1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په کابل کې څلور تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي

۱۴۰۲ دی ۲۲, جمعه

د طالبانو سترې محکمې ویلي دي چې په کابل کې یې څلور تنه په دُرو وهلي دي. دې محکمې ویلي دي چې یادو کسانو ته د «نا مشروع اړیکو» په تور سزا وکړل شوې ده.

https://p.dw.com/p/4bAUI
Pakistan Ein maskiertes Mitglied der Tehreek-Taliban Pakistan peitscht einen Metzger aus
انځور: CHAND KHAN/AFP via Getty Images

طالبانو په کابل کې څلور تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي

د طالبانو سترې محکمې ویلي دي چې په کابل کې یې څلور تنه په دُرو وهلي دي. دې محکمې ویلي دي چې یادو کسانو ته د «نا مشروع اړیکو» پهتور سزا وکړل شوې ده.

د طالبانو سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ ۱۱مه) ناوخته ویلي چې څلورو تورونو کسانو ته سزا ورکړل شوه.

په هغه خبرپاڼه کې چې د دغې محکمې پر ايکس پاڼه (پخواني ټویټر) خپره شوې، راغلي چې دغه څلور تنه هر یو د ابتداييه محکمې د څلورم زون د جزا دیوان له خوا «د نامشروع اړیکو» په تور په یو یو کال بند او ۳۵  دُرو محکوم شوي دي.

دغه کسان د طالبانو د سترې محکمې له خوا د دغې پرېکړې له تایید وروسته په عام محضر کې په دُرو ووهل شول. په خپره شوې خبر پاڼه کې په دې اړه څه نه دي ویل شوي د یادو کسانو په منځ کې څو یې ښځې وې.

د طالبانوله بیا واکمنۍ وروسته په تیرو دوو کلونو کې ډیرې دغسې بدني سزاګانې په عام محضر کې پلي کیږي.

دغې  ډلې تر دې دمه په سلګونو نارینه او ښځې په مختلفو تورونو په عام محضر کې په دُرو وهلي او دوه تنه نور یې قصاص کړي دي.

نړيواله ټولنه او د حقوقي چارو کارپوهان مدافع وکيلانو او قانوني محاکمې ته له نه  لاسرسي پرته د تورنو مجازات غندي او دا د بشري حقونو خلاف کار ګڼي، خو طالبان دغو غبرګونونو ته هېڅ پام نه کوي او د خپل مشر د فرمان له مخې په عام محضر کې په دُور وهل او د اعدام حکمونه عملي کوي.

آیا پر طالبانو فشارونه به د ښځو په هکله د دوی موقف بدل کړي؟