1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: پاکستان کې د مذهبي سپکاوي تورونه ډېر شوي

۱۴۰۱ مهر ۲۰, چهارشنبه

د یوه نادولتي بنسټ د رپوټ پر بنسټ د پاکستان له جوړېدو راهېسې د مذهبي سپکاوي په تور په دغه هیواد کې خلک وژل کیږي. د چارو کتونکي وايي حکومت باید د دغو جرمونو د مخنیوي له پاره له تورنو سره جدي چلند وکړي.

https://p.dw.com/p/4I54i
د کوټې د هوايي ډګر سړک تړل کېدل
د کوټې د هوايي ډګر سړک تړل کېدلانځور: Abdul Ghani Kakar/DW

د پاکستان د بشري حقونو فعالانو، سیاستوالو او د لږکیو د حقونو فعالینو په دغه هېواد کې د کرکې په نوم د جرمونو او مذهبي سپکاوي تورونو له ډېرېدو سخته اندېښنه ښودلې. د دې بنسټونو ادعا دا ده چې د سزا نه ورکولو دود، د یو څو مذهبي ډلو زور او د حکومت عدم فعالیت د دې لامل شوی چې د جنوبي اسیا په اکثریت مسلمان میشته دغه هیواد کې د لږکیو له پاره وضعیت لاپسې کړکیچن شي.

د اکتوبر په لومړی نیټه د پاکستان د سند ایالت په ګهوټکي سیمه کې د یوې مدرسې طالب د مذهبي سپکاوي په تور لومړی یو معلول کس ته اور ورته کړ او هغه چې کله د ځان ژغورولو په موخه د اویو نیږدې ډنډ ته ځان واچوه نو بریدګر پرې له شا ډزې وکړې او هغه یې وواژه. په ټولیزو شبکو کې د دې پېښې د ویډیو خپرېدو د ټولنې بیلابیل قشرونه سخت اندېښمن کړي دي.

په پاکستان کې یاده پیښه لا هیره نه وه چې د دې هیواد په ختیځ پنجاب ایالت کې د یوه شیعه عالم نوید عاشق وژنې، د هېواد په څو برخو کې قهرجن اړ و دوړ را وپاروه. تردې وړاندې په همدې ایالت کې یوه دیني عالم د احمدیانو د امېندوارې میرمنې د وژلو سپارښتنه کړې وه. احمديان یوه مذهبي لږکۍ ډله ده چې په قانوني ډول یې پاکستان کې فعالیت منع شوی.

د بشري حقونو موسسې په دې باور دي چې په پاکستان کې د مذهبي سپکاوي تورونه تر ډېره د شخصي ګټو، ملکیتي شخړو او یا د ډیرو کوچنیو معاملو د هوارې په موخه د خپلو مخالفینو پروړاندې د یوې وسېلې په توګه کارول کیږي. پاکستان کې د ۱۹۴۷ او ۲۰۲۱ میلادي کلونو ترمنځ پر ۱۴۱۵ کسانو د مذهبي سپکاوي تورونه لګول شوي. 

اسلام آباد کې میشت د خوندېتوب مطالعاتو او څېړنو لپاره د تهنک ټینک په نوم د یوه فکري مرکز رپوټ ښيي چې د مذهبي سپکاوي په تور په وژل شویو ۸۱ کسانو کې ۱۰ یې ښځې دي.

د کرکې په نوم جرمونو کې ډېروالی

په دې وروستیو کې د پنجاب ایالت په اټک ولسوالۍ کې یوه ښوونځي څلور زده کونکي له دې امله اېستلي چې هغوی له احمدیه ډلې سره تړاؤ درلود. د پاکستان د احمدیه ډلې یوه ویاند عامر محمود په وینا ښوونځي د دغه زده کونکو د اېستلو په تصدیق پاڼه کې هم لیکلي چې هغوی د احمدي والي له امله له ښوونځي اېستل شوي دي.

عامر محمود دویچه ویله ته ویلي چې په پاکستان کې خواله رسنۍ د هغوی پر خلاف له کرکې ډکې دي. هغه زیاته کړې د احمدیه د مذهبي ډلې پرضد پوسټرونه، دېوالې لوحې او نور معلوماتې وسایل هم کارول کیږي، چې ځینې وخت د مذهبي سپکاوي د تورونو سبب ګرځي. عامر محمود دویچه ویله ته د هغو لېکنو کاپیانې لیږلي چې په هغو کې د احمدیانو پرضد د کرکې خپرولو موارد موجود دي.

اړوند مطالب:کليسا: په پاکستان کې لږکۍ له تاوتريخوالي سره مخامخ دي

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون مشر اسد بټ، هم د دې خبرې پخلی کوي چې په پاکستان کې دغه ډول جرمونه او پر خلکو د مذهبي سپکاوي تورونه ډېر شوي.

د کرکې پر بنسټ جرمونه او مذهبي سپکاوي تورونه د څه له امله ډېریږي؟ د بشري حقونو فعالانو پر باور د کرکې په نوم جرمونه او د مذهبي سپکاوي تورونو ډېرېدل څو مهم عوامل لري.

