قاضي وقاد: له حکمتيار سره خبري کوو
۱۳۹۲ مرداد ۲۲, سهشنبهد افغانستان د سولي د عالي شورا غړی او د ولسمشر حامد کرزي سلاکار قاضي محمد امین وقاد د سه شنبې په ورځ په کال کي د يوه ديني مرکز د کتابتون تر پرانيستلو وروسته له خبريالانو سره په خبرو کي وويل، چي د حزب اسلامي مشر گلبدين حکمتيار له دوی سره مخامخ خبرو ته لېوالتيا ښوولې ده:
«د سولي عالي شورا هم فیصله کړې ده چې له حکمتیار سره اړیکي له سره ټینګي کړو او هغوی هم لیوالتیا ښوولي او اعلاميه یې خپره کړې ده، چې د سولي له عالي شورا سره به خبري پيلوو. خو د هغوی يوه غوښته په شورا کي د بهرنيانو نه شتون ده، چي همداسي هم ده.»
حکمتیار له تیرو دولسو کلونو راهیسي له افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل دی، چې د یو شمېر لویو بریدونو مسئولیت یي هم پر غاړه اخیستی دی.
حکمتیار تیر کال تر هغه وروسته له افغان حکومت سره د سولي خبري وځنډولي چې کابل او واشنګټن د اوږد مهالو همکاریو تړون لاسلیک کړ.
افغان دولت که څه هم څو ځله له طالبانو څخه په رسمي ډول غوښتي دي چې د سولي له پروسې سره یو ځای شي او له دوی سره خبري پيل کړي. خو د خپلي بلي مخالفي ډلي حزب اسلامي نوم په مشخصه توگه نه اخلي.
حتی د کوچني اختر په ورځ یو ځل بیا ولسمشر کرزي پر طالبانو غږ وکړ چې د سولي له پروسي سره یو ځای شي لیکن هغه د ګلبدین حکمتیار نوم وا نه خیست.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سازمان هم چمتو والی ښوولی دی چې په ټولو هغو سیاسي پروسو کې له افغان دولت سره هر راز مرستو ته چمتو دی چې په افغانستان کې د جګړې د ښکیلو غاړو تر منځ د یوې روغې جوړي عامل کیدای شي.
د یوناما وياندي ډاکټري نیلاب مبارز د يکشنبې په ورځ دویچه ویله ته وویل چې که طالبان له دوی څخه له افغان دولت سره د خبرو په برخه کې د منځګړیتوب غوښتنه وکړي دوی یې نه مني، لیکن د افغان دولت له لاري د هر راز امکاناتو برابرولو ته تیار دي:
«موږ حاضر یو چې که دولت زموږ څخه وغواړي له مخالفینو سره ورته د خبرو اترو تسهیلات برابروو، نه یوازي دولت، بلکې ټول سیاسي جریانات، موږ د ټولو خواوو د یو ځای کښینستو او د مخامخ خبرو اترو له پاره د زمینې برابرولو ته چمتو یو.»
خو انګیرنه داسي ده چې د سولي د خبرو اترو دمخه د بیلا بیلو اړخونو له خوا د مخکنیو شرطونو ایښوول دغه پروسه زیانمنه کړې ده. د افغانستان د سولي عالی شورا وایي چې د سولي په پروسه کې به د شرطونو ایښوول هیڅ ګټه نه لري او دغه پروسه له ستونزو سره مخامخ کوي:
«خبري اتري به له حکمتیار او طالبانو سره د سپیني پاڼې پر مخ پیل شي، مخکني شرطونه به نه وي پکښي، عنوان به یې سوله وي او د جګړې بندیدل وي او طالبان او نور وسله وال باید حکومت ته را ستانه شي او بي له قید او شرط څخه له افغان حکومت سره خبري پيل کړي.»
د افغانستان د سولي عالی شورا وایي چې د سولي خبري اتري به تر دې نامه لاندي پیلیږي چې سوله د جګړې او ځانمرګو بریدونو بندیدل او ملکي ژوند ته د طالبانو د را ګرځېدو نوم ولري نه دا چې پکښې داسي وړاندیزونه وشي چې د سولي خبري د اوس په څير له ځنډ سره مخامخ کړي.