1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له کابل پوهنتونه زرونه محصلین فارغ شول، خو فارغان به څه کوي؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ آذر ۲۱, دوشنبه

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وايي چې سږکال یوازې له کابل پوهنتونه ۴ زره محصلین فارغ شول. د طالبانو له واکمنیدو راهیسې ډیر شمیر کدرونه له افغانستانه وتلي. خو پوښتنه دا ده چې د فارغ شوو له پاره د کاري فرصتونو هیلې شته؟

https://p.dw.com/p/4KpNn
آرشیف انځور: محصلین وايي، چارواکو ورسره د دندو ژمنه نه ده کړې
آرشیف انځور: محصلین وايي، چارواکو ورسره د دندو ژمنه نه ده کړېانځور: DW

د طالبانو ادارې د لوړو زده کړو وزارت د شمېرو له مخې، د کابل پوهنتون له بیلابیلو پوهنځیو شاوخوا ۴ زره فارغانو کې ۱۵۰۰ یې نجونې دي.

«طالب چارواکو ان د دندو ژمنه هم راسره ونه کړه»

عبدالرحمن (مستعار نوم)  د کابل پوهنتون له ژورنالیزم پوهنځي فارغ شوی او د دغه پوهنتون له نورو څانګو شاوخوا ۴۵۰ ځوانانو سره یې په ګډه د فراغت لمانځغونډه جوړه کړې وه.

نوموړي چې د خپل تند انتقاد له امله یې ونه غوښتل په رپوټ کې په خپل اصلي نوم یاد شي، دویچه ویله ته وویل چې اوسنیو شرایطو کې ډيری فارغ شوي ځوانان ناهیلي ول: «په شته شرایطو کې هیچاته هم دا انګیزه نه ده پاتې چې دوی دې دنده ولري، کار دې وکړي او یا دې کار ورکړل شي.»

دغه فارغ شوی ځوان زیاتوي چې د فرغت لمانځغونډې ته یې د طالبانو حکومت چارواکي هم وربللي وو، خو ان هغوی له فارغ شویو ځوانانو سره د دندو او کاري فرصتونو په اړه هیڅ ډول ژمنه ونه کړه: «دې کار فارغان خورا ډېر بې انګېزې کړل او ان ځوانان یې په تشویش کړل، پخوا به چې چارواکي د محصلینو فراغت غونډو ته ورتلل نو هغوی سره به یې د کار او دندو وعدې کولې، خو اوس هیڅ نه ول.»

د طالبانو پر حکومت د بشري سرغړونو د تورونو سربیره یوه ستره نېوکه دا هم ده چې په حکومتي دستګاه کې یې د فني او مسلکي کسانو پرځای ترډېره ملایان او حافظان په دندو ګومارلي دي.

آیا بهر میشته پوځي محصلین بیرته هیواد ته ستنیږي؟

د پوهنې وزارت یوه سلاکار دوه ورځې وړاندې شمالي فاریاب ولایت کې رسنیو ته ویليوو چې حکومت یې پریکړه کړې چې شاوخوا ۲۰ زره نور دیني عالمان په تشو دولتي بستونو ګوماري.

د کارګرانو د ملي اتحادیې د شمېرو له مخې، هرکال د افغانستان د کار بازار ته د کار په شرایطو برابر شاوخوا ۵۰۰ زره کسان ورزیاتیږي، خو د ګومارنې لپاره یې هیڅ ډول تګلاره نشته.

ددې اتحادیې مشر معروف قادري دویچه ویله ته وویل: «۴ زره یې یوازې د کابل پوهنتون څخه اعلان کړي، د ولایتي پوهنتونونو او دغه راز د شخصي پوهنتونو څخه د فارغو ځوانانو شمېرې تراوسه نه دی اعلان شوي، خو دا ټول شاوخوا سل زرو ته رسیږي، دغو فارغ التحصیل ځوانانو ته باید د کار زمینه برابره شي، چې له بده مرغه نه ورته برابریږي.»

د معروف قادري په وینا د نړېوالو کنوانسیونونو او د افغانستان د اساسي قانون له مخې، کار د هر انسان حق دی.

د طالبانو حکومت د افغانستان د تېر جمهوري نظام اساسي قانون ځنډولی او د نړېوالو کنوانسیونونو په اړه یې هم غوڅ دريځ نه دی اعلان کړی.

اړوند مطالب:فارغ سوي محصلين د بېکارۍ له ستونزو سر ټکوي

د افغانستان د کارګرانو اتحادیې د شمېرو له مخې، په تېر ۲۰۲۱ میلادي کال کې د طالبانو بیاځلې واکمنېدو راهیسې شاوخوا تر یو میلیون ډېر تحصیل کړيو ځوانانو هېواد پریښی او د کډوالی ژوند یې غوره کړی.

له هېواده د لوستو ځوانانو د تېښتې لړۍ لاهم روانه ده، چې ځینې یې ان په سختو قاچاقي لارو د خپل ژوند په بیه اروپايي هېوادونو ته ځانونه رسوي.