1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تهران غونډه: جگړه د افغانستان د ستونزي د حل لار نه ده

۱۴۰۰ تیر ۱۷, پنجشنبه

د افغانستان د دولت او طالبانو استازو په تهران کي د یوې غونډي پر مهال هوکړه وکړه چي په افغانستان کي جگړه د حل لار نه ده او د یوې سیاسي حل لاري د پیدا کولو له پاره باید هلي ځلي وسي. خو آیا د هغوی دغه هوکړه به عملي سي؟

https://p.dw.com/p/3wDxS
Iran Taliban Friedensgespräche
انځور: WANA/REUTERS

تهران د چهارشنبې او پنجشنبه په ورځ (۲۰۲۱م کال د جولای ۷ او ۸) د طالبانو د استازو او د افغانستان د لسمشرۍ ریاست د مخکیني مرستیال محمدیونس قانوني، د سولي په چارو کي د ولسمشر استازي عبدالسلام رحیمي او د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر او حامد کرزي ته نژدې کس عبدالکریم خُرم په ګډون افغاني هیئت کوربه وو.

دواړو استازو نن پنجشنبه په تهران کي د دغي بین الافغاني غونډي په پای کي د یوې گډي اعلامیې په خپرولو سره د غونډي نتایج د افغانستان له پاره گټور وبلل.

که څه هم چي په افغانستان کي د جگړو لمن پراخه سوې او طالبان خپل پرمختگ ته ادامه ورکوي، په دغي گډي اعلامیه کي راغلي دي چي د دغي غونډي گډونوالو هوکړه کړې چي جگړه د افغانستان د مسئلې له پاره د حل لار نه ده او سولي ته د رسیدو له پاره باید ټولي هلي ځلي پر یوه سیاسي حل متمرکزي سي.

په دغه اعلامیه کي راغلي دي چي د افغانستان د هیئت او طالبانو ډلي ترمنځ غونډه په صمیمانه فضا کي ترسره سوه او ټول مسایل په مفصل او واضح ډول مطرح سول.

په دغه گډه اعلامیه کي چي د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند له خوا رسنیو ته استول سوې، راغلي دي:»  دواړو خواوو پریکړه کړې، هغه موارد چي لا زیاتو مشورو او وضاحت ته اړتیا لري، لکه دایمي سولي ته له جنگ څخه د اوښتو د میکانیزم د رامنځته کولو او اسلامي نظام ته د رسیدلو موضوع به په راتلونکي غونډه کي چي ډېر ژر به وسي، تر بحث لاندي ونیسي او یوې نتیجې ته به ورسیږي.

د دغي اعلامیې په پنځمه فقره کي راغلي دي چي دواړي خواوي د تهران غونډه د افغانستان د جگړې د سیاسي حل لاري د تقویت له پاره یو نوی فرصت بولي.

Konflikt in Afghanistan
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

په داسي حال کي چي له افغانستان څخه د خارجي ځواکونو تر وتلو وروسته جگړې لا پسي زور اخيستی او خلکو ته سخت ځاني او مالي تاوانونه اوړي، په دغه اعلامیه کي ویل سوي چي دواړو خواوو هغه بریدونه په کلکه غندلي او عاملینو ته یې د جزا ورکولو غوښتونکي سوي چي د خلکو د کورونو، مسجدونو، مکتبونو، روغتونونو او په مجموع کي د عامه تاسیساتو د تخریب سبب کیږي.

تهران مخکي له دې هم د طالب استازو کوربه وو خو دا اول وار دی چي په تهران کي د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ یوه غونډه رابلل کيږي.

په تهران کي د افغانستان او طالبانو د استازو ترمنځ دغه غونډه په داسي حال کي جوړه سوې چي همدا اوس په دوحه کي د افغانستان د حکومت د سولي د خبرو اترو هیئت او د طالبانو د سیاسي دفتر استازي حضور لري، خو د هغوی ترمنځ رسمي خبري اتري نه ترسره کیږي.

GP/NZ/SchI