1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو بهرنیو سیلانیانو ته افغانستان کې د ښکار اجازه ورکړې

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ آذر ۲۴, پنجشنبه

طالب چارواکي وايي چې له بهرنیو سیلانیانو سره په افغانستان کې د ښکار په اړوند د ۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي. خو آیا د افغانستان په قوانینو کې ښکار ته اجازه شته؟

https://p.dw.com/p/4KyKY
افغانستان کې د مرغانو ښکار
افغانستان کې د مرغانو ښکارانځور: Reuters/M. Ismail

د طالبانو ادارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې د دغو تړونونو پر بنسټ بهرنيو سیلانیانو ته یواځې د کال په ځانګړو فصلونو کې د ښکار اجازه ورکول کیږي.

د ۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د لاسلیک شویو قراردادونو له مخې به بهرني سیلانیان په هرات، فراه، نیمروز، هلمند او نورو ولایتونو کې د هوبره یا ساړي مرغان ښکار کوي.

هوبره یا ساړي مرغان د کال په مشخصو فصلونو کې له سایبریا څخه افغانستان ته راځي چې له یوې تر دوو میاشتو هلته وي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند عبدالمتین قانع دویچه ویله ته وویل: «افغانستان یو سیاحتي هيواد دی او هر کال د توریزم او سیاحت له لارې دغه هيواد ته ډېر سیلانیان راځي چې په هرات، فراه، نیمروز، هلمند او ځينو نورو ولایتونو کې د هوبره/ ساړي مرغانو ښکار کول يې هم یوه برخه ده.»

قانع زیاته کړې، د تړونونو له مخې، ښکار کوونکي مکلف دي چې د دغو مرغانو د نسل ډېرېدو په موخه اړوند سیمو کې فارمونه جوړ کړي او هر کال تر ټاکلې اندازې مرغان تر روزنې او پالنې وروسته بیرته خوشې کړي.

اړوند مطالب:آیا د طالبانو حکومت بهرنیانو ته د ښکار کولو اجازه ورکړې ده؟

پر ښکار کوونکو د ښکار په ولایتونو او سیمو کې د روغتونونو، ښوونځیو، مدرسو او کلینیکونو جوړولو په څېر د خیرښېګڼې چارو ترسره کولو شرطونه هم اېښودل شوي.

دغه راز، ښکاریان باید د افغانستان د ګرځندوی، کرهڼې وزارت قوانین او د چاپيریال ساتنې ملي ادارې ټولې لارښوونې په پام کې ونیسي.

طالب چارواکو خبرداری ورکړی چې، سرغړونکو ښکاريان سره لاسلیک شوی قرارداد لغوه کېدای هم شي.

افغانستان کې د نادرو مرغانو پرهر ډول ښکار  بندیز

طالبان وايي تړونونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، له نورو اړوندو ادارو سره په همغږی، د ریاست الوزار په مخامخ لارښوونه لاسلیک شوي.

دا تړونونه داسې مهال لاسلیک شوي چې د طالبانو حکومت د چاپيریال ساتنې ادارې د نوامبر مياشتي پر ۲۸مه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «د چاپيریال ساتنې ملي ادارې د وحشي ژویو او نادرو مرغانو ښکار او قاچاق په ټول هيواد کې ممنوع اعلان کړی او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کیږي.»

 د مرغانو د ښکار په اړه د طالبانو حکومت د تازه قراردادونو په اړه د چاپيریال ساتنې ادارې ځواب دادی چې سیلانیانو ته د هر ډول مرغانو د ښکار اجازه نه ده ورکړل شوې.

د دې ادارې ویاند احمد فرید فرهنګ دویچه ویله ته وویل: »اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوازې مسافرو مرغانو ته د ښکار اجازه ورکړې او د نایابه مرغانو ښکار ته پکي اجازه نسته.«

په تېر ميلادي کال کې د بادغیس ولایت د وخت حکومتي چارواکو رسنیو ته ویلي ول چې د ناقانونه ښکار له امله ځینې نادر مرغان او ژوي د ورکېدو په حال کې دي.

دغه راز په پخواني حکومت کې د ولسمشر د فرمان له مخې په افغانستان کې د هر ډول مرغانو ښکار ناقانونه وو.