له سزا د وېره نه شتون

د شنونکو پر باور له سزا څخه د معافیت دود او د مذهبي سپکاوي تورنو مسلمانانو خلاف د کرکې په نوم د جرمونو ډېرېدو سبب شوي. په دې وروستیو کې په اسلام آباد کې د یوې سني سخت دریځې ډلې په غونډو کې برالا د شیعه ګانو په خلاف شعارونه ورکول کیږي.

اسد بټ مني چې پردغو ډول شعارونو سترګې پټول او پاروونکي ویناوې له جزا د معافیت دود ډېرېدو سبب شوی. هغه ویلي حکومت د دغو جرمونو او تورونو د مخنیوي پرځای هغو طالبانو او سخت دریځو ډلو سره مذاکرات کوي کومو چې عیسوي، احمدي او نورو مسلمانو لږکیو ډلو سره تړاؤ لرونکي انسانان وژلي دي.

اسد بټ زیاتوي چې د حکومت دغه ډول چلند په پاکستان سخت دریځې ډلې هڅوي چې د مذهبي لږکیو او نورو مسلمانو ډلو پرضد زهرجن تبلیغات وکړي او د مذهبي سپکاوي په تور تورن کسان د لاریونونو په بڼه شکنجه کړي.

د ډار عامل

یواځې عام پاکستاني وګړي نه بلکې څو پیژندل شوي کسان هم په مذهبي سپکاوي تورن شوي. په دې وروستیو کې د پلان اوسنی وزیر احسن اقبال یوه کس په مرمۍ ټپي کړ او دغه راز په لاهور کې په پخواني لومړي وزیر نوازشریف  یوه سخت دریځ زده کونکي د بوټانو وارونه وکړل. د پنجاب د اوکاړه ښار د بشري حقونو یوه فعاله سعدیه پردې باور ده چې سخت دریځې ډلې پراخ ټولنیز نفوذ هم لري.

د هغې په وینا دا ډله خلک پر یو بل د مذهبي سپکاوي تورونو لګولو دعوو پرضد د پوښتنو راولاړېدو مخنیوی کوي.

سعدیې دویچه ویله ته وویل: «که چېرې پر کوم چا د مذهبي سپکاوي تور ولګیږي نو خلک له کومې څېړنې پرته د تورن د کور مخې ته دریږي او د شعارونو ورکول پیلوي.»   

د دیني مدرسو ډېرېدل 

د بشري حقونو او لږکیو لپاره د کارکوونکو یوشمېر فعالانو په خبره چې د مذهبي مدرسو د نامنظم ډېروالي له امله هم د کرکې په نوم د جرمونو او مذهبي سپکاوي تورونه ډېر شوي.  د سند ایالت یوه سیاسې فعاله نغمه اختیار وايي چې په سند کې دیني مدرسې په چټکۍ سره ډریږي، هغې دویچه ویله ته وویل: «شل کاله مخکې په سند کې له مونږ سره ډېرې مدرسې نه وې، اوس په هره سیمه کې مدرسه موندل کیږي.»په پاکستان کې له تاوتریخوالي ډک احتجاجونه

 د پاکستان د لبیک غورځنګ رول

پاکستان کې د تېرو څوارلسو کلونو په لړ کې د پاکستان لبیک تحریک یا (ټي ایل پي) په نوم د یوې مذهبې ډلې بې سارې مقبولیت خپل کړی. دغه سخت دریځي سیاسي ډلې د مذهبي سپکاوي په قوانینو کې د هر ډول بدلون او تعدیل سخت مخالفت کوي، چې د همدغه شالید پر بنسټ اسلام آباد په ۲۰۱۷ میلادي کال د یوه لوی لاریون له امله د فلج تر بریده رسیدلی ؤ. منتقدین ادعا کوي چې دغه ګوند نه یواځې د هېواد پر لږکیو سخت بریدونه کوي بلکې هغوی خپل فکري مخالفین هم په نښه کوي.

ټي ایل پي څو کاله وړاندې د مذهبي سپکاوي په نوم له پاکستانه د فرانسې د سفیر نه اېستلو له امله هم په مرکزي حکومت سخت انتقادونه کړي. څو اونۍ وړاندې په چنېوټ کې د یوه احمدي وژونکی هم د ټي ایل پي پورې اړوند ؤ.

 د حکومت دریځ

په حکومتي ایتلاف کې شامل د جمعیت علما اسلام ګوند یوه مشر محمد جلال الدین ایډوکیټ دا انګېرنه ردوي چې ګویا په هېواد کې دې د کرکې په نوم جرمونه ډېر شوي وي. هغه دویچه ویله ته وویل چې د قانون له مخې لږکیو ته د هغوی ټول حقونه ورکول کیږي. هغه زیاته کړې ده چې د شیعه او سني مسله پخوانی ده او حکومت د کرکې خپرونکو هیڅ یوه سره نرم چلند نه کوي. هغه دویچه ویله ته وویل: «هر هغه څوک چې له قانون څخه سرغړونه کوي او یا د کرکې خپرولو په هڅه کې وي عدالت ته به راکش شي.»

هغه دا تورونه هم رد کړل چې ګویا طالبانو سره مذاکرات دې د دې پېښو لامل وي، د جمعیت علما اسلام ګوند دغه غړي وویل چې «دا بالکل بیلابیل موضوعات دي او د پارلمان له منظوری څخه وروسته طالبانو سره خبرې کیږي او له قانون پورته هیڅ هم نه کیږي.»