1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لاهور: یو سړی ديني مقدساتو ته د سپکاوي په تور په وهلو مړ شوی

۱۴۰۱ بهمن ۲۲, شنبه

د پاکستان پولیس وايي چې قهريدلو ځوانانو د شنبې په ورځ په پنجاب ایالت کې يو سړی ديني مقدساتو ته د سپکاوي په تور په وهلو ټکولو مړ کړی دی. دا په پاکستان کې په خپل ډول کې وروستۍ پيښه ده چې لاهور ښار ته نژدې رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/4NMx6
د آرشیف انځور ۲۰۲۱ - پاکستان کې اسلامي مقدساتو ته سپکاوي سره په تړاو د یوه اعتراض صحنه
د آرشیف انځور ۲۰۲۱ - پاکستان کې اسلامي مقدساتو ته سپکاوي سره په تړاو د یوه اعتراض صحنهانځور: Muhammad Javed/AA/picture alliance

تر دې مخکې هم په پاکستان کې له مذهبي حساسیتونو سره تړاو لرونکې دا ډول پېښې شوي، چې دا يې وروستۍ ده.

د فرانسې خبري آژانس په حواله په سلونو ځوانانو د پنجاب ایالت په ننکانه صاحب ولسوالۍ کې چې د لاهور شرق ته په شاوخوا ۸۰ کيلومترۍ کې پرته ده، د پولیسو پر یو مرکز هجوم وروړ، چېرته چې دغه سړی په کې د هغه د حفاظت له پاره ساتل کېده.

رپوټ: پاکستان کې د کرکې په نوم جرمونه او د مذهبي سپکاوي تورونه ډېر شوي

پولیس وايي چې قهرجنو خلکو لومړی پولیسان ټپيان کړل او بیا يې د پولیسو په مرکز کې خرابکاري پيل او ورپسې ېې سړی تر هغې وواهه چې مړ شو. چارواکي وايي چې پر دغه ۳۰ کلن سړي تور وو چې د مسلمانانو مقدس کتاب قرانکریم ته يې توهین کړی دی. د ځايي پولیسو ویاند، وقاص خالد یاد آژانس ته وویل: «قهریدلو خلکو د پولیسو پر مرکز هجوم راوړ او سړی يې په وهلو ډبولو مړ کړ.» وقاص وړاندې وويل چې «د سړي تر وژلو وروسته خلکو هڅه کوله چې جسد ته يې اور واچوي.»

خيبر پښتونخوا: دين ته په سپکاوي تورن کس د نه سپارلو له کبله پر پوليسو برید شوی

پر ټولنيزو رسنيو د پيښې اړوند خپرو شوو ويډيوګانو کې په سلونو ځوانان ښودل کیږي چې د پولیسو له مرکزه راچاپير دي. په ويډيو کې یو کس په داسې حال کې ښودل کيږي چې د پولیسو د مرکز د دروازې د خلاصولو له پاره د لرګيو له يوې زينې څخه استفاده کوي. تر هغه وروسته خلک د مرکز داخل ته ورځي او کړکۍ ماتوي.

په پاکستان کې د مدرسې درو معلمانو خپله همکاره وژلې

د بشري حقونو سازمانونه وايي چې په پاکستان کې مقدساتو ته د سپکاوي پيښې تر ډېره د شخصي غچ اخیستنې پر اساس ترسره کېږي چې په کې لږکۍ يا اقليتونه په نخښه کيږي.

د ۲۰۲۱م کال په دسمبر کې یو سریلانکايي وګړی چې په پاکستان کې د يوې کارخانې منيجر وو، هم دیني مقدساتو ته د سپکاوي په تور د قهريدلو خلکو له خوا د وهلو په نتيجه کې مړ شو. شپږ کاله مخکې قهريدلو خلکو د پاکستان په مردان کې د عبدالولي خان پوهنتون یو محصل مشعل خان هم په ورته تور وواژه. په ۲۰۱۴م  کال کې بیا یوه مسیحي جوړه تر حملې لاندې راغله چې بیا يې جسدونو ته هم اور واچول شو. پر دغې جوړې د درواغو تور پورې شوی وو او دا ويل کېدل چې قرانکريم ته يې سپکاوی کړی دی.

پاکستان: يو بهرنی وګړی دين ته د سپکاوي په تور وژل شوی

اسلامي مقدساتو ته سپکاوی په پاکستان کې چې اکثریت اوسیدونکي يې مسلمان دي، یوه ډيره حساسه موضوع ده چې په ځينې حالاتو کې حتی د تور د اثبات پرته هم د تاوتریخوالو د راپاریدو سبب واقع کيږي.

(AFP)mks/mns

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم، د پاکستان یو بل کلتوري اړخ:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل