1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

سلواکیا هم اوکراین ته میګ-۲۹ جنګي الوتکې استوي

۱۴۰۱ اسفند ۲۶, جمعه

سلواکیا پريکړه کړې ده چې ۱۳ میګ- ۲۹ ډوله جنګي الوتکې اوکراین ته واستوي. تېره ورځ پولند هم دې ته ورته تصمیم اعلان کړ.

https://p.dw.com/p/4Oqbz
د سلواکیا د هوايي قواوو میګ-۲۹ جنګي الوتکه
د سلواکیا د هوايي قواوو میګ-۲۹ جنګي الوتکهانځور: Yorick Jansens/BELGA/dpa/picture alliance

د سلواکیا صدراعظم، اداوارد هیګر، د جمعې په ورځ (د مارچ ۱۷مه) وويل چې هیواد ېې پر اوکراین د روسېې د پوځي یرغل پر ضد جګړه کې پوځي ملاتړ ډيروي او اوکراین ته ېې د ۱۳ میګ-۲۹ ډوله جنګي الوتکو لیږد تائيد کړ.

تر پولنډ وروسته سلواکيا دوهم هېواد دی چې اوکراین ته د خپلو پوځي جنګي الوتکو پر لیږد موافقه کوي. پولنډ تېره ورځ اوکراین ته د میګ-۲۹ ډوله جنګي الوتکو له ورکولو څخه خبر ورکړی دی.

سلواکیا د تېرکال په دوبي کې خپلې میګ-۲۹ جنګي الوتکې له کتاره وښکلې. د دغو الوتکو له ډلې ډیری ېې عملیاتي وضعیت ته چمتو نه دي. دغه هیواد د آماده الوتکو سربېره، خپلې پاتې غیرعملیاتي الوتکې هم اوکراین ته استوي تر څو ېې له پرزو څخه استفاده شوې وي.

ورته نور ولولئ: ستولتنبيرګ: اوکراين د ناټو تر توليد ډېر مهمات کاروي

هيګر وويل چې سلواکیا همدارنګه خپل د هوایي دفاع سیستم «کیوب» ځېنې برخې هم اوکراین ته سپاري.

د پولند جمهور رئيس، دودا، د پنجشنبې په ورځ وويل چې هیواد ېې په راتلونکو ورځو کې څلور میګ-۲۹ جنګي الوتکې اوکراین ته استوي.

د ۲۰۲۲م کال په فبروري مياشت کې پر اوکراین د روسېې تر پوځي يرغل وروسته، د اروپا په ختيځ کې پخواني کمونیستي هیوادونه لکه پولند او سلواکیا، د کیف کلک ملاتړي دي.

پولنډ او سلواکیا تر دې مخکې ويلي ول چې یوازې د یو ستر نړېوال ائتلاف د غړو په توګه حاضر دي چې اوکراین ته جنګي الوتکې ورکړي، خو روښانه نه ده چې آیا نورو هیوادونو هم دغه کار ته تیاری ښودلی او که نه.

ورته نور ولولئ: د اوکراین جگړه: اروپا په پراخه کچه ځان په وسلو سمبالوي

اوکراین د ناټو غړيتوب نه لري، خو ورته د جنګي جیت الوتکو د لیږد بحث تېر کال پیل شو. اما د ناټو غړو بیا له دغه کار څخه د اوکراین په جګړه کې د دغه تړون د شاملېدو څخه د اندېښنو لرلو په دلیل ډډه کړې ده.

دویچه ویله د/م.ک.ص./ن.ز.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: