1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو له بانکونو څخه د پیسو راایستل اسانه کړل

۱۴۰۲ آذر ۱۲, یکشنبه

د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی دی چي د ډالري بانکونو حساب لرونکي په اونۍ کي زر ډالره او د افغانیو حساب لرونکي ۷۰ زره افغانۍ له خپل بانکي حساب څخه راایستلای سي.

https://p.dw.com/p/4ZgDF
Afghanistan Afghanistan Bank in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/M. Hossaini

د افغانستان مرکزي بانک، چي د طالبانو تر واک لاندي دی، پرون پنجشنبه په خپره کړې اعلامیه کي لیکلي دي چي د خلکو د هوسایني په موخه اوس انفرادي بانکي حساب لرونکي کولای سي، چي په اونۍ کي زر ډالره او په میاشت کي یو واري درې زره ډالر له خپلو بانکي حسابونو څخه راوباسي.

د افغانیو بانکي حساب لرونکي هم کولای سي، چي هره اونۍ ۷۰زره افغانۍ او یاهم په میاشت کي ۲۵۰زره افغانۍ له خپلو بانکي حسابونو څخه واخلي.

په دې اعلامیه کي زیاته سوې ده چي دولتي او غیري دولتي شرکتونه هم کولای سي چي په میاشت کي د خپلو سپارل سویو پیسو پنځه سلنه ترلاسه کړي، خو په دې شرط، چي د میاشتي تر ۱۰۰ زره ډالرو یا د همدې ډالرو له معادل څخه ډېري نه وي.

دغه بانک ټینګار کوي، چي ټول بانکونه او د باندنیو بانکونو استازولۍ مکلفي دي، چي یاده پرېکړه عملي کړي.

آیا د نويو بانکنوټونو چاپ له نړۍ سره د طالبانو د تعامل ښيي؟

پهافغانستانکي د طالبانو له بیا واکمنۍ څخه وروسته دغه هیواد دنړۍ والو مرستو د درېدو او اود بانکي بندیزونو له امله د اقتصادي کړکېچ سره لاس او ګریوان دی.

په همدې سبب هغو خلکو، چي ډالري بانکي حسابونه يې درلودل په پیل کي یوازي ۲۰۰ ډالر په اونۍ کي د ایستلو اجازه درلوده، چي بیا وروسته دا کچه ۴۰۰ ډالرو ته لوړه سوه او هغه کسان، چي د افغانیو بانکي حسابونه يې درلودل په پیل کي يې یوازي په اونۍ کي د ۲۰ څخه تر ۳۰ زرو افغانیو پوري له خپلو بانکي حسابونوڅخه راایستلای سوای.

ډېری هیوادوال د وزګارتیا، د معاشونو د نه ورکولو اود پیسو په اخیستلو کي د بندیزونو له امله له اقتصاديستونزو سره مخامخ دي او سوداګران هم له همدغه محدودیت څخه یادونه کوي.