1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: په فاتحه کې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې ده

۱۴۰۲ خرداد ۱۸, پنجشنبه

طالبانو ويلي دي چې په فيض آباد کې د دوی د مرستيال والي د فاتحې په مراسمو کې چاودنې يولس کسان وژلي او تر ۳۰ ډېر نور ټپيان دي. د بدخشان د والي مرستيال د سه شنبې په ورځ په يوه بمي بريد کې ووژل شو.

https://p.dw.com/p/4SKjh
آرشيف انځور: فيض آباد بدخشان
آرشيف انځور: فيض آباد بدخشانانځور: Omer Abrar/AFP/Getty Images

رويترز خبري آژانس د طالبانو د کورنيو چارو وزارت په حواله خبر ورکړی دی چې د پنجشنبې په سهار د بدخشان ولايت په مرکز فيض آباد کې د دغه ولايت د مرستيال والي د فاتحې په مراسمو کې چې په يوه مسجد کې اخيستل کیدله، بمي چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

اړونده موضوع: داعش د بدخشان د والي مرستيال د وژلو پړه منلې ده

 

ياد وزارت ويلي دي چې په دې پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي او تر دېرشو ډېر ټپيان شوي دي. 

په بدخشان کې د طالبانو د والي مرستيال نثار احمد احمدي، د سه شنبې په ورځ له خپل موټر چلوونکي سره يوځای په يوه چاودنه کې ووژل شو.

اړونده موضوع: په بدخشان کې د طالبانو د والي مرستیال وژل شوی

په افغانستان کې د فاتحې په مراسمو کې چې معمولاً د يوې ورځې له پاره وي، ډېر خلک ګډون کوي. 

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

د دې طالب چارواکي د جنازې مراسم تېره ورځ ترسره شوي ول او په ټولنیزو رسنيو کې په خپرو شويو انځورونو کې ليدل کيږي چې ډېرو خلکو پکې ګډون کړی وو.

داعش يا «اسلامي دولت» ډلې د سه شنبې ورځې د بريد پړه منلې وه. 

د طالبانو حکومت د داعش ډلې پر ضد چې په دې وروستيو کې يې په ځينو ښارونو کې د ترسره شويو بريدونو پړه پر غاړه اخيستې ده، وخت پر وخت عمليات ترسره کوي.

دغه ډله د طالبانو د ادارې چارواکي په نخښه کوي او په مارچ مياشت کې یې د بلخ د والي د وژلو پړه هم منلې وه.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)