1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه د مغزونو تېښته؛ چاره څه ده؟

۱۴۰۱ دی ۷, چهارشنبه

د طالبانو له واکمنېدو سره ډېر افغانان له هیواده ووتل خو په افغانستان کې طالبانو د حکومت په موده کې هم ډېری افغانان، په ځانګړي توګه ځوانان له هېواده وځي. ځوانان وايي چې د شته ستونزو له امله یې هر څه ترشاه پریښي.

https://p.dw.com/p/4LVFT
Afghanistan Flüchtlinge
انځور: DW/S. Tanha

په افغانستان کې تراوسه هیڅ کومې نړیوالې ادارې د دغه کډوال شویو ځوانانو دقیق شمېر نه‌ دی په ډاګه کړی، خو ځینې ځوانان او کارپوهان د اټکل له مخې دا شمېر د زرګونو په کچه بولي او اندېښنه ښي که ځوان نسل ته کاري موکې پيدا نه‌شي دا لړۍ به دوام پيدا کړي.

يو افغان چې د اسلام اباد له ګڼه ګوڼې په ډک ښار کې د سړک پر غاړه د برګرو د پلور په يوه هټۍ کې کار کوي، د اقتصاد په برخه کې يې د لیسانس تر کچې زده کړي، خو بېکارۍ يې اقتصاد دې کچې ته رسولی چې هېواد پرېښودو ته اړ شوی او اوس په پردي هېواد کې په ډېره کمه تنخوا کار کوي.

احمد علي له خپلې کورنۍ پرته، د کار په لټه پاکستان ته راغلی او دلته د کورنۍ د ګټې وټې په پار د خپلې تحصیلي رشتې برخلاف، ورځ مزدوري کوي.

هغه وايي: «ما تحصیل وکړ او هیله مې درلوده چې په خپل هېواد کې به د خپل ولس له پاره کار وکړم، خو د پخواني حکومت تر سقوط وروسته نه يوازې بهرني موسسات لږ یا ډېرو کارونه ځنډولي، هم‌مهال يې دولتي ادارو کې هم ګومارنې د صفر تر کچې محدودې شوې دي، عام کار و بار په ټپه ولا دی نو همدا لامل و چې زه خپله د هېواد پرېښودلو ته اړ شوم.»

فاطمه اسحاقزی، له دغسې ځوانانو څخه یوه ده چې، په وینا يې بې‌روزګارۍ هېواد پرېښودلو ته اړ کړې ده او اوس د فرانسې هېواد په مرکز پاریس کې اوسېږي.

نوموړی وايي: «زه د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه فارغه یم، د طالبانو د راتګ تر وخته مې په ماليه وزارت کې دنده درلوده خو کله چې طالبان راغلل موږ ته يې د کار کولو اجازه را نه کړه، یو څه موده بې کاره پاتې شوم نو وروسته مې تصمیم ونیوه او هېواد مې پرېښود.»

له دې ټولو سره سره، په روانه اوونۍ کې د طالبانو سرپرست حکومت په داخلي او دولتي ادارو کې بیا د مېرمنو پر کاربندیز سربېره په دولتي او خصوصي پوهنتونو کې د مېرمنو پر زده کړو هم بندیز ولګاوه.

Afghanistan - Flüchtlinge
انځور: Majeed/AFP/Getty Images

زرمینه يوه له هغو محصيلینو څخه ده چې د طالبانو له خوا په دغو دوو تازه لګول شوو محدیتونو کې يې دنده شوې او تحصیل ته د لاسرسي موکې يې هم له لاسه ورکړې ده. هغه، لوړو زده کړو ته د نه لاسرسي او د کار نشتوالي له امله، خپل راتلوونکي ته ناهیلې ښيي: »د نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړل کېدو ترڅنګ د لویه کچه د دفترونو دروازې هم وتړل شوې، په دې معنا چې کار نشته، زه خپل راتلونکي ته هيله نه لرم، ما حتا ونشوای کړای چې خپل دولس کال زده کړې پای ته ورسوم. زه نه پوهېږم چې په هېواد کې پاتې شم او که د خپلو هيلو له پاره له هېواده ووځم.«

په افغانستان کې د روزګار د نشتوالي او فقر له امله نړیوالو ادارو بیا بیا اندېښنه ښودلې ده. د روان لمریز کال د قوس میاشتې په لومړيو کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي رئیس د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان اقتصادي وضعيت ننګونکی وباله.له کابل پوهنتونه زرونه محصلین فارغ شول، خو فارغان به څه کوي؟

مارتين شويپ وویل چې، په افغانستان کې اقتصادي ننګونې ډېرې شوي او له همدې امله عام خلک د ژوند د لومړنیو توکو د اخیستلو توان نه لري.

