1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په بازارونو کې د زړو بانکنوټونو ستونزه

۱۴۰۱ مرداد ۵, چهارشنبه

د افغانستان په بازارانو کې د زړو افغانيو بانکنوټونو کارونه د خلکو له پاره ډيرې ستونزې راولاړې کړي دي. په هرات کې ځايي طالب چارواکو امر کړی دی چې که چیرته دوکانداران زړې پيسې نه اخلي، سزا به ورکړل شي.

https://p.dw.com/p/4EhhY
Taliban-Vorstoß erhöht die politische wirtschaftliche Unsicherheit in Afghanistan
انځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

 د افغانستان له مختلفو ولايتونو څخه دوکانداران وايي چې معمولا کومې پیسې چې په بازارونو کې د خلکو او هټيو تر منځ تبادله کیږي، زړې او ورستې سوي دي. له بل لورې د افغانستان د مرکزي بانک چارواکو هم تر اوسه د نوو بانک نوټونو د ویشلو په برخه کې اقدام نه دی کړی.

د کريم الله په نوم یو دوکاندار وايي: «په بازار کې د زړو پیسو موجودیت ډير لويه ستونزه ده. له یوې خوا طالبان وايي زړې پیسې د چلښ وړ دي او له بلې خوا بيا بانک زړې پیسې نه اخلي. موږ په ېو بې برخلیکه وضعیت کې ژوند کوو.»

له بل لورې د کابل له صرافانو څخه په مستعار نوم فرشاد دویچه ویله سره په خبرو کې وويل چې د زړو او شوړیدلو بانک نوټونو له کبله ېې یو میلیون افغانۍ زیان لیدلی دی. هغه وايي د ورستو پيسو په بدل کې د خارجي اسعارو د اخیستلو په څو معاملو کې ېې دغه ضرر کړی دی.

Afghanistan I Taliban I Straßenkontrollen in Herat
په هرات کې طالبانو امر کړی هغه دوکاندارن به ونیول شي چې د زړو پیسو له اخیستلو ډډه کويانځور: Stringer/AA/picture alliance

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت مرکزي بانک، تازه په يوه اعلامیه کې ويلي دي چې پرته د هغو بانکونوټو چې ظاهري شکل يې کاملا تغییر کړی وي او یا د غیرمترقبه پيښو له امله ېې یوه برخه له منځلي تللي وي، پاتې نور ټول بانک نوټونه سالم ګڼل کيږي او په پولي معاملاتو کې د استفادې وړ دي.

مرکزي بانک همدارنګه د چلښ نه وړ پیسو انځورونه هم خپاره کړي دي.

څو ورځې مخکې په هرات ولایت کې د صرافانو اتحادېې د زړو بانک نوټو ستونزې په دلیل، پولي خدمات د څو ورځو له پاره متوقف کړل چې دغه کار هم عامو خلکو او سوداګرو ته ډيرې ستونزې راولاړې کړې.

تازه په هرات کې د طالبانو والي په یو غږيز پیغام کې د دغه ولایت امنیه قوماندانۍ او د استخباراتو څانګې ته امر کړی، تر څو هغه کسان چې د زړو پيسو له اخيستلو ډډه کوي، بنديان کړي.

د هرات د والي په دغه غږیز پیغام کې چې د دویچه ویله لاس ته رسیدلی، راغلي دي: «ټولو امنيتي او استخباراتي حوزو ته ووايي چې دوکاندارانو او صرافانو ته ابلاغ کړي چې زړې پیسې د چليدو وړ دي. له دې پرته، قانون ورباندې تطبیق کيږي او متخلفين به زندان ته واچول شي.»

Afghanistan Eid Al-Fitr Vorbereitungen
خلک وايي د افغانستان په بازارونو کې د زړو او ورستو افغانۍ بانکنوټونو موجودیت خلکو ته ډیرې ستونزې راولاړې کړي ديانځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

خو په هرات کې د طالبانو د ادارې ویاند، نعیم الحق حقاني وايي چې رامنځ ته شوي مشکلات به ډير ژر حل شي. هغه زیاته کړه خلک مکلف دي چې د افغانۍ پيسو په ساتنه کې توجه وکړي. حقاني وويل: «د هرات محلي اداره، په بازار کې د زړو پیسو د موجوده ستونزې د حل په برخه کې جدي او اساسي اقدامات تر سره کړي دي. څرنګه چې د یو فرمان له لارې ټولو دوکاندارانو، رستورانټونو او صرافانو څخه غوښتل شوي، هغه زړې پیسې چې رنګ ورباندې شیندل شوی نه وي او ظاهري بڼه ېې د لوستلو وړ وي، له خپلو مشتریانو څخه واخلي.»

خو په هرات ولایت کې د مدني ټولنې فعالان وايي تر هغې چې د افغانستان د مرکزي بانک له خوا نوي بانک نوټونه په بازارونو کې توزیع نشي او زړې پیسې ټولې نشي، دغه ستونزه به حل نشي.

په هرات کې مدني فعال سيد اشرف وايي: «طالبان ملزم دي چې بازار ته نوې پیسې وارد کړي. زه فکر کوم چې طالبان باید د ملګرو ملتونو سازمان سره خبرې وکړي تر څو د اړتيا په اندازه نوې پیسې د افغانستان بازارونو ته وارد او زړې او ورستې شوې پیسې له بازارونو څخه ټولې کړي. ځکه د دغو پیسو موجودیت د خلکو د کارو بار او معاملاتو بهیر سخت اغیزمن کوي. دغه مشکل به د افغانستان نیم بنده اقتصاد باندې هم لویه ضربه وارد کړي.»

د ویلو ده چې د افغانستان د مخکيني حکومت پر وخت د افغانۍ بانک نوټونه په آلمان، فرانسه، بریتانیا او پولند هیوادونو کې چاپيدل، خو تر اوسه روښانه نه ده چې د طالبانو حکومت چې د نړیوالې ټولنې تر تحريم لاندې هم قرار لري، نوي بانک نوټونه به څه وخت او چیرته چاپوي.

د پیسو پر موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز البوم سره د معلومات هم لیدلی شئ: