1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو له امریکا سره د خبرو له پاره نوی مشر ټاکلی

۱۳۹۷ بهمن ۵, جمعه

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ملا عبدالغني برادر چې د دې ډلې یو له مهمو څیرو او بنسټ ایښودونکو څخه شمیرل کیږي، د قطر د دفتر د مشر په توګه ټاکلی دی. برادر د تیر کال په اکتوبر کې د پاکستان له یوه زندان څخه آزاد شو.

https://p.dw.com/p/3C9X7
Katar Büro der Taliban in Doha
انځور: AFP/Getty Images

په داسې حال کې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې روانې دي، طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ملا عبدالغني برادر چې د دې ډلې یو له بنسټ ایښودونکو څخه شمیرل کیږي، د قطر د دفتر د مشر په توګه ټاکلی دی.

ملا برادر په پاکستان کې تر نیول کیدو وروستو څو کاله هلته زنداني وو او د تیرکال په اکتوبر میاشت کې له زندانه آزاد شو.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې ملا عبدالغني برادر له امریکا متحده ایالاتو سره د روانو مذاکراتو د غښتلي کولو او په ښه توګه د پرمخ بیولو له پاره د قطر د دفتر د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

مخکې له دې چې ملابرادر په ۲۰۱۰م کال کې په پاکستان کې ونیول شي، نوموړی د افغانستان په جنوبي برخو کې د طالبانو پوځي عملیات همغږي کول.

امريکا متحدو ايالاتو په افغانستان کې له ۱۷ کلونو راهيسي رواني جګړې د پای ته رسولو له پاره له طالبانو سره د سولي خبرو اترو د پيليدو پروسې له پاره هڅي زياتي کړي چې په دې لړ کي د دغه هيواد ځانگړي استازي زلمي خليلزاد په دې وروستیو میاشتو کې څو ځله له طالبانو سره مذاکرات او خبرې کړي دي.

Russland Friedensgespräche Afghanistan | Taliban-Delegation in Moskau
انځور: Reuters/S. Karpukhin

د پوځي معلوماتو له مخي، طالبان اوسمهال د افغانستان په نیمايي برخه برخه کې فعال حضور لري او پر افغان امنیتي ځواکونو کابو هره ورځ بریدونه کوي. هغوی له افغان لوري سره تل مستقیمې خبري ردوي او یوازې له امریکايي لوري سره پر خبرو ټینګار کوي.

خلیلزاد له دوشنبې ورځي راهیسې له طالبانو سره د مذاکراتو له پاره په قطر کې دی او د تیرو مذاکراتو برعکس دا ځل د دواړو لورو ترمنځ خبرو څلور ورځې دوام کړی. د رسنیو د رپوټونو په حواله، د دې مذاکراتو په پایله کې امریکا متحده ایالاتو او طالبانو له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو امریکايي پر وتلو او يو لړ نورو موضوعاتو خبري کړي دي، خو جزئیات یې لا تر اوسه رسنیو ته نه دي ورکړل شوي.