1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: ‌له افغان حکومت سره پر اوربند بحث روان دی

۱۴۰۰ تیر ۱۸, جمعه

د روسي خبري آژانسونو په حواله طالبانو ویلي چې له افغان حکومت سره پر احتمالي اوربند خبرې کوي او په دوحه کې د خبرو د بریا په صورت کې به خپل تهاجمي عملیات ودروي.

https://p.dw.com/p/3wGQ5
Russland Friedensgespräche Afghanistan | Taliban-Delegation in Moskau
انځور: Reuters/S. Karpukhin

د طالبانو يوه پلاوي په مسکو کې د جمعې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جولای میاشتې ۹نیټه) له یو شمیر رسنیو سره په خبرو کې د احتمالي اوربند پر موضوع د بحث او خبرو خبر ورکړی دی.

د روسي خبري آژانسونو د رپوټ په حواله، طالبانو په قطر کې د سولې د خبرو د بریا په صورت کې د خپلو تهاجمي بریدونو د توقف یادونه کړې او زیاتوي چې له افغان حکومت سره هم پر احتمالي اوربند بحثونه کیږي.

طالبانو څو ورځې وړاندې د قطر په دوحه کې د افغان حکومت له پلاوي سره له اوږدې مودې ځنډیدلي د سولې مذاکرات بیا پیل کړي دي.

په همدې روانه اونۍ کې رویترز خبري آژانس هم په خپل یوه رپوټ کې ویلي وو چې طالبان په پام کې لري چې د روانې میاشتې تر پایه پورې افغان حکومت ته د سولې خپل لیکلی پلان وړاندې کړي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل