1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غزه: د مرستو په موخه د يوې لارې پرانيستل کیدو ته هيلې

۱۴۰۲ آذر ۱۷, جمعه

داسي نخښې نښانې ليدل کيږي چې غزې تراډې ته د کرم ابوسالم مهمه لاره به ډېر ژر د مرستو رسولو له پاره پرانيستل شي. په دې منځ کې د اسرائيل پوځ د حماس د له منځه وړولو له پاره د سترو ښارونو مرکزونه کلابند کړي.

https://p.dw.com/p/4Zw2H
آرشيف انځور: د رفح بندر
آرشيف انځور: د رفح بندرانځور: Abed Rahim Khatib/dpa/picture alliance

يوه امريکايي چارواکي ويلي دي چې اسرائيل توافق کړی دی چې د کرم ابوسالم لاره غزې ته د رفح بندر له لارې د رسېدونکې بشري مرستو د پلټنې او تفتيش له پاره پرانيزي.

امريکا متحده ايالاتو له څو اوونيو راهېسې د کرم ابوسالم لارې د خلاصولو د امکان په اړه خبرې اترې پيل کړي وې، څو په مرستو د بار لاريو پلټنه چټکه شي.

تر اوسه د دغه لارې د پرانيستو په تړاو کوم مهال ويش نه دی په ډاګه شوی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي مارتين ګرېفيتس تر دې دمخه خبريالانو ته ويلي ول دا چې خبرې اترې رواني دي نو د لارې د بيرته پرانيستل کیدو په اړه هيلې موجودې دي.

د اسرائيل او حماس ترمنځ د اکتوبر مياشتي پر ۷مه د پېل شوې جګړې تر مخه به غزې تراډې ته رسېدونکي ۶۰ سلنه توکي له دغه لارې تېرېدل.

د اسرائيل په دفاع وزارت کې د ملکي چارو «سي او جي اې ټي» يا له فلسطينيانو سره د ملکي همغږۍ د ادارې مشر ډګروال اېلا ګورين، ويلي دي چې د مرستو د لاريو د تلاښۍ په موخه به دغه پاټک پرانيستل شي.

ګورين خبريالانو ته وويل: «موږ به کرم ابوسالم يوازې د تفتيش له پاره پرانيزو او دا کار به په راتلونکو څو ورځو کې وشي.»

دمګړۍ مرستندويه توکي له مصر څخه د رفح بندر له لارې غزې ته داخليږي خو دغه لاره د پلي تلوونکو او نه هم د لاريو له پاره طرحه شوې وه.

ګرېفتس د کرم ابوسالم لارې د پرانيستو په اړه وويل: «دا به له تېرو څو اوونيو راهېسې لومړۍ معجره وي او دا د لوجستیکي پروسې او د بشري عملياتو د لوجستيکي اساس سره ستره مرسته وي.»

«په لوېديځه غاړه کې څو تنه فلسطينيان وژل شوي»

په غزه کې د حماس د روغتيا وزارت نن، جمعه ويلي دي چې د اردن سيند په لوېدیځه اشغال شوې سيمه کې اسرائيلي ځواکونو پنځه فلسطينيان وژلي دي.

د وزارت له خوا زياته شوې ده چې دغه کسان د طوباس ښارګوټي ته څېرمه د فارا مهاجرو کمپ کې په ډزو وژل شوي.

د فرانسې خبري آژانس وروسته د روغتيا وزارت له قوله ويلي ول چې د وژل شويو شمير شپږو کسانو ته پورته شوی دی. 

د وفا په نامه د فلسطيني خبري آژانس راپور ورکړی دی چې دغه فلسطينيان «له اسرائيلي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي چې د سختو فايرونو او چاودونو په ترڅ کې دغه کمپ ته ننوتلي ول.»

د اسرائيل د پوځ يوه وياند په دې تړاو د رويتزر خبري آژانس د پوښتنې په ځواب کې ويلي دي چې د رپوټ په اړه معلوماتو ترلاسه کولو په حال کې دي.

فلسطيني چارواکي وايي چې د اکتوبر له ۷مې نيټې راهېسې په لوېديځه غاړه کې ۲۶۳ فلسطينيان وژل شوي دي چې د وژلو پړه یې د اسرائيلي ځواکونو او همدا راز د اسرائيل د غير قانوني مينو د اوسيدونکو پر غاړه ده. 

بلينکن پر اسرائيل د ملکي تلفاتو له کبله نيوکه وکړه

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن نيوکه د جګړې له پېل راهېسې د ولسمشر بایدن د ادارې د يوه لوړ پوړي چارواکي تر ټولو کلکه نيوکه ګڼل کيږي، چې په غزه کې د ملکيانو د ساتنې له پاره د اسرائيل هلې ځلې او زيار تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

بلينکن په واشنګټن کې د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وويل: «په داسې حال کې چې موږ په سويل کې تر عملياتو پېليدو يوه اونۍ وروسته دلته ولاړ يو، لازمه ده چې اسرائيل د ملکيانو د ساتنې په اهميت قايل شي.»

نوموړي وويل: «د ملکيانو د ساتنې د ارادې او هغه څه ترمنځ توپير دی چې موږ یې دلته د اصلي نتيجې په توګه وينو.»

په غزه کې د حماس له خوا چليدونکی د روغتيا وزارت وايي چې تر اوسه تر ۱۷۰۰۰ ډېر فلسطينيان وژل شوي دي. خو دا شمیرې په خپلواکه توګه د تائيد وړ نه دی.

په بيت القمدس کې د دويچه ويله خبريالې تانيا کرېمر وويل چې هغې په غزې کې له خلکو سره د تليفون له لارې خبرې کړي او د خلکو له خوا ورته ويل شوي چې په داسې حال کې اسرائيل په جنوب کې خپل ځمکني عمليات غځولي دي چې دوی د تېښتې ځای نه لري.

کريمر وويل: «خلک وايي چې که چېرې د بشپړ اوربند غږ ونه شي، نو په غزه کې د دوی له پاره هيڅ خونديتوب او امنيت نشته.»

ملګري ملتونه اټکل کوي چې شا او خوا ۱،۹ ميليونه انسانان چې د غزې د نفوس اکثريت دی، د جګړې له کبله بې ځایه شوي.

د غزې په شمال کې د اسرائيل پوځي عمليات جريان لري

اسرائيل د جمعې په ورځ هم د غزې په شمال کې خپلو عملياتو ته دوام ورکړی دی.

دا بريدونه او جګړه د اکتوبر مياشتي پر ۷ نېټه پر اسرائيل باندي د حماس تر ترهګر بريد وروسته پېل شوي دي. د حماس ترهګرو په بريدونو کې په اسرائيل کې تر ۱۲۰۰ زيات انسانان ووژل شول او شاوخوا ۲۴۰ کسان يې يرغمل له ځانه سره غزې ته وتښتول. حماس اوس هم نږدې ۱۳۸ کسان يرغمل ساتلي دي.

د اسرائيل د لومړي وزير بنيامن نتنياهو په حواله د اسرائيل ځواکونه هغه وخت په خان يونس سیمه کې کور په کور جګړه کې ښکيل شول چې د حماس ډلې د مشر يحيی السنوار کور ته نزدې شوي ول.

په خان يونس کې جګړو د سيمې اوسيدونکي مجبور کړي دي چې د مصر سرحد ته څېرمه رفح سيمه ته پناه يوسي.

سپينې ماڼۍ د يوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې ولسشمر جو بايدن له لومړي وزير نتنياهو سره په خپلو وروستيو تليفوني خبرو کې «د ملکيانو د حفاظت پر حياتي اړتيا او د حماس او ملکیانو پر جلا کولو ټینګار وکړ.»

زموږ له آرشيف څخه: