1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د مطبوعاتو آزاديافغانستان

طالبان ولي د تمدن تلویزيون ودانۍ ته په زور ننوتل؟

شعیب تنها شکران | محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ بهمن ۲۶, چهارشنبه

د تمدن تلویزيون کارمندانو دویچه ویله ته وویل چي د طالبانو وسله وال کسان د تلویزون دفتر ته ور ننوتل او د دې رسنۍ څو عرادې نقلیه وسایط يې له ځان سره بوتلل.

https://p.dw.com/p/4NWis
Afghanistan Taliban Medien
انځور: Sardar Shafaq/AA/picture alliance

د یاد تلویزيون یو کارمند، چي نه غواړي نوم يې خپور سي دویچه ویله ته وویل: «تیره ورځ مازدیګر مهال د طالبانو د استخباراتو لس کسان بېله اجازې په غصه د تلویزيون ودانۍ ته راننوتل، ټول کارمندان يې یو سالون ته د ننه کړل او پوښتني ګروېږویني يې ورڅخه شروع کړې. له پوښتنو ګروېږونو وروسته يې دوې عرادې نقلیه وسایط له ځان سره بوتلل.»
د یاد تلویزيون مسولان د دغه خبر د تائید ترڅنګ وايي چي په دې اړه يې په کابل کي د طالبانو له مشرانو سره خبري رواني دي. 

اړوند:د طالبانو محکمه د لسو رسنیو د فعالیت په اړه پرېکړه کوي

په کابل کي د تمدن تلویزون د خپرونو مشرمحمد رحمتي دویچه ویله ته وویل: «که څه هم تراوسه د دغه کار انګیزه نه ده څرګنده، خو طالبانو په دې اړه بخښنه غوښتې ده، بیا هم د یادي موضوع د ښه معلومولو په موخه د طالبانو له اړوندو بنسټونو سره خبري رواني دي.»
تمدن تلویزيون په ۱۳۸۵لمریز کال په کابل کي د اهل تشیع د پېژندل سوي مشر مرحوم شیخ اصف محسني له خوا جوړ سوی او خپروني يې اسلامي دي. 

افغانستان/ کابل د یو خصوصي‌ ټلویزیون ژوندۍ خپرونه
افغانستان/ کابل د یو خصوصي‌ ټلویزیون ژوندۍ خپرونه انځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

تر دې پېښي وروسته په کابل کي د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د طالبانو دغه کړنه خپلسرې او له قانون څخه سرغړونه ګڼلې او له مسؤلانو يې غوښتي دي چي موضوع ته پر وخت رسیدګي وکړي. 

اړوند: پر فیسبوک یو پوسټ؛ د طالبانو څو ورځی زندان؟

په دې اعلامیه کي راغلي دی: «په افغانستان کي د خبریالانو مرکز د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا پرتمدن تلویزيون حمله او د تلویزون له کارکوونکو سره کرکجن، سپک او ګواښونکی عمل او د دغه تلویزون د وسایطو ضبطول یوه خپلسرې کړنه، د رسنیو په چارو کي مداخله او د هیواد د ټولیزو رسنیو د قانون له څلورمي مادې سره یو مخ په ټکر کي ګڼي.»

په افغانستان کي د طالبانو اداره وايي، د کشفي څانګي ځواکونه په تېروتنه د تمدن تلویزيون ودانۍ ته ورغلي دي.

افغانستان/ کابل د طلوع ټلویزون کاري ډله
افغانستان/ کابل د طلوع ټلویزون کاري ډله انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي دویچه ویله ته وویل: «استخباراتي او کشفي څانګو د یوامنیتي راپور پر بنسټ د کابل په ځینو سیمو کي چاڼیز عملیات پيل کړي چي په تېروتنه د تمدن تلویزيون ودانۍ ته ور ننوتلي دي او له کارکوونکو څخه تر پوښتنو ګروېږونو وروسته چي موضوع ورته روښانه سوې نو له سیمي څخه وتلي او له دې امله يې د تلویزيون له مسولانو بخښنه هم غوښتې ده.» 

اړوند: خبریالان : افغان رسنۍ په قانوني خلا کې رسنيز فعالیت کوي

هغه د طالبانو له خوا د تمدن تلویزيون د دوو عرادو نقیله وسایطو د بیولو په اړه ناخبري وښودله.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسي د دغه هیواد خصوصي رسنۍ له پراخ سانسور سره مخامخ دي. 

ډېري تفریحي او سندریزي خپروني بندي کړل سوي او خبریالان ځورول سوي دي. 

همدارنګه طالبانو د واک له ترلاسه کولو یو څو میاشتي وروسته یو طرزالعمل رسنیو ته ولیږی او له رسنیو يې وغوښتل چي خپلي خپروني له دغه ور لېږل سوي طرزالعمل سره برابري وړاندي کړي.  

زموږ له ارشیف څخه: 

آیا طالبان غواړي په افغانستان کې رسنۍ محدودې کړي؟