1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د طالبانو حکومت بهرنیانو ته د ښکار کولو اجازه ورکړې ده؟

۱۴۰۱ مهر ۱۲, سه‌شنبه

د تیر یوه کال راهیسې د افغانستان په مختلفو برخو کې د مرغانو او حیواناتو ښکار زیات شوی چې سیمې او په ځانګړي ډول عربي هیوادونو ته قاچاق کیږي. سربیره طالبان ښکاریانو ته د ښکار کولو جواز ورکوي.

https://p.dw.com/p/4HjEw
Der einzige Zoo in Afghanistan
انځور: DW/A.Behrad

سره له دې چې د تیرو څو لسیزو جګړو له امله په افغانستان کې د یو شمیر وحشي حیواناتو او الوتونکو (مرغانو) نسل د انقراض یا ورکیدو له خطر سره مخامخ دی، خو لا هم په دغه هیواد کې یو شمیر وحشي حیوانات لکه د واورو او پارسي پړانګان، د غرونو پيشو، هوسۍ او کمیابه مرغان لکه افغاني بلبل، باز، باښه او یو شمیر نور حیوانات او مرغان شتون لري.

د پخواني حکومت د چارپیریال ساتنې مسئولین وايي چې په تیر یوه کال کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د هیواد د وضعیت د خرابیدو له امله د سیمې د خلکو او بهرنیو ډلو له امله د مرغانو ښکار او قاچاق ډیر شوی دی.

په پخواني حکومت کې د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د طبیعي میراثونو د څانګې مشر جلال الدین ناصري دویچه ویله ته وویل: «د داخلي او بهرنیو ښکاریانو له خوا د افغانستان په مختلفو برخو کې د کمیابه الوتونکو، په ځانګړي توګه د باز او باښه ښکار جریان لري او په ځانګړي توګه په ګاونډیو او عربي هیوادونو کې په ډیره لوړه بیه پلورل کیږي.»

دغه پخوانی چارواکی وایي چې په افغانستان کې دوه ګټګوري مرغان شتون لري چې اول بومي یا ځایي او دویم یې مهاجر مرغان دي چې یو شمیر انواع یي په اکثرو ګاونډیو هیوادونو کې شتون نه لري.

سرچینې وایي چې د پاکستان او عربي هیوادونو په ځانګړي توګه د قطر ښکاریان په فراه او بادغیس ولایتونو کې پر ښکار بوخت دي. د فراه ولایت یوه سپين ږیرې چې د طالبانو له ویرې نه یي غوښتل نوم یي په رپوټ کې یاد شي دویچه ویله ته وویل: «په بادغیس او فراه ولایتونو کې د عربي هیوادونو په ځانګړي توګه د قطر هیواد ښکاریان حضور لري.»

اړوند: د آلمان په ژوبڼ څخه تښتیدلي زمریان او پړانګان ونیول شول

ناصري تائیدوي چې په پخواني حکومت کې د چاپيریال ساتنې ادارې د الغرافه او ندولشواع قطري او عربي بنسټونو سره چې په فراه او بلخ ولایتونو کې یي فعالیت درلود په رسمي ډول موافقه او تړون لاسلیک کړی و.

ناصري زیاته کړه: «له (میش مرغ چې علمي نوم یي  Otis tarda) څخه چې یو له اصلي ټاټوبو څخه یې افغانستان دی، د نسل ګیرۍ په خاطر تجاران راغلي ول او په طبیعي ډول یې چې یو علمي میتود دی، نسل ګیرې کوله، خو د ښکار کولو اجازه یي نه درلوده.»

د ناصري په وینا د الغرافه بنسټ تر اوسه پورې په فراه ولایت کې فعاله دی او د ندولشواع بنسټ د فعالیت جواز په ۲۰۱۳م کال کې د کابینې له خوا لغوه شوی و. بل لور ته د طالبانو د چاپیریال ساتنې اداره په لویدیځو ولایتونو او فراه کې د عربانو او په ځانګړي توګه د قطري پانګوالو حضور تائیدوي، خو زیاتوي چې د الوتونکو د ښکار او قاچاق مخه یي نیولې ده.

د چاپیریال ساتنې په ملي اداره کې د طالبانو ویاند عبدالولي عابد دویچه ویله ته وویل: «عربانو او په ځانګړي توګه قطریانو له پخواني حکومت سره د مرغانو د نسل ګیرۍ او روزنې په برخه کې په فراه ولایت کې فعالیت او فارمونه درلودل او اوس هم فعالیت لري.»

اړوند: 

د عابد په خبره د کله راهیسې نه چې طالبان قدرت ته رسیدلي دي هیڅ څوک حق نه لري چې د افغانستان له هوایي ډګرونو څخه وحشي حیوانات او مرغان بی له جوازه قاچاق یا انتقال کړي.

خو د سیمي اوسیدونکي بیا وایي چې د طالبانو واک ته له رسیدو راهیسې د مرغانو ښکار زیات شوی دی. د بندامیر یو تن اوسیدونکی چې ځان ستار معرفي کوي وايي چې په تیرو دوو اونیو کې تر لسو ډير کسان د بندامیر او د بامیان په پلات دښتو کې آزادانه ښکار کوي. هغه وویل: «دوه اونۍ کیږي چې په دشت غجور او بندامیر کې سیمه ایز اوسیدونکي له بامیانو څخه دباندې کسانو په همکارۍ آزادانه ښکار کوي او خیمه یي وهلې ده.»

خو طالبان وايي چې رئیس الوزرا حکم صادر کړی دی چې د حیواناتو او مرغانو ښکار او قاچاق منع دی او له سرغړونکو سره به قانوني چلن وشي.

اړوند: د کابل ژوبڼ؛ د میلو د ګوتو په شمار ځایونو په ډلې کې یو

عبدالولي عابد دویچه ویله ته وویل چې د دوو اونیو راهیسې د رئیس الوزرا د حکم په اساس د مرغانو د ښکار او قاچاق مخه نیول شوې ده. نوموړي زیاته کړه: «د بندامیر په ملي پارک او د بامیانو په فلات کې ۸ تنه ښکاریان نیول شوي او له هغو څخه ۱۰ وزره باز او باښه آزاد کړای شوي دي. په جوزجان ولایت کې ۵۱ وزره باز او باښه طبعیت ته خوشې شوي دي.»

ښکاریانو ته د جواز ورکول

جلال الدین ناصري ښکاریانو او قاچاقبرانو ته د ښکار کولو د جواز صادرول حیواناتو او مرغانو ته د خطر زنګ بولي او وایي: «د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی ریاست له لوري داخلي او خارجي ښکاریانو په ځانګړي توګه عربانو ته په ډیره ټيټه بیه د ښکار جواز صادر شوی دی چې د وحشي ژوو له پاره د خطر زنګ دی.»

په داسې حال کې چې د دغو مرغانو او حیواناتو د ښکار او قاچاق په اړه اندېښنه ښودل کیږي د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار او ویاند عبدالمتین قانع دویچه ویله ته وویل: «هر څوک چې مراجعه وکړي په رسمي ډول ورته د ښکار جواز ورکوو.»

خو ښاغلي قانع له جزویاتو ورکولو ډډه وکړه چې په کومو شرایطو او تر اوسه پورې په کوم شمیر کسانو ته د ښکار کولو جواز صادر شوی دی؟

محمد اسحاق اکرمي: ش.ن/ ن.ز