1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
فيلمآسیا

سلمان خان او شاهرخ خان په مرګ ګواښل شوي دي

۱۴۰۳ آبان ۱۸, جمعه

د هندي رسنیو په حواله د دغه هیواد د بالیووډ نامتو لوبغاړي سلمان خان او شاهرخ خان په مرګ ګواښل شوي دي، پولیسو په دې اړه څیړنې پیل کړې دي.

https://p.dw.com/p/4moBZ
د رسنیو په حواله سلمان خان او شاهرخ خان په مرګ ګواښل شوي دي.
د رسنیو په حواله سلمان خان او شاهرخ خان په مرګ ګواښل شوي دي.انځور: imago images

چارواکو ويلي دي چې د روان کال د نومبر مياشتي پر اوومه د پنجشنبې په ورځ د هند سینما وتلي ستوري سلمان خان ته د مرګ ګواښونه شوي دي. د ممبۍ ښار پولیسو چیرې چې سلمان خان ژوند کوي ویلې دي، هغه کس چې خان ته یې په تلیفوني اړیکه کې د وژلو ګواښ کړی و، نامعلوم دی.

خو داسي اټکل کیږي چې دا ګواښ د جرمي باند د مشر لارنس بیشناوي له خوا شوی دی.

زنګ وهونکي له دغه ۵۸ کلن څخه ۵۰ میلیونه هندي کلدارې چې تقریباً ۵۹۲ زره ډالره کېږي، غوښتنه کړې ده.

دغه کس د هغه سندرې د لیکونکي د وژلو ګواښ هم کړی دی چې په کې سلمان خان او بیشناوي یاد شوي دي. پولیسو په دې قضیه کې د پلټنو د پیل اعلان کړی دی.

دا په داسي حال کې ده چې د هند سینما دا وتلی ستوری د روانې میاشتې پر پنځمه نېټه هم ګواښل شوی و. د هند پولیسو د راجستان یو اوسیدونکی بهکا رام په دې تور نیولی دی.

پولیسو پي ټي آی خبري آژانس ته ویلي دي چې "تورن یو روز مزد کارګر دی او ادعا کوي چې د لارنس بیشناوي له ډلې دی. یاد کس د یوه محلي ټلویزیون د لیدلو پر مهال ناڅاپي د ممبۍ پولیسو ته ټلیفون وکړ او د سلمان خان د وژلو ګواښ یې وکړ."

بیشناوي په هند کې یو له هغو خطرناکو مجرمانو څخه دی، چې له ۲۰۱۵ کال راهيسي په زندان کي دی.

پلټونکي په دې باور دي چې هغه اوس یوه لویه ډله اداره کوي چې ډېر غړي یې په ټول هند کې په غصب، د مخدره توکو او وسلو په قاچاق او قتل کې ښکیل دي.

د پاني‌پت فلم له افغان لوبغاړي ببرک اکبري سره ځانګړې مرکه

ویل کیږې چې هغه په ​​ممبۍ کې د یوه هندي سیاستوال بابا صدیق په وژنه کې هم لاس درلود، صدیقي د سلمان خان یو له نږدې ملګرو څخه وو چې تیره میاشت ووژل سو.

بیشناوي په ۲۰۲۲م کال کې د یوه پنجابي مشهوره سندرغاړي سیدو موسوالا په وژلو هم تورن دی.

شاهرخ خان ته هم د مرګ ګواښونه کیږي

د هند سینما بل نامتو ستوری شاهرخ خان هم د روان کال د نومبر میاشتي پر پنځمې ګواښل شوی دی. زنګ وهونکی ځان هندی معرفي کړی، او ویلې يې دي که خان پنځه میلیونه کالداري ور نه کړي هغه به ووژني.

هندوستان ټایمز راپور ورکړی دی چې زنګ وهونکي د هندي فلمونو د لوبغاړي شاهرخ خان د اړیکو شمیره نه درلوده له همدې امله یې د هغه د اوسیدو ځایې پولیسو ته زنګ وهلی او له پولیسو یې غوښتي دي چې دا پیغام تر خانه ورسوي.

د پولیسو د څېړنو وروسته له کومې شمیرې څخه چې شاه رخ خان ته ګواښ شوی و د فیضان خان په نوم د یوه وکیل وه، چې لا دمخه یې راپور ورکړی و چې د هغه تلیفون غلا شوی دی.

په ۲۰۲۳م کال کې د شاه رخ خان د پټان او جوان فلمونو وروسته  امنیتي تدابیر لا پسې ټینګ شوې دي.