خو له دې ټولو سره سره، د طالبانو چارواکي غوښتنه لري چې له هيواده وتلي افغانان دې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

د طالبانو د ریاست الوزار ادارې مرستيال د ډیسمبر مياشتي پر ۱۸مه، د کډوالو نړیوالې ورځې په پلمه جوړه شوې غونډه کې وويل: «اوس په افغانستان کې امنیت خوندي دی او افغانان باید هيواد ته راستانه شي.»

عبدالسلام حنفي د ځونانو د کاري موکو په تړاو يادونه و نه کړه، خو د نړۍ له هېوادونو او پانګوالو غوښتي يې وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ولې طالبانو د نجونو پوهنتونونه وتړل؟

خو افغان کارپوهان بیا د عامو افغانانو اقتصادي ننګونې د هغوی له پاره د کاري موکو او دندو د نشتوالي له امله بولي او د ځوانانو بې ‌روزګاري له هغوو سترو علتونو ګڼي چې هغوی هېواد پرېښودلو ته اړباسي.

له افغانستانه د مسلکي کسانو د وتلو لاملونه

په افغانستان کې د پخواني نظام تر سقوط وروسته ډېر بهرنیو هیوادونو او نړیوالو شرکتونو خپل فعالیتونه له افغانستان ټول کړل چې له کبله یې ګڼ شمیر کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې. سربیره پر دې، پر افغانستان باندې اقتصادي بندیزونه او له بهرنیو هیوادونو سره د اړیکو پریکون د یوه بل دلیل په توګه یادیدلی شي.

سربیره پر دې، د طالبانو له لوري د معاشونو کمول، د خصوصي سکتور فلجېدل، د بېکارۍ اوج، له افغانستانه بهر د کار د ښو فرصتونو موجودیت، د بهرنیو هيوادونو له لوري د کاري ځواک لوړه تقاضا یې افغان کارپوهان د اصلي لاملونو په توګه یادوي.

افغانستان کې طالبانو د نجونو پر ښوونځیو او پوهنتونو باندې بندیز وضع کړی چې پر ضد یې اعتراضونه هم شوي دي.
افغانستان کې طالبانو د نجونو پر ښوونځیو او پوهنتونو باندې بندیز وضع کړی چې پر ضد یې اعتراضونه هم شوي دي. انځور: AFP

د اقتصادي چارو کارپوه قیس محمدي دویچه ویله ته په خپلو خبرو کې وویل: «د قتلونو، غلاو او نورو ټولنیزو ناخوالو زیاتېدل، کورنیو او خپله اشخاصو ته خطره، د اوسنۍ واکمنې ډلې سیاست، چې له امله یې د ځوانانو او مسلکي کادرونو وتل زیات شوي دي. ناڅرګند برخلیک، ټول واک ملایانو ته سپارل او مسلکي کسان په کورونو کې پاتې کېدل، هغه لاملونه دي چې له کبله یې افغان ځوانان خپل هیواد ترک کوي.»

له افغانستانه د ځوانانو د وتلو مسالې نه يوازې په کور دننه او بهر اندېښنې را پارولې، بلکې په ټوله کې لویه اندېښنه، بهرنیو هېوادونو ته په قاچاقي لارو د افغان ځوانانو د تګ مساله ده.

تراوسه، د ترکیې په ګډون ځینو هېوادونو د دایمې ګډوالې په نیت بهر ته تلوونکي دغسې ډېر افغان ځوانان بېرته هېواد ته ستانه کړي، خو دا راپورونه هم شته چې ځینو افغان ځوانان په دغو قاچاقي لارو حتا خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د اقتصادي چارو کارپوه قیس محمدي زیاتوي چې د دې موضوع د حل له پاره باید حاکم نظام په ادارو کې  مسلکي او عادلانه ټاکنې وکړي او کاري موکې زیاتې کړي. د محمدي په خبره تر هغو چې ټولنیز خوندیتوب تامین نه شي، ځوانان لوړو زده کړو او نورو ارمانونو ته رسیدل او په دې برخه کې عملي ګامونه اخستل او ټولې ازادۍ ورکول، کولی شي چې د دغه څه مخه نیولی شي.

ز.ف

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie