1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان له سوډان څخه افغانان تخلیه کوي

فريدالله ظاهر
۱۴۰۲ اردیبهشت ۴, دوشنبه

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هڅې یې پیل کړي، څو په سوډان کې په جگړه کې بند پاتې یو شمېر افغانان له دغه هېواده را وباسي. د نړۍ یو شمېر هېوادونو له سوډان څخه د خپلو اتباعو په ايستلو پیل کړی دی.

https://p.dw.com/p/4QTbI
د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي
د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقيانځور: Bilal Guler/Anadolu Agency/picture alliance

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ويلي چې د سوډان په جګړه کې یو شمېر افغانان هم بند پاتې دي.

نوموړي تېر ماښام په خوست کې د ځوانانو یوې راټولیدنې ته په وینا کې ویلي چې په دې اړه یې هلې ځلې پيل کړي دي چې څنګه د سوډان په جګړه کې بند افغانان راوباسي.

اړوند مطلب: سوډان: نښتې دوهمې اوونۍ ته داخلې شوي؛ د بهرنیانو د تخلېې هڅې روانې دي

هغه وويل: «نن زما ورځ په دې تېره شوه، چې زموږ ۱۲۰ تنه افغانان، چې د سوډان په جنګ کې ګیر دي، په خوندي ډول راوباسو.»

د سوډان جګړه
د سوډان جګړهانځور: AFP

 امیرخان متقي دغه راز زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې یې په بهرنیو هېوادونو کې د افغانانو د خوندیتوب لپاره هڅې کړي دي او په وینا یې په دې لړ کې یې د پاکستان، ایران، ترکیې او سعودي عربستانو له زندانونو څخه سلګونه افغانان ازاد کړي او افغانستان ته یې انتقال کړي دي.

اړوند مطلب:امریکا له سوډان څخه خپل ديپلومان وښکل؛ بایدن د فوري اوربند غوښتنه کړې

له سوډانه د بهرنیو وګړو تخلیه پیل شوې ده او د نړۍ سترو هېوادونو د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.

 تېره ورځ یکشنبه امریکا او فرانسې اعلان وکړ، چې د سوډان له پلازمینې خرطوم څخه، چې دا ښار دا مهال د سختو جګړو شاهد دی، خپل اتباع تخلیه کوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي دي، چې امریکایي چورلکې د خرطوم هوایي ډګر ته ورغلي، څو د امریکا سفارت کارکوونکي تخلیه کړي.

یو شمېر نور هېوادونه هم په دې هڅه کې دي، چې له خرطوم څخه خپل اتباع راوباسي.