1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د ملا برادر آزادېدل تائيد کړي دي

۱۳۹۷ آبان ۳, پنجشنبه

د پاکستاني چارواکو په حواله، د طالبانو یو جګپوړی قوماندان چې په ۲۰۱۰م کال کې د پاکستان کې نیول شوی وو له زندانه آزاد شوی دی. زیاته شوې ده چې ملا عبدالغني برادر تر یو لړ خبرو او مذاکراتو وروسته آزاد شوی دی.

https://p.dw.com/p/379vC
Symbolbild Haft Folter
انځور: picture-alliance/dpa

د پاکستاني حکومتي چارواکو په وینا د طالبانو جګپوړي قوماندان ملا عبدالغنی برادر تر یو لړ لوړپوړو مذاکراتو وروسته د پاکستان له بند څخه آزاد کړل شوی دی. ملابرادر چې د طالبانو مشرتابه ته ډیر نیږدی دی، په ۲۰۱۰م کال کې په پاکستان کې نیول شوی وو. په دغه موده کې څو ځله د نوموړي د مرګ او آزادیدو رپوټونه هم خپاره شوي وو.

د پاکستان د استخباراتي ادارې دوو لوړ پوړو چارواکو چې د نوم د نه بربنډیدو په شرط یې خبرې کولې، د چهارشنبې په ورځ وویل چې ملا عبدالغني برادر تر لوړې کچې مذاکراتو وروسته آزاد شوی دی.

د ملا برادر آزادیدل کیدای شي له طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو د سولي په هڅو پورې تړاو ولري. د برادر تر آزادیدو مخکې د قطر د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته سفر کړی وو. طالبان په قطر کې یو سیاسي دفتر هم لري.

برادر د طالبانو یو له لوړپوړو چارواکی وو، چې د افغانستان په سویل کې یې د دې ډلې د عملیاتو مسئولیت پرغاړه لره. هغه اته کاله مخکې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا ونیول شو.