1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيشمالي کوریا

سيول وايي شمالي کوريا ليري واټن ويشتونکی توغندی توغولی

۱۴۰۲ آذر ۲۷, دوشنبه

شمالي کوریا د څو ساعتونو په ترڅ کې دوه بالستيک توغندي وتوغول. ملګرو ملتونو دغه هېواد د هر ډول بالستيک توغنديو له توغولو یا آزموينې منع کړی دی.

https://p.dw.com/p/4aHtW
Nordkorea Raketenstart
انځور: Ahn Young-joon/AP Photo/picture alliance

رويټرز او یونهاپ خبري آژانسونو د جنوبي کوریا د پوځ په حواله رپوټ ورکړی دی چې شمالي کوریا د دوشنبې په ورځ یو اوږد واټن ويشتونکی توغندی توغولی دی.

دغه اوږد واټن ویشتونکی توغندی، له یو لنډ واټن ویشتونکي توغندي تر توغولو څو ساعته وروسته وتوغول شو.

د جنوبي کوریا د پوځ مشر وويل چې لنډ واټن ويشتونکی توغندی د شمالي کوریا شرقي سواحلو ته نژدې توغول شوی دی. د جاپان ساحلي ساتونکي اټکل کوي چې دغه توغندی په احتمال سره په سمندر کې لوېدلی دی.

د شمالي کوریا له لوري د دغو توغنديو توغول، لفظي حملې له ځانه سره درلودلي دي. د شمالي کوريا د دفاع وزارت، امریکا متحده ایالات او جنوبي کوریا «خیانت کاران» بللي دي او ويلي ېې دي چې دغه دواړه هېوادونه له ملاحظې پرته پوځي اقدامات ترسره کوي.

شمالی کوریا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پریکړه ليک نه رعایتوي چې دغه هېواد ېې د اټومي وسلو له پراختیا څخه منع کړی دی
شمالی کوریا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پریکړه ليک نه رعایتوي چې دغه هېواد ېې د اټومي وسلو له پراختیا څخه منع کړی دیانځور: KCNA/KNS/AP/picture alliance

د دغه وزارت اعلاميه چې دولتي خبري آژانس (KCNA) خپره کړې، پکې راغلي دي چې جنوبي کوریا ته د «یو اس اس میسوري» اټمي اوبتل داخلېدل، وروستی اقدام دی چې ثابتوي امریکا د ېوې اټومې جګړې ارزونه کوي.

یو اس اس ميسوري اوبتل، د یکشنبې په ورځ د جنوبي کوریا بوسان بندر ته داخل شو. دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د «یو اس اس کارل وینسون» جنګي بيړۍ چې د الوتکو د انتقال وړتیا لري، هم د بوسان سيمي ته انتقال شوه.

کیم جونګ اونګ ته خبرداری

تېره اوونۍ په واشنګټن کې د امریکا متحده ایالاتو او جنوبي کوریا د اټومي مشورتي په نوم ډلې، یوه اعلاميه خپره کړه چې پکې شمالي کوريا ته واضح خبرداری ورکړل شوی دی.

په دغه اعلاميه کې راغلي دي چې پر جنوبي کوریا او متحدینو باندې ېې هره اټومي حمله د نه منلو ده او کولی شي د کیم جونګ اون د حکومت پر خاتمې منتج شي. په اعلاميه کې ويل شوي: «د امریکا متحده ایالاتو لوری ټينګار کوي چې د کوریا د خلکو دیموکراتيک جمهوریت له خوا د کوريا پر جمهوریت هرې اټومي حملې ته به په چټک، قاطع او تعقیبوونکي غبرګون سره ځواب ورکړل شي.»

پیونګ یونګ د م.م. پريکړه لیک نه رعایتوي

شمالي کوریا په توغندويزو آزموینو سره، د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا پریکړه لیک په نظر کې نه نيسي، په داسې حال کې چې یاد سازمان دغه هېواد د دا ډول وسلو له پراختیا منع کوي.

د شمالي کوریا نوې توغندویزه آزموینه یو غیرمنتظره عمل نه وو. د دغو توغنديو تر توغولو مخکې، د جنوبي کوریا او جاپان چارواکو خبرداری ورکړی وو چې په اټومي وسلو سمباله شمالي کوريا، روانه میاشت د قاره ويشتونکو بالستيک توغنديو آزموينو ته د چمتووالي په حال کې ده. دغه ډول توغندي کولی شي تر امریکا متحده ایالاتو هم ورسيږي.

 mks/nz/pa/af (rtr, dpa, afp)

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل