سعودي عربستان د عمرې پر زيارت لگول شوی بندیز لیرې کوي
۱۳۹۹ مهر ۲, چهارشنبهد سعودي عربستان حکومت اعلان کړی چې د اکتوبر مياشتې له پېل څخه به د عمرې پر ادا کولو د کرونا ويروس له کبله د اوو مياشتو راهيسې لگيدلی بندیز لغوه کړي.
ويل شوي چې په سعودي عربستان کې استوگن به د را روانې اکتوبر میاشتې له څلورمې نيټې څخه وکولی شي عمره ادا کړي، په داسې حال کې چې د نورو ځانگړو هېوادونو وگړي به د نومبر میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د عمرې په نيت سعودي عربستان ته د سفر اجازه ولرلی شي. خو چارواکو زياته کړې چې مکې او مدينې ښارونو دروازې به هله د مسلمانانو په مخ پرانیزي چې د کرونا ويروس خطر په بشپړه توگه له منځه ولاړ شي.
هر کال د نړۍ له يو شمير هېوادونو څخه په ميليونو مسلمانان مکې ته د عمرې د ادا کولو له پاره سفر کوي. څنگه چې حج د ذوالحجې په مياشت کې پر هغه چا چې استطاعت یې لري، په ژوند کې يو وار فرض دی، عمره بيا يو سنت عبادت دی او د کال پر هره میاشت کې یې سړی کولی شي. د حج او عمرې دواړو مناسک د مکې په مسجدالحرام کې ادا کیږي. خو د کرونا ويروس د وبا له کبله پرې بندیز لگول شوی وو.
د رسمي معلوماتو په حواله سعودي عربستان هر کال د حج او عمرې له درکه ۱۲ ميليارده ډالر په لاس راوړي.
د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزير ويلي چې پر عمرې د محدويت د لغوه کولو پريکړه یې په دې موخه کړې څو د «سعودي عربستان د ميشتو او له بهر څخه د راتلونکو مسلمانانو د مقدسو ځايونو د زيارت او د عمرې د مقدسې فريضې د ادا کولو ارمان« پوره شي.
په لومړي پړاو کې به په مسجد حرام کې ۶۰۰۰ زرو کسانو ته د عبادت کولو اجازه ورکول کيږي. په دويم پړاو کې به د اکتوبر له ۱۸ نيټې څخه بیا ۱۵ زره کسان هلته د تلو اجازه ولري. د نومبر له لومړۍ نيټې څخه به بيا دغه شمير د ورځې ۲۰ زرو کسانو ته لوړ شي.
زيارت کوونکو ته لارښوونه شوې چې د ځانگړي وخت او نيټې له پاره خپلې عريضې په آنلاين بڼه وړاندې کړي. هغوی به د یوه اپليکشن له لارې د ترانسپورت او ليدو ځایونو د غوره کولو وړتيا هم ولري.