1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: سینګارتونونه سر له ننه نور د فعالیت اجازه نه لري

۱۴۰۲ مرداد ۳, سه‌شنبه

طالبانو د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې سر له ننه نور په افغانستان کې سينګارتونونه د فعالیت اجازه نه لري. طالبان مخکې ويلي ول چې په سينګارتونو کې د شریعت خلاف خدمات ترسره کېدل او د بندولو له پاره ېې یو میاشت وخت ورکړی وو.

https://p.dw.com/p/4UMbC
Schönheitssalons in Afghanistan verboten
انځور: ALI KHARA/REUTERS

طالبانو د دوی په خبره په سینګارتونونو کې د ناروا خدماتو یو لیست جوړ کړی چې په هغو کې مشتریانو ته د نورو انسانانو د ويښتانو لګول، د باڼوګانو اصلاح کول او میک اپ کولو په ګډون موارد شامل دي. دوی همدارنګه ويلي دي چې سينګارتونونو د ودونو په مراسمو کې د زوم له کورنۍ د خپل کار په بدل کې د خلکو د اقتصادي وسې پورته پېسې اخیستې.

رپوټونه وايي چې د طالبانو له دغه امر سره به سر له ننه (۲۰۲۳م کال جولای ۲۵) په افغانستان کې د ښځو په زرونو سينګارتونونه بند شي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند، صدیق عاکف مهاجر، دویچه ويله ته وويل چې د مخکنۍ سپارښتنې مطابق سینګارتونونو ته یو میاشتنی مهلت نن پای ته رسېدلی او وروسته له دې به دوی د فعالیت اجازه نه لري.

ورته نور ولولئ: طالبان: سینګارتونونو ممنوع خدمات وړاندې کول

عاکف وویل: «نن ېې وروستۍ ورځ ده. چون چې دوی د ښاروالۍ مربوط دي او جواز ېې له ښاروالۍ اخیستل کيږي نو سر له ننه به ېې جوازونه لغوه کیږي.»

عاکف زیاته کړه هغه سینګارتونونه چې د جواز د لغوه کېدو سربېره په راتلونکې کې فعالیت کوي د ښاروالۍ مسئولیت دی چې پر وړاندې ېې لازم برخورد وکړي.

عاکف د دويچه وېله د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د طالبانو حکومت د سینګارتونونو خاوندانو ته کوم بل بدیل کار په نظر کې نیولی که نه، وويل: «اکثره ېې هغه مېرمنې دي چې په تېر حکومت، تېره اداره کې استخدام وې او اوس پر کور ناستې دي، د اسلامي امارت له خوا معاش ورکول کيږي.»

طالبان وايي په سینګارتونو کې هغه خدمات چې په اسلام کې ممنوع دي ترسره کېدل
طالبان وايي په سینګارتونو کې هغه خدمات چې په اسلام کې ممنوع دي ترسره کېدلانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د طالبانو له خوا د سينګارتونو عملي بندول، د ښځو پر وړاندې د دغې ډلې تر ټولو وروستی اقدام دی. طالبانو تر دې مخکې په خپلې اوسنۍ نژدې دوه کلنه واکمنۍ کې پر ښځو د تعلیم، کار او سفر په ګډون یو لړ محدودیتونه وضع کړي دي.

ورته نور ولولئ: یوناما له طالبانو وغوښتل چې د ښځو سینګارتونونه بند نه کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر «یوناما» له طالب چارواکو غوښتي وو چې د ښځو د سينګارتونو د بندولو له امر څخه پر شا شي خو طالبانو ورته غاړه نه کېښوده.

د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند، فرهان الحق د دوشنبې په ورځ ويلي ول چې د طالبانو دغه بندیز به د متشبثو ښځو پر اقتصاد منفي اغیز ولري او دوی هڅه کوي تر څو طالبان وهڅوي چې له خپل دغه امر څخه پر شا شي.

نړېوالو ډلو د طالبانو پر دغه بندیز خپلې اندېښنې ښوولي چې دا به پر ښځينه متشبثینو باندې منفي اغیز ولري.

په نیویارک کې د ښځو د حقونو د څار ټولنې مشره هيدر بار وايي چې دا د «ويښتانو او نوکانو د کينولو خبره نه ده بلکې د ۶۰ زره مېرمنو د کار خبره ده چې له لاسه ېې ورکوي.» هغه وايي وروسته له هغې چې طالبانو په سیستماتيک ډول ښځې له ټولنې څنډې ته کړې، سینګارتونونو یوازېنی ځای وو چې ښځې به پکې یو ځای راټولېدې.

د رپوټونو مطابق د سینګارتونونو له بندېدو سره به ۶۰زره ښځې بیکاره شي
د رپوټونو مطابق د سینګارتونونو له بندېدو سره به ۶۰زره ښځې بیکاره شيانځور: AFP/Getty Images

ورته نور ولولئ:  د ملګرو ملتونو پر وروستي رپوټ د طالبانو نیوکه

د کابل یو سینګارتون ته راغلې د بهاره په نوم ېوې ښځې وويل: «موږ دلته راځو تر څو خپل وخت تېر کړو او د خپلې راتلونکې په اړه له يو بل سره سلا مشورې وکړو. خو اوس حتی دغه حق هم له موږ څخه اخیستل کيږي.»

د فرانسې خبري آژانس ليکي چې د طالبانو د سينګارتونونو د بندولو د امر پي ډي اف کاپي ېې لېدلې، چې په هغې کې دغه اقدام د طالبانو د مشر ملاهيبت الله د یو شفاهي سپارښتنې پر اساس شوی دی.

طالبانو چې تر دې مخکې هم افغان مېرمنې له کار او تعلیمه منع او پر کور کېنولي، د سینګارتونونو په تړلو سره به ۶۰زره نورې افغاناني هم بېکاره شي.

ورته نور ولولئ: ملا هبت الله په خپل اختريز پيغام کې ادعا کوي چې د ښځو ټول شرعي حقونه حفظ دي

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا ځانګړي استازي، ريچارد بينت، تېره میاشت په خپل رپوټ کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت په ټوله نړۍ کې تر ټولو خراب ښودلی وو.

آ/م.ک.ص./ن.ز.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: