اسلامي حزب له حکومت سره رسمي خبري پيلوي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۹, سهشنبهد افغان حکومت د سولي شورا د مشرتابه په وینا چي د حزب اسلامي ډله پر داسي مهال خبرو ته چمتو والی ښيي چي تازه کابل او واشنګټن د ستراتیژیکو همکاریو یو مهم سند تیره اوونۍ لاسلیک کړی دئ.
د شورا د بهرنیواړیکو د جرګه ګۍ مشر اسماعیل قاسم یار په وینا چي د دوی او ګلبدین حکمتیار د استازو ترمنځ خبري شوي دي او هغوی به ډير ژر په کابل کي په رسمي توګه سیاسي روغي جوړي ته را وړاندي شي.
د قاسم یار په خبره چي د حکمتیار په دریځ کي د نرمښت نخښي نښانې د افغانستان د راتلونکي ټیکاو له پاره دوی هیله من کړي دي.
ټاکل شوې ده چي د رواني اونۍ په ترځ کي به دغه خبري په کابل کي تر سره شي.
د سولي شورا د بهرنیواړیکو د کمیټې مشر اسماعیل قاسم یار وایې په خبرو کي به د دواړلو لورو مشروع غوښتنو ته هرو مرو مثبت ځواب ویل کیږي:
«دا لومړی ځل دئ چي په تیره یوه لسیزه کي د اسلامي ګوند کسان رسمي خبرو ته حاضریږي او د سولي عالي شورا ورته ښه راغلاست وایي.»
په کابل کي يوه دیپلوماتیکي سرچیني چي نه غواړي نوم ئې واخيستل سي وایې، چي ټاکل شوې ده چي د اسلامي حزب پینځه کسیزه پلاوی چي مشري ئې د حکمتیار زوم غیرت بهیر کوي په دغو خبرو کي برخه واخلي.
اسلامي ګوند تر دي وړاندي یو شرط دا وړاندي کړی وو چي د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرته به د کابل له حکومت سره خبرو ته حاضر نه شي.
خو اوس د سولي د عالي شورا د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ د مشر په وینا چي اوس ګاونډي پاکستان د خبرو میز ته د اسلامي ګوند د استازو په راوستلو کي له دوی سره مرسته کړې ده او دوی د خبرو د پایلو په اړه لا وختي خوشبینه دي:
«زه فکر کوم چي د سولي په خبرو کي د پاکستان د حکومت رول ډیر مهم او اغیزناک دئ، او په اسانۍ سره نه کیږي چي پاکستان په افغانستان کي د سولي او پخلایني له بهیر څخه لري وساتو. ځکه هغوي په دغو خبرو کي خپل اغیز لري.»
تر اوسه پوري په دقیقه توګه نه ده څرګنده چي ایا د ګلبدین حکمتیار ډلي د استازو او افغان حکومت تر منځ به خبري کومي مثبتي پایلي ولري که څنګه.
خو تیره ورځ واشنګټن پوست امریکایۍ ورځپاڼي هم راپور ورکړ چي د امریکا دولت د بګرام له زندان څخه د آزادۍ د ستراتیژۍ ترنامه لاندي یو شمیر مخالف بندي جګړه مار آزاد کړي دي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زیارمل