځینه واکسیناتورانو ته ورکول کېدې، خو اوس هر رضاکار ته ۳۰۰۰ افغانۍ حق الزحمه ورکول کېږي.

په ننګرهار کې یوې واکسیناتورې چې د شریفې په مستعار نوم يې دویچه ویله ته معلومات ورکول، وویل چې طالبانو یوازې ښځینه واکسیناتورانو ته د حجاب ټینګار کړی او نور هیڅ ډول قید پرې نه دی لګېدلی.

هغې زیاته کړه چې اوس تر پخوا کار ښه دی او امنیت ښه شوی. اغلې شریفې زیاته کړه: »زموږ ونډه د پولیو واکسین په برخه کې رضاکاره ده، پخوا یو لوی مشکل د امنیت و، خو اوس بیخي په ډاډه زړه کار کوو. اوس ښه دي ډېرې کورنۍ خپلو ماشومانو ته واکسین کوي، داسې خاص قیودات نشته فقط وايي چې حجاب مراعت کړئ.«

هغې زیاته کړه چې که څه هم د پخوا په پرتله د رضاکارانو حق الزحمه ډېره شوې، خو چې د کار په پرتله کمه ده نو ځکه خو اکثریت ښځینه واکسیناتورانو د پولیو کمپاین کې کار تر کړی دی.

د نویدې په نوم یوه بله رضاکاره وايي، ښځو ته په ولسوالیو کې د واکسین د کمپاین تطبیق اجازه نشته، چې په خبره يې دا هم د پولیو واکسین د ښه تطبیق پر وړاندې ستونزه ده. هغه وايي چې ښځینه رضاکارانې کولی شي کورونو ته دننه ورشي او ښځو ته عامه پوهاوی ورکړي، تر څو واکسین وکړي او ماشومان يې د ګوزڼ له تل پاتې معلولیت څخه وژغورل شي.

په افغانستان کې غلط باورونه؛ او د پولیو د پیښو ډیریدل

میرمن نویدې زیاتوي: «اوس د ښځو ونډه د پولیو په کمپاینونو کې ډېره کمه او یا هم پر نشت حساب ده، یوازې په شفاخانو کې ښځینه راضاکارانې وي او واکسین کوي، نورو لېرو سیمو ته او کلیو باندې د ګرځېدو اجازه نشته. همدا وجه ده چې ډېر ماشومان د پولیو له واکسین نه بې برخې پاتې کېږي.»

هغه اندېښنه څرګندوې، چې که وضعیت همدا ډول دوام پېدا کړي نو د پولیو د مثبتو پېښو ګراف به په راتلونکې کې لا پورته شي.

نوموړی زیاتوي: «موږ غوښتنه کوو چې ښځینه رضا کارانو ته دا جازه ورکړي چې دوی لاړې شي ولسوالیو کې کور په کور وګرځي او کورنیو کې دننه ښځو ته عامه پوهاوی ورکړي، ځکه ښځې بېسواده دي، که دا کار ونه شي نو یوازې د نارینه و رضاکارانو واکسین به هغو کورنیو ته وي چې هغوی پوهاوی لري او د واکسین په اهمیت پوهېږي، نور به ټول ترې پاتې وي.»

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د پولیو وروستۍ مثبته پېښه هم د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ثبت شوې، چې یو ۱۲ کلن ماشوم دی.

د پولیو د مخنیوي د ملي بیړني مرکز مشر ډاکټر نیک ولي شاه مومن ویلې دي چې په روان کال کې د ننګرهار تر دې وړاندې بټي کوټ، کوټ، نازیان، دوربابا او بهسود هغه والسوالۍ دي، چې د پولیو پنځه مثبتې پېښې پکې ثبت شوي دي.

دې چارواکي خپله هم اندېښنه څرګنده کړې، چې د پولیو واکسین کار باید لا پراخ شي تر څو ټولو ماشومانو ته ورسېږي: »د واکسین د روټین پیاوړتیا له پاره باید لا زیات کار وشي، دا واکسین بسنه نه کوي او خلک باید لومړنیو روغتیايي خدماتو او روغتیا ساتنې ته پوره لاسرسی ولري او د ماشومانو د خوارځواکۍ هم باید ونیول شي، ځکه دا ډېره مهمه ده.»

د سپټمبر پر ۲۵ نېټه په ننګرهار کې د پولیو واکسین کمپاین ترسره شو، چې د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، په دې څلور ورځني کمپاین کې پنځه کلني ته نه رسېدلي شا و خوا ۸۳۵۶۸۴ ماشومانو ته واکسین تطبیق شوی.

د سپټمبر پر ۲۵ نېټه په ننګرهار کې د پولیو واکسین کمپاین ترسره شو، چې د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، په دې څلور ورځني کمپاین کې پنځه کلني ته نه رسېدلي شا و خوا ۸۳۵۶۸۴ ماشومانو ته واکسین تطبیق شوی
د سپټمبر پر ۲۵ نېټه په ننګرهار کې د پولیو واکسین کمپاین ترسره شو، چې د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، په دې څلور ورځني کمپاین کې پنځه کلني ته نه رسېدلي شا و خوا ۸۳۵۶۸۴ ماشومانو ته واکسین تطبیق شویانځور: picture alliance/Photoshot

د معلوماتو له مخې، په کومو شپږو ولسوالیو کې چې د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوي دي، په دې سیمو کې ګڼ شمېر کورنۍ لا هم داسې دي، چې د پولیو واکسین ناروا بولي او په اړه يې عامه پوهاوی ورته نه دی شوی.

د رسمي سرچینو د معلوماتو پر اساس دا مهال په ټول ختیځ زون کې شاو خوا ۲۷ محیطي پېښې ثبت شوي دي، چې د پولیو د پېښو د ګراف لوړېدو اندېښنې يې راپورته کړي دي.

داسې نیوکې هم شته، چې د پولیو واکسین نارینه رضاکاران په سم ډول باندې ماشومانو ته واکسین نه ورکوي او واکسین ضایع کېږي چې له امله يې په زیات شمېر کې ماشومان له واکسین بې برخې پاتېږي.

د ځايي مسلکي اشخاصو په باور، که چېرې ښځینه کار کوونکو او رضاکارانو ته اجازه ورکړل شي، ترڅو په ولسوالیو او لېرو پرتو سیمو کې د پولیو واکسین تطبیق کړي او همداراز کورنیو ته عامه پوهاوی ورکړي، نو خورا ګټور به تمام شي.

په ورته وخت کې اروپایي ټولنې او ګېټس بنسټ ویلې دي چې په نړۍ کې د پولیو د له منځه وړلو له پاره یې د مرستي یو میلیارد بسته ځانګړې کړې ده.

د واکسین له پراخ پروګرام سره د ۱۹۹۰ لسیزې په پرتله د پولیو پېښې په سلو کې ۹۹ کمې شوې دي، خو افغانستان او پاکستان لا هم د هغو محدودو هيوادونو څخه دي، چې لا هم پکې دا ناروغۍ ثبت کیږي.

ز.س / خ.ح / ن.ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie