1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرونټکس: اروپا ته مهاجرتونه د ريکارډ په کچه ډېر شوي

۱۴۰۲ مرداد ۲۱, شنبه

د اروپا د بهرنيو سرحدونو د مدیریت آژانس، فرونټکس، وايي د روان میلادي کال په لومړيو پنځو میاشتو کې اروپا ته غیرقانوني مهاجرتونه د ريکارډ په کچه ډېر شوي دي. په دغه موده کې څه باندې ۱۷۰ زره مهاجرو اروپا ته د اوښتو هڅې کړي.

https://p.dw.com/p/4V5ix
Nordmazedonien | Frontex-Beamte treffen mazedonische Polizei
انځور: Innenministerium Nord-Mazedonien

فرونټکس د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د اګست ۱۱مه) د پولند په پلازمېنه وارسا کې وويل چې د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې ۱۷۶۱۰۰ مهاجرو اروپا ته د داخلېدو هڅې کړي دي، چې دا له ۲۰۱۶ کال راوروسته اروپا د غيرقانوني مهاجرتونو په شمېر کې تر ټولو لوړ حد دی چې ۱۳ سلنه لوړوالی ښيي.

دغه آژانس وايي يوازې په جولای میاشت کې ۴۲۷۰۰ کسان په غیرقانوني توګه اروپا ته اوښتي چې دغه شمېر د ۲۰۲۲م کال د جولای میاشتې په پرتله ۱۹ سلنه لوړ دی.

ورته نور ولولئ: د اروپايي ټولنې او تونس د غير قانوني مهاجرت د مخنيوي تړون

د ارقامو پر اساس، اروپا ته د رسېدلو کسانو په ډله کې له نيمايي ډېرو ېې یا ۸۹۰۴۷ تنو ېې د مرکزي مديترانې سمندرګي له لارې اروپا ته ځانونه رسولي دي. دوی د بېلګې په توګه د ليبيا او تونس له ساحلونو د سيسل او مالتا له طریقه اروپا ته رسېدلي دي. د روان کال په لومړيو ۷ میاشتو کې پر دغو لارو غیرقانونی مهاجرتونه د تېرکال همدې مودې په پرتله څه باندې دوه برابره ډېر ول.

د ايټاليا سواحلو ته د زرونو مهاجرو رسېدل په دغه هېواد کې سیاسي ترينګلتياوې رامنځ ته کړې آن تر دې چې د اروپايي اتحاديې رهبران وهڅېدل تر څو له تونس څخه د غیرقانوني مهاجرتونو د مخنيوي له پاره له دغه هېواد سره یو تړون وکړي.

ورته نور ولولئ: روان کال کې ۹۰۰ مهاجر د تونس په ساحل کې ډوب او مړه شوي

فرونټکس وايي چې په سمندري لارو خطرونه په خپل حال پاته دي او د روان کال په لومړيو ۷ میاشتو کې له ۲۰۶۰ څخه ډېر مهاجر لادرکه شوي دي.

فرونټکس وايي، برخلاف د غربي بالکان پر لارو اروپا ته د غيرقانوني مهاجرتونو په شمېر کې ۲۶ سلنه کموالی راغلی او څه باندې ۵۲۲۰۰ مهاجر توقیف شوي چې دلیل ېې د ويزو په برخه کې د شرایطو سختوالی دی. دغه آژانس پر پاتې نورو ټولو لارو د چارواکو له خوا د مهاجرتونو د مخنيوي رپوټ ورکړی دی.

ورته نور ولولئ: د اروپا اتحادیه غواړي د مهاجرو تعداد کم کړي

آ/م.ک.ص./م.ن.ص.

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: