1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو محکمه د لسو رسنیو د فعالیت په اړه پرېکړه کوي

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ دی ۱۴, چهارشنبه

په افغانستان کي پر رسنیو د طالبانو فشارونه ورځ تر بلي ډېريږي. ټاکل سوې ده چي ډېر ژر به په کابل کي محکمه د ۱۰ رسنیو د فعالیت په اړه تصمیم ونیسي. په افغانستان کي خبریالان په سختو حالاتو کي ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/4LicF
Afghanistan Kabul | Protest von Frauen, Auflösung durch Taliban
انځور: Bulent Kilic/AFP/Getty Images

د طالبانو په اطلاعات او فرهنګ وزارت کي د رسنیو د څار کمېسیون مشر عبدالحق حماد پرون سه شنبه خبر ورکړ چي د پنجشنبې په ورځ به په کابل کي محکمه د ۱۰ رسنیو د فعالیت په اړه حکم صادر کړي. حماد وویل، دغه رسنۍ د«افغانستان د ملي ګټو» پر ضد تبلیغ کوي.

هغه ټینګار وکړ، چي د یادو رسنیو له مسؤلانو سره يې څو واري تماس نیولی او اطلاعات او فرهنګ وزارت ته يې هم ورغوښتي دي، مګر هغوی دغه غوښتنه بابیزه ګڼلې ده. 

د طالبانو دغه لوړ پوړي چارواکي همدارنګه د کومي رسنۍ د نوم یادولو پرته وویل، اطلاعات او فرهنګ د «ځانګړو اصولو» د مراعتولو غوښتنه کړې، خو دغو رسنیو يې په غوښتنه غوږ نه دی ګرولی. 
اړوند: په افغانستان کي د رسنیو اندېښمن وضعیت او ناڅرګند برخلیک

د ۲۰۲۱م کال راهیسي چي په افغانستان کي طالبان واک ته رسیدلي دي، ورسره سم د مطبوعاتي ازادي یو مخ محدوده سوې ده. د باندنیو خبریالانو د کار کولو غوښتنلیکونه هم د طالبانو له خوا رد سوي دي. 

د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو په افغانستان کي د خبریالانو او د بیان د ازادۍ پر روان ترینګلي حالت اندېښنه ښوولې. د افغانستان یوشمیر رسنیو خپل دفترونه تړلې او په خارجي هیوادونو کي يې کار شروع کړی دی. 

اړوند: د رسنیو د سرغړونې کمېسیون جوړېدل؛ خبریالان یې بې ګټې بولي

طالبانو همدارنګه په لېسو او پوهنتونونو کي د نجونو پر زده کړو هم بندیز لګولی دی. د طالبانو دغه ګام پورته کولو پر وړاندي په افغانستان او له افغانستان دباندي ډېري نیوکي سوي . پر دې سربېره طالبانو ښځي په غیري دولتي مؤسسو کي هم له کار کولو بندي کړي دي.