1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت فتوا

۱۳۹۹ فروردین ۱۳, چهارشنبه

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت فتوا صادره کړې چې په هغو سيمو کې چې کرونا پکې خپره شوې ده خلک دې د لمانځه له پاره مسجد ته د تللو پر ځای په کورونو کې لمونځونه وکړي. وزارت همدا راز د فاتحې پر مراسمو هم بندیز لګولی دی.

https://p.dw.com/p/3aJIM
Aghanistan Herat Stadt
آرشیف انځورانځور: picture alliance/Robert Harding World Imagery

د نړۍ يو شمير اسلامي هېوادونو د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه يا خو د جوماتونو دروازې تړلي دي او يا یې هم پرې محدوديتونه وضع کړي دي.

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د احاديثو او ديني روايتونو په رڼا کې او د ديني عالمانو په مشوره د کرونا د وبا په اړه نن، چهار شنبه يوه فتوا صادره کړې ده.

په دې فتوا کې له خلکو غوښتنه شوې چې د کرونا ويروس د مخنيوي او د خپل ځان او نورو د ساتلو په موخه دې، په هغو ځایونو کې چې په کرونا د ککړيدو خطر پکې موجود دی په مسجد کې د جَمعې او همدا راز د جُمعې لمونځونو له ادا کولو څخه ډډه وکړي.

د وزارت له خوا ويل شوي چې څرنګه چې د مسجدونو ضد عفوني کول، په ويروس د ککړو کسانو پيژندل او د ويروس مخینوي سخت دی نو له ديني عالمانو غواړي چې په ځانګړي توګه د هغو سيمو خلکو ته چې کرونا پکې خپره شوې ده، لارښوونه وکړي چې لمونځونه په کورونو کې ادا کړي.

په دې فتوا کې راغلي چې په هغو سيمو کې چې لا کرونا پکې ډيره نه ده خپره شوې، خلک بايد په جوماتونو کې صحي لارښوونې رعايت کړي.

د قربانيانو د ښخولو مراسم

د حج او اوقافو وزارت په دې فتوا کې راغلي دي چې تر کومه حده چې د کرونا د قربانيانو د غسل، تدفين او د جنازې د لمانځه خبره ده، نو که د کارپوهانو نظر دا وي چې دا ويروس له مړي څخه نورو خلکو ته انتقاليدلی شي، نو بيا له دې جسدونه سره هر ډول تماس شرعاً منع دی.

په دې اعلامیه کې راغلي: »تر مړينې وروسته هم هر ډول هغه تماس چې د نورو خلکو ژوند په خطر کې اچوي شرعاً منع دی.«

په دې فتوا کې له خلکو غوښتنه شوې چې د هر ډول مراسمو او غونډو په ځانګړي توګه د فاتحې او جنازې له مراسمو څخه دې ډډه وشي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خوا ويل شوي چې د کرونا ويروس خپريدو ته په پاملرنې سره د روغتيا وزارت صحي لارښوونې واجبې ګڼل کيږي او بايد خلک یې مراعت کړی. همدا راز له ديني عالمانو او مسجدونو له ملا امامانو څخه غوښتنه شوې چې د کرونا د مخنيوي د لارو چارو او د دې مرض په خطرونه خلک خبر کړي.