1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسلواکیا

سلواکيا د کډوالو مخنيوي په موخه پر پوله عسکر ځای پر ځای کوي

۱۴۰۲ آبان ۹, سه‌شنبه

د سلواکيا حکومت ويلي دی چې په روان کال کې یې د پولې په اوږدو کې تر ۴۰۰۰۰ ډېر بې اسناده کډوال ثبت کړي دي. کډوال اکثراً سلواکیا لوېدیځې اروپا ته د رسېدو له پاره د یوې ترانزیتي لارې په توګه کاروي.

https://p.dw.com/p/4YFKc
آرشيف انځور: د سلواکيا او هنګري پر پوله غير قانوني مهاجر
آرشيف انځور: د سلواکيا او هنګري پر پوله غير قانوني مهاجرانځور: Robert Nemeti/AA/picture alliance

د سلواکیا نوي جوړ شوي حکومت له هنګري سره پرله د سونو پوليسو او عسکرو د ځای پر ځای کولو اعلان کړی دی څو د هغو مهاجرو مخه ونيسي چې په غير قانوني توګه دغه هېواد ته داخليږي.

د سلواکیا نوي ټاکل شوي لومړي وزیر روبيرت فيکو، وويل چې غير قانوني مهاجرت باید کنترول شي او خبرداری يې ورکړ چې که داسې ونه شي نو «ترهګریزو ډلو سره تړاو لرونکي» کیدای شي دغه هېواد ته داخل شي.

نوموړي د پلان شويو اقداماتو په اړه نور جزئیات ور نه کړل خو د دوشنبې په ماښام له سرحدي لارو یې يوې ته ورغلی وو څو هلته روان اقدامات وڅاري.

د سلواکیا د کورنیو چارو وزير ماتوس سوتاج استوک، په دې اړه وويل: «موږ غواړو دا ښکاره پېغام وليږدوو چې د نوي حکومت په راتلو سره د غير قانوني مهاجرت سره نوې تګلاره رامنځته شوې ده.»

له خبريالانو سره په خبرو کې نوموړي زياته کړه چې د هنګري پولې ته څیرمه به په هغو نقطو کې چې د تیرېدو رسمي لارې نه دي، «ډير شمیر ځواکونه» د دفاع له پاره ځای پر ځای کړي.

سلواکيا ولې د خپلو سرحدونو په اړه انديښنه لري؟

سلواکيا په دې وروستیو ورځو کې د دې شاهده وه چې ډېر شمیر کډوال او مهاجر د صربستان او هنګري له لارې دغه هېواد ته داخليږي او لویديځې اروپا ته یې د ترانزيت او يا تېريدو د لارې په توګه کاروي. 

د اکتوبر میاشتې پر ۵مه نیټه د سلواکیا پخواني حکومت له هنګري سره پر پوله بیرته د تیريدونکو په کنترول پيل وکړ. سلواکیا دا پريکړه د خپلو ګاونډيانو يعني د اتريش، چيک جمهوريت او پولند له خوا چې د اروپايي ټولنې غړي دي، د مهاجرت د کنترول له پاره د سلواکيا سره پر خپلو پولو د کنترول د بيرته پيلولو تصميم ونيوه.

خو هغه مهال د سلواکيا د هغه وخت لومړي وزير لودوويت اودور، د ګاونډيانو له خوا د پولو پر کنترول نيوکه کړې وه او د دې پر ځای یې د مهاجرت ستونزې ته د اروپا په کچه د حللارې موندلو غوښتنه کړې وه.

دا څلور هېوادونه د اروپايي اتحادیې د شينګن ساحه کې شامل دي چې په خپل منځ کې د ویزی مکلفيت نه لري.

د سلواکيا د کورنيو چارو وزير وويل چې حکومت یې سږ کال د اکتوبر تر لومړۍ نیټې پورې ۴۰ زره کډوال ثبت کړي دي چې دا د يو کال مخکې په پرتله ۱۱ برابره ډېر دي.

ب. ص/ س. ر (AFP, AP)

زموږ له آرشيف څخه: